لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې د اسرایل په هوايي بریدونو کې په لسګونو فلسطینیان وژل شوي دي


د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې د جبالیه د کډوالو په کمپ کې د اسرایلو په هوايي برید کې د شنبې په ورځ په لسګونو ملکي وګړي وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.

ژوندي پاتې شوي ژوبل تن احمد رضوان ایسوسي اېټېډ پرېس ته د ټېلېفون له لارې د فخورا کمپ پر ښوونځي د اسرایل د برید په اړه وویل "صحنې وېروونکې وې. د ښځو او ماشومانو جسدونه پر ځمکه پراته وو. نورو د مرستې لپاره چیغې وهلې."

د سیمه ایز روغتون څخه د ای پي عکسونه ښیې چې له ۲۰ څخه ډیر جسدونه په وینو کې لت پت پراته دي د یو انی ار ډبلیو ای کمشنر جنرال فیلیپ لازاریني د شنبې په سهار په ټولنیزه رسنۍ ایکس پوسټ کړی دی چې"دا بریدونه عادي نشي کیدلی، دا باید ودرول شي. یو بشري اوربند ته نور انتظار نشي کیدای"

د اسرایل پوځ، چې د جبالیه اوسیدونکو او نورو ته یې په عربي کې د ټولنیزو رسنیو له لارې سیمې نه د وتلو خبرداری ورکړی و، یوازې دومره ویلي چې د دوی ځواکونه د جبالیه په سیمه کې"د ترهګرو د ځپلو په هدف" فعال دي اؤ د ملکي خلکو د زیانونو کمولو هڅه کوي.

د غزې په سویل کې د شنبې په ورځ د اسرایلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان ووژل شول، روغتیایي چارواکي وایي چې اسرایل د حماس پر ضد خپل بریدونه پراخوي.
روغتیایی چارواکو وویل، د شنبې په سهار، په خان یونس کې پر دوو اپارتمانونو باندې هوایی بریدونو کې ۲۶ فلسطینیان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

روغتیايي چارواکو وویل، شپږ تنه نور هغه مهال ووژل شول چې څو کیلومتره شمال ته د دیر البله په ښارګوټي کې پر یوه کور بمباري وشوه.ډاکټرانو او عیني شاهدانو ویلي چې پنځلس فلسطینیان د شنبې په ماسپښین د خان یونس په لویدیځ کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره یوه پناه ځای ته نزدې په یوه کور کې مړه شول.

اسرایل د جمعې په ورځ په جنوبي ښار خان یونس کې فلسطینیانو ته سېمې نه د وتلو نوی خبرداری ورکړی چې دا د غزې د تړانګې په هغو سیمو کې د حماس پر ضد د جګړې احتمالي پراختیا په ګوته کوي چرته چې اسرایلي چارواکو دمخه خلکو ته ویلي و چې پاتې کیدل یې خوندي دي.

د اسرایلو د وزیراعظم نیتن یاهو یوه همکار مارک ریګیف MSNBC ته وویل "موږ له خلکو څخه غوښتنه کوو چې ځانونه وباسي" "زه پوهیږم چې دا په دې وي کې د ډيرو لپاره اسانه نه ده، خو موږ نه غواړو چې ملکي وګړي په ډزو کې راګېر ووینو" د شنبې په ورځ، ناروغان، کارکونکي او بې ځایه شوي خلک د شمالي غزې شفا روغتون نه چې د ښار ترټولو لوی طبي مرکز دی، ویستل شوي.

خبري شبکې ای پي راپور ورکړی چې یوه عیني شاهد ورته د ویرې او ګډوډۍ په حالت کې د راوتلو خپل هغه خال بیان کړی کله چې اسرایلي ځواکونو د د وتونکو کسانو په منځ کې د نارینه ؤ مخونه د پېزندګلو په غرض کتل.

محمود ابو عوف د تلیفون له لارې ای پي ته وویل:"موږ د ټوپک په شپېلیو کې را ووتلو" "ټانکونه او نښه ویشتونکي دننه او بهر هر ځای پځای وو" هغه وویل ده لیدلي چې اسراییلي ځواکونو درې تنه بندیان کړي دي.

د اسرایل پوځ په شفاء روغتون کې د وسله والې ډلې حماس د قوماندې د مرکز په لټه کې دی اؤ دعوه کوي چې ددې هسپتال د ودانۍ دننه حماس په ځمکه کې دخپلې قوماندې مرکز لري.

خو دحماس مشرانو اؤ د روغتون مامورینو دا دعوې رد کړې دي.

شفا روغتون کې د تېلو،درملو اؤ خوراک کمی:

د فلسطین د روغتیا وزیر مای الکیلا ویلي چې په شفاء روغتون کې شاوخوا ۱۲۵ دجګړې زخمیان یا ناروغان او همدارنګه ۳۴ نوي زیږیدلي ماشومان او لږ شمیر ډاکټران او نرسان پاتې دي.هغې په لودیځه غاړه کې یو مطبوعاتې کانفرنس ته ویلي شفا "اوس پرته له تېلو پرته، پرته له خوړو، پرته له درملو، پرته له اوبو دی اؤ په دې مانا دي چې دوي ناروغان وژل غواړي "

د اسرایل پوځ ویلي چې دوی د روغتون د رییس غوښتنه ومنله چې د رضاکارانه ایستلو سره مرسته وکړي اؤ ډاکټران کولی شي چې د هغو ناروغانو پاملرنې لپاره پاتې شي چې د وتلو توان نه لري.

اسرایلي پوځ وایي روغتون ته یې له شپږو زرو لیټرو څخه ډیر اوبه او ۲۳۰۰ کیلوګرامه خواړه لیږدولي دي.

انټرنېټ اؤ ټليفوني خدمتونه بېرته پرانستل شول:

د فلسطین د مخابراتي شرکت پیلټل وویل چې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د انټرنیټ او تلیفون خدمات بیرته فعال شول.

په غزه کې فلسطیني چارواکي وايي چې د اکتوبر په اوومه د اسرایل په جنوبي سیمو د حماس لخوا د شوي هغه برید په جواب کې چې تر ۱۲۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي، د اسرایلي ځواکونو په کارروایو کې تر دې مهاله تر ۱۲۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې شاوخوا ۵۰۰۰ پکې ماشومان دي – وسله واله ډله حماس د امریکا،برتانیې، اروپايي ټولنې او نورو له خوا د تروریستي تنظیم په توګه نومول شوې ده.

(د دې رپورټ لپاره ځینې معلومات د ایسوسي ایټیډ پریس، رویټرز او آژانس فرانس پریس څخه اخستل شوي)

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

غزه کې د اسرائیل په بمبارۍ کې فلسطیني صحافیان وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG