د خېبر پښتونخوا صوبایي اسمبلۍ په ګډ ډول یو قرارداد منظور کړی چې پکې غوښتنه شوې د ملک ټولې ریاستي ادارې باید د ایین په چوکات یا درشل کې دننه خپل رول ولوبوي.
د جمعې په ورځ د اسپیکر بابر سلیم سواتي په مشرۍ راجوړې شوې د صوبایي اسمبلۍ غونډې ته دا قرارداد د پاکستان پيپلز ګوند پارلیماني مشر احمد کنډي وړاندې کړی و چې په ګډ ډول منظور کړی شو.
د قرارداد په متن کې ویل شوي د پاکستان د جوړښت نه تر نن ورځې خلک په دې هیواد کې د رایې څرګندولو له حقه محروم دي.
قرارداد کې ویل شوي چې اییني ادارې باید د خلکو سر و مال، د جمهوري اؤ د رایې د اظهار ازادۍ ته د زیان رسولو یا د هغې د مخې نیولو نه ډډه وکړي.
د اسمبلۍ نه په منظور شوي قرارداد کې د کومې ځانګړې ریاستي ادارې نوم نه دی اخستل شوی خو په دې وروستیو کې د پاکستان په طاقتور پوځ د نیوکو لړۍ چټک شوې چې د بیان د ازادۍ مخې ته خنډان راولاړوي اؤ څوک چې دخپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو په مرموز ډول یې یا هم وژني اؤ یا یې په جبري توګه بې درکه کوي.
خو پوځ وخت په وخت داسې ټول تورونه رد کړي دي اؤ وایي په سیاست اؤ جبري بې درکیو کې لاس نه لري.
په ۱۴م اګست د ازادۍ د ورځې د پوځي سلامۍ دستورې ته د پوځ مشر جنرال عاصم منیر خپله وینا کې ویلي وؤ ،په ځمکه د فساد خوروونکو طاغوتي قونونو مخې ته د پاکستان پوځونه اؤ ټولې قانون په ځای کوونکې ادارې ولاړې دي .
جنرال منیر ویلي وؤ، د پښتونخوا ولس د خپل پوځ اؤ قانون په ځای کوونکو ادارو سره اوږه په اوږه لکه د فولادو د غر ولاړ دی چې په دې ټول قام د پښتونخوا د ولس احسانمن دی.
د صوبایي اسمبلۍ نه په منظور شوي قرارداد کې ټینګار شوی چې د ملک ایین د ملک وګړو ته کوم جمهوري اؤ د رایې څرګندولو حقونه ورکړي باید د ایین په هغو مادو عمل وکړل شي تر څو هیواد د پرمختیا پړاونه سر کړل شي.
په قرارداد کې د بابړې د تاریخي پېښې یادونه هم شوې ده اؤ ویل شوي چې د برصغیر مسلمانانو د پاکستان تر لاسه کولو لپاره د خپلو سرونو قربانۍ ورکړې دي اؤ په دې لړ کې بیا په ځانګړې توګه پښتنو بې کچه سختې اؤ تکلیفونه زغملي دي.
د قرارداد له مخې د پښتنو د تکلیفونو لړ کې په ۱۲م اګست کال ۲۰۴۸ مې د بابړې رامنځته شوې زړه بوګنوونکې پېښه تر ټولو سر کې ده چې د غندنې وړ وه اؤ وړ ده.
۷۶ کاله مخکې په ۱۲م اګست، کال ۱۹۴۸ کې د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې په بابړه کلي کې خدایي خدمتګارو د باچا خان د ګرفتارۍ خلاف احتجاجي مظاهره کوله چې د هغه وخت پولیسو او نورو ځواکونو پرې ډزې کړې وې.
د عوامي نیشنل ګوند د دعوې تر مخه په دغه پېښه کې د ۶۰۰ نه زیات خدایي خدمتګار وژل شوي وو.
څیړونکي وایي کال ۱۹۷۲م کې د هاغه وخت د پښتونخوا صوبې ګورنر ارباب سکندرخان خلیل پیښور هایکورټ کې د بابړې د پېښې د پلټڼو د پاره درخواست جمع کړی و خو هایکورټ بیا په دې اړه هیڅ پلټنې ونه کړې.
پېښور (وي او ای ډیوه) —
1
Forum