لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا : چاؤدنو کې دپوليسو پشمول ٩ کسان وژل شوي


File Photo
File Photo
دگل په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په هنگو اؤ صوابۍ سيمو کې شوي يو ځانمرگي بريد اؤ بمي چاؤدنه کې ددوؤ پوليسو پشمول 9 کسان وژل شوي دي.
دپوليسو ترمخه په لمړۍ چاؤدنه کې يو ځانمرگي خپل موټر سائيکل دخيبرپښتونخوا په هنگو ضلع کې ديو قبائيلي مشر دگاډي سره ټکر کړى.
پوليس وائي دهنگو په دوابه تحصيل کې دبسونو ديوې اډې سره نزدې په دغه ځانمرگي بريد کې ٧ کسان وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.
په دغه چاؤدنه کې ٧ گاډي هم تباه شوي دي.
مړۀ اؤ ژوبل کسان يو مقامي هسپتال ته رسول شوي اؤ دقانون نافذونکو ادارو چارواکو دسيمې پخپله ولقه کې داخستو وروستو دلټونې عمليات پيل کړي دي.
سرچينې وائي ددغه بريد هدف قبائيلي مشر ملک حبيب الله خان ؤ.
دمقامي پوليسو يو مشر سجاد خان دچاؤدنې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي کله چې دغه پيښه رامينځته شوه نو ملک حبيب الله پخپل گاډي کې موجود نۀ ؤ.
بلخوا دخيبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې شوې يوه بمي چاؤدنه کې دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دوه افسران وژل شوي دي.
دضلعي پوليسو مشر ډاکټر ميا محمد سعيد ددغه پيښې په اړه خبريالانو سره خبرو کې وئيلي دي چې دصوابۍ په جمال اباد سيمه کې ديو سرکاري سکول دالوځولو لپاره شپږ بمونه ښخ کړل شوي وؤ.
هغه وائي دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو چارواکو چې کله دسړک په غاړه يو بم ناکاره کولو نو په دغه مهال يو بم وچاؤديدو چې له امله يې دوه افسران په موقع مړۀ شول.
په ډاگه دې وي چې په پاکستان کې دنوي حکومت درامينځته کيدو وروستو په اولسي وگړو اؤ امنيتي ځواکونو بريدونو کې زياتوالى ليدل شوى اؤ ديوولسم مئ راپديخوا دترهه گرۍ په دغسې پيښو کې دلسگونو پوليسو ترڅنگ دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ دوه غړي اؤ گڼ نور اولسي وگړي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په يوولسم مئ په پاکستان کې دترسره شوؤ انتخاباتو له مخې په دغو ټولټاکنو کې برياليو گوندونو پاکستان مسلم ليگ(ن) ، تحريک انصاف اؤ جماعت اسلامي اولس سره ژمنې کړې وې چې که هغوي په اقتدار کې راغلل ، نو امن به پځايې کوي.
دپاکستاني طالبانو تحريک هم ددغو سياسي گوندونو په مشرانو دباور څرگندونه کړې وه اؤ په يوولسم مئ دشوؤ انتخاباتو څخه دمخه چې کله په پاکستان کې دوسله والو طالبانو سره دمذاکراتو خبرې تاؤدې شوې وې ، نو په هاغه مهال طالبانو مسلم ليگ(ن)، جماعت اسلامي اؤ جمعيت علماء اسلام دامن دخبرو کولو دپاره دضمانتيانو په توگه غوښتي وؤ.
خو په پاکستان کې دطالبانو په ملاتړ دسياسي گوندونو اقتدار ته درسيدو څخه وروستو دبدامنۍ پيښې نورې هم سيوا شوي دي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG