لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز خټک:طالبانو سره خبرې دوفاق ذمه واري ده


File Photo
File Photo
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي چې اسلام اباد کې په ٨م ستمبر دترسره شوي ټول گونديز کانفرنس دتجويزونو په رڼا کې طالبانو سره خبرې اترې شروع کول د وفاقي حکومت ذمه واري ده.
داپوزيشن دمشر سردار مهتاب احمدخان عباسي سره دصوبائي اسمبلۍ سيکرټريټ کې دليدنې وروستو خبريالانو سره خبرو کې وزيراعلي خټک وئيلي دي چې” سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره به زمونږ صوبائي ائتلافي حکومت طالبانو سره دمذاکراتو دشروع کولو لپاره دمرکز ملاتړ کوي“
وزيراعلي وويل اى پي سي مرکز ته دطالبانو سره دخبرو اترو پيل کولو اؤ صوبائي حکومت ته ددغو خبرو دملاتړ کولو مکمل اختيار ورکړى اؤ زياته يې کړه چې دخبرو اترو په معامله ټول گوندونه متفق وؤ.
بلخوا دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي چې ميا محمد نواز شريف هيواد کې دترهه گرۍ دخاتمې لپاره ښه اغاز کړى اؤ ورته يې مبارکي وئيلې ده.
دال پارټيز کانفرنس وروستو يو ټي وي چينل سره مرکه کې عمران خان وئيلي دي وفاقي حکومت طالبانو سره دمذاکراتو ذمه واري پخپله اخستې اؤ که ورته دهغوي دمرستې ضرورت پيښ شي نو کوي به يې.
هغه وويل دمذاکراتو پرته بله لاره نشته ، خو طالبانو سره مذاکراتو لپاره ضروري ده چې اوربند پځايې شي.
هغه وويل چې دجنرال اشفاق پرويز کياني دملازمت په موده کې پراختيا نۀ دي راوستل پکار ، ددې سره به اداره کمزورې شي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG