لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان خضدار د بمي چاودنې دوه نور ټپيان مړه شوي


مولانا محمد صديق مېنګل د خضدار پريس کلب صدر او د جميعت علما اسلام ف صوبايي نايب امير عهده هم لرله۔
مولانا محمد صديق مېنګل د خضدار پريس کلب صدر او د جميعت علما اسلام ف صوبايي نايب امير عهده هم لرله۔

حفيظ الله ستوری شيراني

د خضدار پريس کلب د مشر خبريال محمد صديق په ګډون د وژل شوو شمېر درېو تنو ته رسېدلی چې تېره ورځ په بمي چاودنه کې په نخښه شوي وو. ټپي شوي پينځه تنه لا تر درملنه لاندې دي۔
د پېښې مقدمه لا هم نده درج شوې او نه کوم چا تر اوسه زمه واري منلې ده۔
په بلوچستان کې د وژل شوو خبريالانو شمېر تر 45 اوښتی۔ د وژنې وړاندې خبريال مولانا محمد صديق ويلي وو
"که حالات هم داسې حالات وو، نو موږ به نور په خطر کې يو، زموږ ژوند به په خطر کې وي"۔
همکاران يې وايي دا ويره يې روښتونې شوه او ووژل شو۔ محمد صديق د مطبوعاتو د ازادۍ په نړيواله ورځ دريم مې د خضدار ښار چمروک څلور لارې د هغه پر موټر لګول شوي يوه چسپکي بم چاودنه کې وژل شوی۔
د پوليس په وينا پېښه په سي سي ټي وي کيمره کې ثبت شوې۔
د پوليس په وينا پېښه هغه وخت شوې کله چې مولانا محمد صديق مېنګل په خضدار انجينېرنګ پوهنتون کې د جمې د لمانځه د امامت کولو لپاره روان وو۔
مولانا محمد صديق مېنګل د خضدار پريس کلب صدر او د جميعت علما اسلام ف صوبايي نايب امير عهده هم لرله۔
د بلوچستان د خبريالانو تنظيم"بي،يو،جې" مشر خليل احمد د پېښې په اړه وايي
"دا زموږ لپاره يو پېغام دی چې تاسو چې د حق کومه خبره کوئ دا پريږدئ ګنې انجام به مو د محمد صديق مېنګل په رنګه وي"۔
د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضيا لانګو د پېښې رپورټ طلب کړی او ويلي يې دي چې د بې ګناه خلکو په وژنه کې ککړ ترهګر به معاف نه کړي. د هغه په ټکو، "د رسنۍ د ازادۍ په ورځ د محمد صديق وژنه خبريالي تر مرۍ د نيولو په څېر ده"۔
د پېښې زمه واري د رپورټ د جوړولو تر وخته کوم چا نده منلې۔
مولانا محمد صديق له تيرو درېو لسيزو خبريالي کوله او په اوسني وخت کې هغه د کوټې ”باخبر“ نومي اخبار سره له خضداره کار کاوه۔
نهه مياشتې وړاندې پر يولسم اګست 2023 په خضدار کې هم د جمعې په ورځ پر محمد صديق لومړۍ وسلوال بريد شوی و چې هغه پکې بچ پاتې شوی و. د هغې پېښې پر ضد او د ژوند د خونديتوب په موخه محمد صديق په خپله او د بلوچستان د خبريالانو تنظيم بي يو جې د کوټې د پريس کلب ومخې ته احتجاج وکړ، او ويې ويل
" زه دا فکر کوم چې زما خو نه له چا سره کومه شخصي شخره يا دوښمني شته، نه زه داسې کس يم، بس هم دا څه کيدايشي چې زما د خبريالۍ دنده د چا نه خوښيږي يا ښيي د چا له طبعيب او خوښۍ پرته کومه خبره چليدلی وي، يا موږ کومه يو پېښه په رپورټ کې راپورته کړې، او هغه د چا نه وي خوښه شوې او زموږ پر خله او قلم بنديز لګول غواړي بس هم دغه به وي بل څه خو نشته"۔
د بلوچستان د خبريالانو د تنظيم مشران وايي په بلوچستان کې د روانې نا امنۍ او جنګي حالاتو له وجې و خبريالانو ته د رياستي ادارو، بلوڅ بېلتون غوښتونکو او مزهبي تندروه ډلو له خوا ګواښونه کېږي. د دوی په خبره چې په تيرو دوو لسيزو کې تر 45 زيات خبريالان وژل شوي دي، يوازې په خضدار ښار کې د محمد صديق مينګل په ګډون نهه خبريالانو وژل شوي دي۔
د خضدار پريس کلب جنرل سېکريټري محمد اقبال ډيوه ته وويل "څوک مو د رياست د ملګرتيا او څوک مو بيا د بلوچستان او بلوڅ قومپرستۍ د ملګرتيا په تور وژني، موږ ته نده معلومه چې موږ و چا ته څه ووايو چې زموږ قاتل څوک دی"۔
د بشري حقونو لپاره کار کونکي پاکستاني تنظيم ايچ ار سي پي د محمد صديق د قاتلانو د نيولو او په بلوچستان کې دخبريالانو د وژنې د پېښو مخ نيوي او تحفظ لپاره د قانون جوړولو غوښتنه کړې۔

د ايچ ار سي پي په بيان کې ويل شوي چې د مرګ له ويرې له خضدار څخه ډيری خبريالان مهاجر شوي دي۔

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG