لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنسي زياتې ښکارشوې جينۍ مړينې وروستو هند کې احتجاجونه


دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ دجنسي زياتي دښکار شوې طالب علمې په مرگ دسخت خفگان څرگندونه کړې ده.
دسنگاپور دماؤنټ الزبتهـ هسپتال مشر ايگزيکټيو افيسر کيلون لوه لخوا يو بيان کې وئيل شوي دي چې 23 کلنه هندي طالب علمه دخالي په ورځ هسپتال کې مړۀ شوې ده.
وزيراعظم منموهن سنگهـ دافسوس څرگندولو په ترڅ کې خپل يو پيغام کې وئيلي دي چې مونږ دوړاندې څخه ددغه پيښې له امله پيدا شوي جذبات ليدلي دي.
هغه وائي چې داغيزمنې جينۍ کورنۍ او هندي قام ته دا وئيل غواړي چې طالب علمې دژوند بازي خووبائيلله ، خو زمونږ ټولو لپاره لازمي ده چې داخبره باوري کړو چې دهغې مرگ به بيکاره نۀ ځي.
دجنسي زياتي دښکار شوې جينۍ دمرگ دخبرداوريدو سره سم په گڼ شمير کې مظاهرين پايتخت نوي ډيلي ته ورټول شوي دي.
په احتجاجي مظاهرو کې دممکنه شدت دانديښنو په نظر کې نيولو سره ډيلي کې دصدر، وزيراعظم، وزيراعلي ، پارليمان او کانگريس دمشرې سونيا گاندهي کور ته تلونکې لويې لارې دپوليسو لخوا تړل شوي دي.
منموهن سنگهـ خلکو ته دپرامنه اوسيدو غږ کړى او وئيلي يې دي چې دغه جينۍ ته دعقيدت دپيرزوئينو تر ټولو غوره طريقه دا ده چې خپل توانونه او جذبات په گټور طرزعمل کې منتقل کړى شي.
په 16م دسمبر نوي ډيلي کې دميډيکل کالج دغه طالب علمه دخپل يو ملگري سره په چارټرډ بس کې دسوريدو وروستو شپږو کسانو داوسپنو په سيخونو سخته وهلې وه او دجنسي زياتي وروستو يې دروان بس څخه دهيکه ورکړې ده.
تر لسو ورځو دډهيلي په هسپتال کې دژوند او مرگ په کشمکش کې اخته دغه جينۍدوه ورځې دمخه علاج لپاره سنگاپور ته منتقل کړل شوې وه او دخالي په ورځ يې ساه ورکړه.
ددغه جينۍ ملگرى په بريد کې ژوندى پاتې شوى ؤ، نۀ خو ددغه هلک او نۀ هم ددغه هلک پيژندگلو په ډاگه کړل شوې ده.
ددغه پيښې وروستو په هندوستان کې په لويه پيمانه داحتجاجي مظاهرو لړۍ پيل شوې وه، پيښه کې ککړ شپږ کسان پوليسو نيولي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG