هندوستان د خپل انتظام لاندې جمو او کشمیر کې د مطبوعاتو نوي قوانین پرځای کړي چې وايي هدف یې امن او امان یقیني کول او د جعلي خبرونو مخه نیول دي خو ناقدین وايي د نویو قوانینو دلاندې به د حکومت په تګلاره تنقید ګران شي او د مطبوعاتو ازادي به د خطر سره مخامخ شي.
د وي او ای د مطبوعاتو د ازادې څانګه په خپل رپورټ کې وايي هندوستان تېره میاشت د "میډیا پالېسي ۲۰۲۰" په عنوان په کشمېر کې مطبوعاتو په اړه تګلاره اعلان کړه چې پکې خبریالانو او مطبوعاتي ادارو ته د اجازت نامو ورکوولو، د حکومتي اشتهارانو د تقسیم او د دې فېصلې اختیارات چارواکو ته ورکړی شوي دي چې کوم خبرونه جعلي دي او کوم نه دي او دا چې کوم خبرونه اړګړی ګری راپارولی شي؟
تېرکال هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر خصوصي حېثیت ختم کړو چې په نتیجه کې یې د ځايي اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو نښتې وشوې او په سیمه کې د امنیت سخت انتظامات پرځای کړی شوو.
د وي او ای د مطبوعاتو د ازادۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د کشمېر د خصوصي حېثیت د ختمېدو په سر راپورته شوي احتجاجونو کې د زرګونو په شمېره کې کسان ونیول شوو، انټرنېټ وتړل شو او ګڼ شمېر خبریالان د جعلي خبرونو خپرولو او د خلکو راپارولو په الزام ونیول شوو.
د سیاسي چارو څیړونکی، قانون پوهه او د انساني حقونو فعال شیخ شوکت حسین حکومت دوی څو میاشتې د انټرنېټ نه محرومه ساتلي وو خو بیا یې ټو جې سروس بحال کړو خو دا هم په هفته کې یو یا دوه ځله د وسله والو سره د جګړې په بانه وتړل شي. هغه وویل د وړاندې څخه پرځای کړل شویو قدغنونو ته اوس قانوني شکل ورکول کېږي. په کشمېر کې پرځای کړی شوي مطبوعاتو د تګلارې لاندې د حکومت ډپارټمنټ اف پرېس انفارمېشن اېڼد پېلېک ریلېشنز محکمې ته اختیار ورکړی شوی دی چې د جعلي یا د هغو خبرونو په لړ کې په مطبوعاتو او خبریانو نظر وساتي چې د قامي مفادات خلاف ګڼل کیږي. دا محکمه دا هم ګوري چې کوم خبریالان د حکومت اجازت نامې لري او که نا؟ او د حکومتي اشتهاراتو د تقسیم سرپرستي هم کوي.
هغه خبریالان یا مطبوعاتي ادارې چې د حکومت د اطلاعاتو محکمه پرې د غلطو یا د راپاروونکو خبرونو الزام ولګوي اجازت نامې یې ختمېدلی شي، اشتهارونه یې بندېدلی شي او پولیس پرې مقدمې هم درج کولی شي. په سري نګر کې مېشته خبریال ګوهر ګیلاني وايي د حکومت د اطلاعاتو محکمې ته اختیارات ورکړی شوي دي چې هر په مطبوعاتو کې هر نظر غیر اخلاقي، د غدارۍ نه ډک او د قام خلاف وبلي. ښاغلي ګیلاني وي او ای ته وویل دا قانون به نه یوازې په خبریالانو نفسیاتي اثر وغورځوي بلکې خبریالان به د "سېلف سنېسرشپ" نه کار او په ځان به خپله قدغنونه لګوي.
خبریالا مسرت زهره مطبوعاتو په اړه تګلاره د رای په ازادې نیغ په نیغه حمله بولي او وايي دا د خبریالانو دپاره خبرداری دی چې ریاستي بیانیه دې مني.
په ګوهر ګیلاني او مسرت زهره الزامات لګول شوي دي چې په ورستیو ورځو کې یې په سوشل ميډیا په خپلو خبرونو په کشمېر کې د ترهګرۍ ستاینه کړې ده. دوی وايي د دغو تورو په سر دوی ته د خبریال په توګه د کار کوولو اجازت نامو نه انکار هم کېدلی شي.
د حکومت د اطلاعاتو څانګې مشر سید سحرش اصغر د حکومت دریځ معلوولو دپاره د وي او ای پوښتنو ته ځواب نه دی وېلی.
حکومت وايي مطبوعاتو په اړه د تګلارې هدف پولې د پورې غاړې نه د کشمېر امن د خرابوولو کوښښونه شنډول دي چې اشاره یې پاکستان ته ده. هندوستان وايي پاکستان د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د بېلتون خوښو ملاتړ کوي خو پاکستان دا خبره ردوي. خبریالان وايي د حکومت اجازت نامه ترلاسه کوولو دپاره د دوې کره کتنه یا بېک ګروانډ چېک کېږي. او د حکومت اشتهارات د مطبوعاتو د امدن لویه برخه وي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه تېر کال حکومت د دریو ورځپاڼو اشتهارونه بند کړي وو او د ناقدینو خیال و چې د اخبارونو خلاف دغه ګام د داسې خبرونو په سر اخیسی چې حکومت نه وو خوښ. ګوهر ګیلاني وايي د اخبارونو مدیران او مالکان به نه غواړي چې حکومت پرېشانه کړي او اشتهارونه دلاسه ورکړي او بیا به دا د صحافت په ازادۍ خراب اثر ولري. د کشمير پرېس کلب صدر شجاع الحق وايي دا خبره په ایین کې رای د بنیادي ازادۍ خلاف ده چې حکومتي مامورین به د خبریالانو خبرونه ګوري او فېصله به کوي چې کوم جعلي یا نقلي خبرونه دي او کوم نه دي.
د خبریالانو د تحفظ نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروتېکټ جرنلسټس عالیه افتخار وي او ای ته وویل چې د نوي تګلارې دلاندې حکومت ته په لاس یوه بله طریقه ورغلي ده چې په مطبوعاتو کې تنقېد او د کشمېر ولس خاموشه کړي.