لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ او سیاسي اړي ګړي سره مخ پاکستان د خپلې ازادۍ 77مه کلیزه نمانځي


پاکستان نن په 14م اګست د خپلې ازادۍ 77مه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې په دې هیواد کې یو وارې بیا د ترهګرۍ څپې په شدت سره سر راپورته کړی اؤ په بلوچستان کې په لکونو خلک د خپلو حقونو لپاره په احتجاج بوخت دي.

د پاکستان د جوړېدو د 77مې کلیزې په موقعه د افغانستان پولې ته نزدې د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان او د بلوچستان په چمن ښار کې احتجاجي پرلت والو څوارلسم اګست د تورې ورځې په توګه د لمانځلو او د تورو بېرغونو پورته کولو اعلانونه کړي دي.

د هیواد صدر اصف علي زرداري وایي د موجوده چیلنجونو د مقابلې لپاره له خپلو ټولو اختلافونو نه تېرېدل اؤ د ملکي اتحاد،سالمیت اؤ اقتصادي ثبات لپاره به په ګډه کار کول وي.

په پاکستان کې د ازادۍ د ورځې شورو په پلازمینه اسلام اباد کې د 31 اؤ د صوبو په دارالخلافو کې د 21-21 توپونو په سلامۍ سره شوې ده.

په پېښور، کراچۍ، اسلام باد، کوټه، ملتان، لاهور اؤ د هیواد نورو برخو کې د ازادۍ د جشن په شپه په زرګونو پېغلې اؤ ځوانان سړکونو ته راوتلي وؤ اؤ د پاکستان بېرغونه یې په لاسونو کې پورته کړي وؤ.

په ملک کې ټولې دولتي ودانۍ هم د ازادۍ د ملي ورځې په اړوند په ملي بېرغونو اؤ رڼاګانو سینګار کړل شوي دي .

د ازادۍ د ورځې په مناسب سره د پاکستان پوځي اکاډمۍ کاکول کې د ازادۍ د سلامۍ ستره دستوره شوې چې پکې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ملي بېرغ پورته کړی دی .

د هیواد صدر اصف علي زرداري د ازادۍ د ورځې په اړه پخپل پېغام کې قام ته مبارکي ویلې اؤ ویلي یې دي چې د ازادۍ ورځ د خپلواکۍ د حق لپاره د هندوستان د مسلمانانو د تاریخي اؤ سیاسي مبارزې د عروج نکته ده.

هغه ویلي دا مهال چې هیواد د کومو چیلنجونو سره مخ دی دهغې نه وتلو لپاره باید خپل منځي اختلافاتو نه په تېرېدو ټول د ملک د اتحاد، سلامتۍ اؤ اقتصادي ثبات لپاره په لوړ عزم سره په ګډه کار وکړي.

پاکستان سږکال د خپلې ازادۍ د ۷۸مه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې په دې وروستیو کې د هیواد دننه د ترهګرۍ لړۍ یو وارې بیا چټک شوې ده.

د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل وروستي رپورټ کې ويلي، پاکستان کې یوازې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي چې 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي.

رپورټ وایي دا شمیرې ښیي چې ترهګریز ببریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان پکې 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس په رپورټ کې ویل شوي، په دغو وسله والو بريدونو کې زيات په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې شوي دي. وایي په پنجاب صوبه کې يو بريد هم نه دی شوی.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په 22مه جولای يوه خبري غونډه کې ویلي وو، سږ کال یې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

د ترهګرۍ د ستونزې تر څنګ په بلوچستان صوبه کې د بلوڅو اؤ په چمن پوله د تجارانو احتجاجونو هم زور نیولی اؤ د ملي یکجهتي کمیټې په غږ کیدونکو احتجاجونو کې بلوڅ مشران د صوبې په وسیلو د صوبې د ولس د حقونو منلو اؤ د جبري بې درکیو د لړۍ ودرولو غوښتنې کوي.

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې ویاند بېت الله په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دوي سره په شمالي وزیرستان کې د امنیت په اړه حکومت کومې وعدې کړې وې په هغې عمل نه دی شوی نو په دې وجه به د پاکستان د جوړېدو په ورځ دوی احتجاج کوي، په سیمه کې به بازارونه بند وي او دا به د تورې ورځې په توګه لمانځي.

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې هم ملت پاله سياسي ګوندونو او تاجر تنظیمونو یو ځل بیا احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

دوي دریځ لري چې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه په چمن پوله د کاروباریانو لپاره د شناختي كارډ او تذكرې په بنياد د تګ راتګ په اړه ورسره شوې وعدې نه دي پوره كړی شوي ځکه مجبوره شوي او یو وارې بیا یې تر نامعلومه نېتې پورې احتجاجي پرلت پېل کړی دی.

د چمن د پرلت مشرانو یو وارې د نهې یا سه شنبې په ورځ اعلان کړی چې په څوارلسم اګست به د پاکستان د ازادۍ په ورځ دتوﺭو بيرغونو سره لاﺭيون کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG