لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل د دفاع وزیر وايي په لبنان کې حزب الله ډله په نخښه کولو ته توجو اړوي


د لبنان په صیدا ښار کې د اسرایلي حملې وروسته د یو سوځېدلي موټر سره خلک ولاړ دي
د لبنان په صیدا ښار کې د اسرایلي حملې وروسته د یو سوځېدلي موټر سره خلک ولاړ دي

د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلانټ ویلي ځواکونه يې په ورو ورو توجو د غزه څخه د لبنان سره د اسرایل شمالي سرحد ته اړوي چېرته چې د په غزه کې د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایلي ځواکونه او د ایران په ملاتړ جنګېدونکي حزب الله قریباً هره ورځ په یو بل حملې کوي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونو او حزب یو بل سره د ډزو تبادله وکړه.

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته د امریکې صدر جوبایډن او د اسرایل وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو په ټېلې فون اسرایل ته په ورپېښو دړکو خبرې وکړې.

د دواړو هېوادونو د مشرانو د خبرو څو ګنټې مخکې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلینکن د ډزبندۍ په اړه منځني ختیځ ته خپل څلورورځنی سفر پای ته ورسوولو او واشنګټن ته راستون شو.

نېټن یاهو سره د خبرو په اړه صدر بایډن پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي، "موږ دا خبره واضح کړه چې باید د ډزبندۍ او یرغمل شویو کسانو د خلاصون معامله ختمه کړو او د قاهرې په راتلونکو مذاکراتو مو بحث وکړ چې پاتې خنډونه لرې کړو".

بایډن د اسرايل وزیراعظم ته "د ایران او د هغه د پراکسي او ملاتړو ترهګرو ډلو د ګواښونو په ضد د اسرايل د دفاع په اړه د امریکې د هڅو" په اړه هم معلومات ورکړي دي.

سپینې ماڼۍ په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې صدر بایډن ډزبندۍ ته د رسېدو "پر اړتیا ټېنګار" کړی دی. په بیان کې ویل شوي دي چې په دغو ټیلیفوني خبرو کې د امریکې د ولسمشر مرستیاله کاملا هېریس هم وه.

امریکا، مصر او قطر د اسرایل او حماس تر منځ د خبرو منځکړتوب کوي. د امریکې اکسیوس نیوز وایي ولسمشر بایډن نتنیاهو ته ویلي وو چې په خبرو کې نرمي وښيي.

دغې رسنۍ همدا راز ویلي دي چې د امریکا ولسمشر به د اسرایل لپاره د فیلاډلفي راهدارۍ د کنټرول غوښتنې ته پام کوي، دا سرحد د غزې او مصر تر منځ دی چې اسرايل له حماس ډلې نیولی دی.

اسرايل وايي حماس د وسلو د منتقلۍ لپاره له ټونلونو یا سُرنګونو کار اخلي. بایډن په اسرايل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته د اسرايل کلکه دفاع کړې او پوځي مرستې یې ورسره کړې چې د نتنیاهو په وینا هدف یې د حماس ډلې ختمول دي.

خو د امریکا او د اسرايل د مشرانو ترمنځ روابط څه ناڅه کړکیچن شوي دي، بایډن له اسرايل څخه غواړي د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د اسرايل چارواکي وايي د حماس په بریدونو کې 1,200 کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. د اسرايل په غچ اخیستونکو بریدونو کې بیا تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا چارواکو په وینا 40,223 کسان وژل شوي، خو د ولسي خلکو او وسلوالو شمېر یې جلا نه دی ښودلی.

حماس ډلې د اکتوبر پر یوولسمه 250 کسان یرغمل هم نیولي وو چې لا یې هم 105 تنه په غزې کې ساتل کېږي، د اسرايل پوځ وايي 34 یرغمل مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.

په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې لبنان سره د اسرایل په شمالي سرحد هم تاوتریخوالی زیات شوی او حزب الله او اسرایلي ځواکونه قریباً هره ورځ په یو بل حملې کوي.

اسرایل وویل تېره شپه يې د شام سرحد سره نږدو د حزب الله د وسلې په ګودام يې حمله وکړه چې د لبنان د صحت وزارت وویل د اسرایل په حمله کې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او د ماشومانو په شمول په کې ۳۰ کسان زخمیان شول.

د دې په جواب کې حزب الله د ګولان یا جولان په غونډیو کې د اسرایل یو پوځي مرکز په نخښه کړو. اسرایلي پوځ وویل د پوځي مرکز سره نږدې په یو کلي کې دوو کورونو ته نقصان ورسېدلو او یو تن زخمي شو. د جولان غونډۍ اسرایل د شام نه نیولي دي. د اسرایلي پوځ یو چارواکي وویل په ملکي خلکو حملې به بغېر د جوابه نه پرېږدي.

په بله حمله کې د سرکاري مطبوعاتو او په لبنان کې د فلسطینيي چارواکو په قول د لبنان په ساحلي ښار ٌصیدا کې د اسرایل په فضايي حمله کې د فلسطیني ډلې فتح د عسکري څانګې د یو لوړ رتبه چارواکي ورور د شورو، چهارشنبې، په ورځ ووژل شو. د فتح یو چارواکي ویلي د وژنې بدل به اخلي.

په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې په لبنان کې د ۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي چې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکي کسان په کې شامل دي. په اسرایل کې ۲۳ عسکر او ۲۶ ملکي کسان وژل شوي دي.

ګېلانټ د نهې، سه شنبې، په ورځ لبنان سره د اسرایل د سرحد دوره وکړه او په سیمه کې ګمارل شویو عسکرو ته يې وویل چې په غزه کې يې عملیات کم کړي او په ورو ورو توجو په لبنان کې د حزب وسله والو ته اړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG