د خېبر پښتونخوا د مختلفو سيمو کې چې کوم سنگ مرمر راوځي ماهرین وايي د خپل ښائست په وجه د پاکستان په ګوټ ګوټ کې پېژندل کېږي.
ماربل په ښکلي شکل کې د پرېکولو او او جوړولو دپاره په صوبه کې ۲۵۰۰ پورې کارخانې موجود دي، خو کاروباریان وايي د حکومت لخوا دې صنعت ته توجه د نه ورکړی کېدو له امله د دوی کاروبار د زيان سره مخامخ دی.
د قبایلي ضلعو په شمول په خېبرپښتونخوا کې د عالمي معيار گرینائٹ او د سنگ مرمرو زیارت وایټ، زیارت گری، سني وایټ، زیبرا، ریډ اینډ وایټ او ١۴ نور قيمتي قسمونه وجود لري.
د ماربلو د سوداګرانو د اتحاديي مشر همت شاه وايس اف امريکا ډيوه ته وويل د کارخانه دارو سره د جديد سهولتونو د کمي له امله زيات ماربل د غرونو نه د راويستو په وخت ضائع شي.
د پېښور پير بالا ماربل انډسټريل اسټيت چې پکې څه د پاسه ۳۰۰ کارخانې دي، په هغې کې د يو فېکټرۍ مالک ساجد خان ډيوه ته وويل په هېواد کې د نورو صنعتونو په شان حکومت د دوی نه هم درانه درانه ټيکسونه اخلي خو د دوی په صنعت نه مصرفېږي.
دماربلو د خراش تراش مشينان په مستقل ډول بجلۍ ته اړتیا لري خو په هېواد کې د بجلۍ د کمي او کمزوري ټرانسميشن له امله د پېښور د ماربلو د صنعت په مرکز کې زياتره وختونو کې کارخانې بندې وي.
د خېبر پښتونخوا د معدنياتو د محکمې ډائريکټر جنرل منتظر خان وي او ای ډيوه ته وويل د معدنياتو په قانون کې به ترميم کوي چې ترمخه به یې بهرنې سوداګر هم په خېبر پښتونخوا کې د ماربلوکاروبار کې سرمايه کارې کولې شي.
منتظرخان وویل چې په خېبرپښتونخوا کې ماربل او نور معدنیات زیاتره په لاس او یا د چاودېدونکو موادو د استعمال دلارې راویستل کېږي. هغه وویل د چاودیدونکو موادو په استعمال ٧٠ فیصد سنگ مرمر تباه شي نو ددې نقصان مخه نیولو دپاره د حکومت کوښښ دی چې په دې مد کې دې د نوي ټېکنالوجۍ استعمال او د بهر څخه سرمایه کاري وشي.
د خېبر پښتونخوا ضلع مردان، بونېر، نوښار او د قبايلي ضلعو د غرنو نه ماربل په زيات مقدار کې روستلې شي خو د نړيوال مارکيټ مطابق د ماربل کټايي نه کېدو په وجه پاکستانې ماربل په عالمې منډې کې ځاۍ نه دې پېدا کړی.