لاس رسیدونکی لینک

 
نوښار:حقانیه مدرسه کې ځانمرګي برید شوی،د مولانا حامد الحق په ګډون څلور تنه وژل شوي، ۲۰ ژوبل
تازه خبر

نوښار:حقانیه مدرسه کې ځانمرګي برید شوی،د مولانا حامد الحق په ګډون څلور تنه وژل شوي، ۲۰ ژوبل


مولانا حامد الحق
مولانا حامد الحق

د نوښار په اکوړي سیمه کې د خېبر پښتونخوا تر ټولو ستره دیني مدرسه درالعلوم حقانیه کې ځانمرګي برید شوی چې پکې ددغه مدرسې د مشر مولانا حامد الحق او د جمعیت علما اسلام (س) په ګډون څلور تنه وژل شوي اؤ ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وایي دا ځانمرګي برید د مدرسې په جومات کې د جمعې د نمونځ په مهال شوی چې ښیي هدف یې مولانا حامد الحق ؤ.

پاکستاني رسنۍ جیو نیوز سره خبرو کې د خېبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالقفار حمید ویلي په سمدستي توګه ورته د څلورو کسانو د وژل کېدو اطلاع ترلاسه شوې اؤ دولس ،یا دیارلس کسان نور ژوبل شوي هم دي.

د پښتونخوا د پولیسو مشر وویل په پېښه کې مولانا حامد الحق سخت ژوبل شوی چې حالت یې ښه نه دی خو د آي جي ذوالفقار حمید له خبرو لږه شېبه وروسته پاکستاني رسنیو وویل چې حامد الحق هم په دې برید کې وژل شوی دی.

د نوښار ډپټي کمشنر عرفان الله مسید چاودنه کې د مولانا حامد الحق په ګډون د پینځوؤ کسانو د وژنې پخلی کړی دی.

دارالعلوم حقانیه
دارالعلوم حقانیه

په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ بیلابیلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې د جومات دننه په وینو لړي انساني اندامونه خواره واره پراته دي اؤ مولانا حامد الحق په ځمکه بې هوشه پروت دی.

مولانا حامد الحق د مولانا سیمع الحق مشر زوي و چې د پاکستان د مرکزي پارلیمان غړی هم پاتې شوی دی اؤ د خپل پلار د مړینې راپدیخوا د خپل ګوند جمعیت علماء اسلام (س) مشري پغاړه لرله.

د مولانا حامد الحق د زوي ثاني حقاني له خولې بیلابیلو پاکستاني ټي وي چینلو ویلي چې د چاودنې په وخت جومات کې په سوونو نمونځ کوونکي موجود وؤ.

ثاني حقاني ویلي چې په سمدستي توګه د پینځوؤ کسانو د مړینې اطلاعات ورته ترلاسه شوي دي اؤ په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د نوښار د پولیسو مشر یا ډي پي او عبدالرشید ددې چاودنې پخلی کړی اؤ وایي پولیس اؤ مرستندویه ډلې د پېښې ځاي ته روانې شوې دي.

د نوښار ډي پي او عبدالرشید هم په سمدستي توګه چاودنه کې د څلورو کسانو د مړینې پخلی کړی اؤ وایي ګڼ شمیر نور کسان ژوبل شوي هم دي.

برید کې اوښتې مرګ ژوبله

د نوښار د قاضي میډيکل کمپلیکس ویاند ویلي چې دغه روغتون ته ۲۰ ټپيان ور وړل شوي دي.

د سیمې د یو ځایي خبریال مشتاق پراچه له مخې د چاودنې په مهال د سوونو په شمیر نمونځ ګزار په جومات کې موجود وؤ اؤ د هغوي له جملې نه ګڼ شمیر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو لا د مرګ ژوبلې کره شمیره نه معلومیږي.

مشتاق پراچه ویلي چې دا چاودنه په جومات کې هغه مهال شوی کله چې د جمعې نمونځ وشو اؤ خلکو دعا کوله.

دولتي مرستندویه ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ ویلي چې ایمبولنسونه اؤ مرستندویه فعالان یې د حقانیه مدرسې په لوري روان کړي ديږ

ژوبل کسان د نوښار اؤ پېښور هسپتالونو ته رسول شوي اؤ د پېښور کمشنر د پېښور په ټولو سترو هسپتالونو کې بیړنی وضعیت پځای کړی دی.

د پاکستان ګڼ شمیر حکومتي اؤ سیاستي مشرانو چاودنه کې په اوښتې مرګ ژوبله خفګان ښکاره کړی اؤ د قربانیو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

وزیراعظم شهباز شریف حقانیه مدرسه کې د شوې چاودنې په سختو ټکو غندنه کړې اؤ د چارواکو نه یې د پېښې په اړوند رپورټ غوښتی دی.

ځانمرګي برید ته غبرګونونه

شهباز شریف خپل یو تعزیتي پېغام کې د مړو شوؤ کسانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې اؤ د ژوبلو د روغې څټې دعا یې کړې ده.

هغه ویلي چې د ترهګرو داسې بزدلانه بریدونه د ترهګرۍ په ضد د حکومت، پوځ اؤ ولس هوډ نه شي کمزوری کولی اؤ ملک نه به په بشپړ ډول د ترهګرۍ نوغی ویستل کیږي.

د خېبر پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور ددې برید په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ په اوښتې مرګ ژوبله یې خواشیني ښودلې ده.

وزیر اعلا د نوښار اؤ پېښور هسپتالونو کې د بیړني وضعیت پځای کولو حکم هم کړی دی.

همدا شان د پښتونخوا صوبې ګورن فیصل کریم کنډي هم په چاودنه خپله ژوره خواشیني ښودلې اؤ د جومات دننه برید یې یو بزدلانه اؤ ناوړه عمل بللی دی.

مولانا سمیع الحق
مولانا سمیع الحق

ګورنر د خپلې خواخوږۍ په بیان کې کې ویلي دي چې حقانیه مدرسه کې چاودنه د اسلام اؤ پاکستان د دښمنانو سازس دی.

برید کې د چا لاس کېدای شي؟

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې نزدې وختونو کې په پاکستان کې څومره ځانمرګي بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان یا وسله والې ډلې داعش پغاړه اخستې ده.

د تحریک طالبان پاکستان اؤ د افغان طالبانو زیاتره مشرانو خپلې دیني زده کړې د اکوړي په حقانیه مدرسه کې کړې دي اؤ ددغه مدرسې پخواني مشر مولانا سمیع الحق به اکثره طالبان خپل روحاني اولاد بللو .

د جمعیت علماء اسلام (س) ډلې مشر اؤ حقانیه مدرسې مهتمم مولانا سیمع الحق، د حامد الحق پلار، په کال ۲۰۱۹م کې په دویم نومبر دپینډۍ په بحریه ټاؤن کې دخپل کور دننه په جړو وهل شوی اؤ وژل شوی ؤ.

وروسته د هغه د وژنې په تور پولیسو د هغه سکتر احمد شاه نیولی ؤ.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG