لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جيمز ډوبنز :اسلام اباد افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره مرسته کوي


دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز وئيلي دي چې که هر څو
دپاکستان خپلې داخلي امنيتي ستونزې دافغانستان څخه سختې دي خو اسلام اباد نړيوالې ورورولۍ سره په افغانستان کې امن راوستلو لپاره مرسته کوي
هغه وائي په پارليمان کې واضحه اکثريت لرونکى دپاکستان نوى حکومت دافغان امن عمل دپرمختيا لپاره هم موقع پيدا کوي.
دسينيټ اوريدنې ته پخپله وينا کې جيمز ډوبنز دا هم وئيلي دي چې د٢٠١٤ وروستو افغانستان کې دخپلو ځينو پوځيانو ساتلو لپاره به امريکا افغانستان سره يو تړون ته ورسيږي، د ٢٠١٤م وروستو به افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه اوځي.
هغه وويل” افغانستان کې دخپلې موجودگۍ په اړه دتړون پرته به مونږ هلته نۀ پاتې کيږو، خو مونږ باور نۀ کوؤ چې ددې مذاکراتو امکاني نتيجه به دغسې را اوځي“
سفير ډوبنز منلې ده چې پاکستان اوس اوس په افغانستان کې دامن عمل په پرمخ وړلو کې مددگار جوړ شوى دى اؤ هيله يې څرگنده کړې چې دغه مرسته به نوره هم سيوا شي.
دسينيټ دخارجه چارو کميټې ته هغه وويل چې ” په پارليمنټ کې واضحه اکثريت لرونکي حکومت دځان سره يوه موقع لري“
له دې وړاندې دکميټۍ چئيرمين سينيټر رابرټ مينډيز هغه څخه پوښتنه کړې وه، دا خبره دې په ډاگه کړي چې ايا د٢٠١٤م وروستو امريکا اؤ پاکستان (دمذاکراتو) دعمل پرمخ وړلو کې په شريکه کار کولى شي.
امريکائي استازي وويل که هر څو دپاکستان خپلې داخلي امنيتي ستونزې دافغانستان څخه سختې دي اسلام اباد نړيوالې ورورولۍ سره په افغانستان کې امن راوستلو لپاره مرسته کوي.
ډوبنز وويل په پاکستان کې ترهه گريزې حملې اوس اوس سيوا شوي اؤ په دغو حملو کې دافغانستان په مقابله کې زيات اولسي وگړي وژل شوي دي.
هغه وويل ددې له امله پاکستان مجبور شوى چې دترهه گرو په ضد مهمې پوځي کارروايۍ ترسره کړي اؤ امريکا ددغو هڅو مرسته کوي.
هغه وويل دبدقسمتۍ نه دغه کارروايۍ دهاغو ترهه گرو په ضد نۀ کيږي ، څوک چې په افغانستان کې فعاليتونه کوي، بلکې دهاغو تندلارو په ضد چې پاکستان کې هلې ځلې کوي.
دپاکستاني اؤ افغاني طالبانو په ضد دجگړې کولو په ضرورت دزور راوړلو په مهال ښاغلي ډوبنز وويل دغه دواړه ډلې ديو بل سره دنزدې څخه په شريکه کار کوي اؤ په دواړو هيوادونو کې بې گناه اولسي وگړي وژني.
همدغه شان دپاکستان دننه ترهه گر په افغانستان کې دفعاليت کوونکو ترهه گرو سره نزدې اړيکې لري اؤ مونږ دافغان حکومت څخه پرله پسې ددغو ترهه گرو په ضد هم دکارروايۍ غوښتنه کوؤ.
هغه وويل چې خارجه وزير جان کيري به په نزدې وخت کې دپاکستان دوره وکړي اؤ په پاکستان کې به دنوؤ پاکستاني مشرانو سره په دغو معاملو نيغ په نيغه خبرې وکړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG