لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د سکول په شمول په غزه کې اسرایلي بمبارۍ ۳۴ کسان وژلي


سکول د کډوالو په النصیرت کېمپ کې د شورو، چهارشنبې، په ماسپښین د بمبارۍ په مهال ولګېدو چې له امله يې ۱۴ کسان ووژل شوو او ۱۸ زخمیان شول
سکول د کډوالو په النصیرت کېمپ کې د شورو، چهارشنبې، په ماسپښین د بمبارۍ په مهال ولګېدو چې له امله يې ۱۴ کسان ووژل شوو او ۱۸ زخمیان شول

په غزه کې د اسرایلي ځواکونو په بمبارۍ کې ۳۴ کسان وژل شوي او چارواکو ویلي بمبارۍ کې دوه کورونه او د ملګرو ملتونو هغه سکول هم لګېدلی چې بې کوره شویو فلسطینیانو په کې پناه اخېستې وه. وېل کېږي په وژل شویو کسانو کې ۱۹ ښځې او ماشومان شامل دي.

سکول د کډوالو په النصیرت کېمپ کې د شورو، چهارشنبې، په ماسپښین د بمبارۍ په مهال ولګېدو چې له امله يې ۱۴ کسان ووژل شوو او ۱۸ زخمیان شول.

اسرایلي پوځ وویل هدف یې د حماس وسله وال وو چې د سکول دننه څخه یې د حملو منصوبه سازي کوله.

په سکول کې په وژل شویو کسانو کې د فلسطیني کډوالو د مرستې دپاره د متحده قومونو د څانګې یواېن ار ډبلیو ای، د عملې شپږ غړي هم شامل دي. یواېن ار ډبلیو ای هم د سکول د چلولو انتظام کوي.

یواېن ار ډبلیو ای په اېکس د وژنو په اړه وویل دا په یوه پېښه کې د عملي د وژل کېدو تر ټولو لویه شمېره ده. ادارې وویل پکار ده چې سکولونه او ملکي بنیادي سهولتونه هر وخت محفوظ وساتل شي. "دا نخښې نه دي."

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په سکول د بمبارۍ غندنه وکړه او په اېګس يې وویل په غزه کې چې څه دوام لري د قبلولو وړ نه دي. "پکار ده چې د نړیوال قانون دا ډرامايي خلاف ورزۍ ودرول شي."

په غزه کې د اسرایل او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس جنګ د شروع کېدو راهسې د یواېن ار ډبلیو د عملې ۲۲۰ غړي وژل شوي دي.

د یو اېن ار ډبلیو مشر فلېپ لزاریني هم په پېښه د خفګان اظهار وکړو.

په لسګونو رزګونه فلسطینیان چې د اسرایل د پوځي عملیاتو او محفوظ ځایونو ته د تګ د اسرایل د هدایاتو له امله بې کوره شوي دي په غزه کې په سکولونو کې ژوند کوي. د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسرایلي بمبارۍ کې لګېدلی الجوني سکول هم د هغو سکولونو څخه دی چې بې کوره فلسطینیان په کې اوسېږي او د دې نه مخکې هم په بمبارۍ کې لګېدلی دی.

اسرایلي ځواکونه وخت په وخت په سکولونو بمباري کوي او وايي حماس دغه سکولونه استعمالوي. اسرایل حماس د ملکي خلکو د جان او مال د نقصان ذمه وار بلي، وايي د حماس وسله وال د رهایشي علاقو څخه فعالیتونه کوي. حماس دا خبره ردوي.

د یونېسېلف او سېو دي چېلډرن نومې امدادي ادارې اتحاد چې اېجوکېشن کلسټر نومېږي، د جولای په میاشت کې په یوه سروی کې يې وویل د غزه د ۹۰ فیصد نه زیاتو سکولونو ته جزوي او یا شدید نقصان رسېدلی دی او د نیمایي زیات هغه سکولونه چې بې کوره خلکو په کې پناه اخېستې په بمبارۍ کې لګېدلي دي.

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په بله حمله کې د غزه د خان یونس ښار سره نږدې یو کور په بمبارۍ کې

ولګېدو چې له امله یې ۱۱ کسان ووژل شوو. په وژل شویو کسانو کې شپږ روڼه او خوېندې هم شاملې وې.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې عملیات شروع کړل چې د غزه د صحت وزارت وايي تراوسه په کې د ۴۱۰۰۰ نه زیات کسان، زیاتره ښځې او ماشومان، وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په زرګونو وسله وال هم وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG