لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د ګیس پایپ لاین منصوبې په سر نړیوال عدالت کې په پاکستان د ۱۸ اربه ډالرو د تاوان د دعوې کولو اشاره کړې ده


د پاکستان له لوري د ګیس پایپ لاین په منصوبه عملي کار کې د پرمختګ نه کېدو له امله ایران اشاره ورکړې ده چې پیرس کې د ثالثۍ په نړیوال عدالت کې دپاکستان پرضد د ۱۸ اربه ډالرو د تاوان یا هرجانې دعوه کولی شي.

وي او ای اردو د ایراني میډیا له خولې ویلي دي چې ایران د ګیس پایپ لاین په منصوبه د پاکستان لخوا د عمل نه کولو په سر پاکستان ته وروستی نوټس لېږلی دی.

سفارتي سرچینې ویلي چې ایران پاکستان ته اشاره کړې چې د ثالثۍ نړیوال عدالت کې یې پرضد د ۱۸ اربه ډالرو دعوه دایرولی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوچ د زیارت - پنجشنبې په ورځ د ایران لخوا پاکستان ته د لېږل شوي نوټس په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وؤ دا معامله د پټرولیم وزارت اړوند ده خو هغې واضحه کړې وه چې اسلام اباد له تهران سره سره ټولې چارې د دوستانه خبرو اترو له لارې هوارول غواړي.

په رسنیو کې که هر څو د ګیس پایپ لاین په معامله بحثونه راپورته شوي خو د پاکستان د پټرولیم وزارت تر اوسه په دې اړوند هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان اؤ ایران تر منځ د ګیس پایپ لاین تړون په کال ۲۰۱۰م کې شوی ؤ .

د خواوشا ۱۹۰۰ کلو میټره دې اوږد پایپ د خورولو مقصد د پاکستان د توانایۍ سیوا شوي ضرورتونه پوره کول دي.

ټاکل شوې ددې منصوبې نه به پاکستان تر ۲۵ؤ کالو له ۷۵ څخه نیولی تر یو ارب کیوبک فټه قدرتي ګیس روزانه ترلاسه کوي.

د تړون له مخې ټاکل شوې وه چې د ایران د جنوبي فارس د ګیس فیلډ څخه به د پاکستان بلوچستان اؤ سیند صوبو پورې د ګیس پاپپ غځولی شي خو د امریکې د بندیزونو د اندېښنو له امله پاکستان له خپل لوري په دې منصوبه کار ودرولی دی.

د تهران وینا ده چې هغوي پخپله سیمه کې د پایپ لاین غځولو لپاره د دوو اربه ډالرو سرمایه کاري کړې ده خو پاکستان په ایران د نړیوالو بندیزونو له امله خپله سیمه کط له د پايپ په غځولو لاس نه دی پورې کړی.

د څېړونکو په ونیا په موجوده وخت کې چې پاکستان د اقتصادي کړکیچونو اؤ په سیمه کې د سفارتي ستونزو سره مخ دی، د ایران لخوا نړیوال عدالت کې په پاکستان د ۱۸ اربه ډالرو د تاوان د دعوې کولو اشاره د اسلام اباد ستونزې لا پسې زیاتولی شي

څېړونکي وایي د پاکستان له لوري د سنجیده جواب نه ورکول کیدو اؤ عملي ګامونو نه اخستل کېدو له امله ایران د ثالثۍ نړیوال عدالت ته د تګ جواز لري.

په اسلام اباد کې د ایران د سرکاري خبري شبکې ارنا خبریال افضل رضا وایي ایران د ثالثۍ عالمي عدالت ته د تګ سنجیده پرېکړه کړې ده خو کتل به دا وي چې د پاکستان د پټرولیم وزارت په دې صورتحال کې څه رقم ګامونه اخلي؟

امریکا غږ سره خبرو کې هغه ویلي، د ایران له لوري لیکل شوي خط نه دا خبره په ډاګه کیږي چې داسې هیڅکله نه ده چې ګنې دواړه هیوادونه دا معامله په پټه خوله هوارول غواړي.

هغه وایي هر څو که د ایران لپاره د اقتصادي پلوه د ګیس دا پایپ لاین اوس زیات ګټور نه دی پاتې شوی خو بیا هم تهران په قانوني اؤ سیاسي بنیادونو دا پروژه سرته رسول غواړي.

ښاغلی افضل رضا زیاتوي که د قانون مطابق ایران تر ستمبر ۲۰۲۴م پورې دا معامله د ثالثۍ نړیوال عدالت ته یو نه سي نو د پاکستان خلاف به د قانوني کارروایي پېل کولو حق وبایلي.

د مې په میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وؤ چې هېواد به یې له ایران سره د ګیس پاپپ لاین غځولو له منصوبې په شا نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي وؤ "حکومت به پرېکړه کوي چې د پاکستان د ګټو لپاره څه، څه وخت او څه کوي. په دې اړه مونږ ته څوک څه نشي ویلی."

د پاکستان تېر نګران یا سرپرست حکومت په فیبرورۍ کې د ایران له پولې څخه د دغې پایپ لاین د یوې وړې برخې د جوړېدو اجازه ورکړې وه چې د پروژې د ځنډ له امله د بیلیونونو ډالرو له جرمانې څخه بچ شي.

د وزیر اعظم شهباز شریف حکومت چې په مارچ کې واک ته راغلی تر اوسه یې ددې پروژې جوړېدل نه دي پیل کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG