لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې په سرکاري توګه نن وړوکی اختر لمانځل کیږي


نن د سعودي عرب په شمول د ټولې اسلامي نړۍ، افغانستان، خلیجي هیوادونو، اروپا، امریکا او د نړۍ ګڼ شمېر برخو کې مسلمانان د وړوکي اختر خوشحالۍ لمانځي.

پاکستان کې د تېرو وختونو په رنګ دا ځل هم د ملک په بیلا بیلو برخو کې وړوکی اختر په جدا ورځو لمانځل کیږي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیرشوکت یوسفزۍ تیره شپه اعلان کړی چې په صوبه کې د یووالي په خاطر په سرکاري کچه نن د وړوکي اختر خوشحالۍ لمانځل کیږي.

نوموړي ویلي د پېښور قاسم علي خان جومات ته د شوال د میاشتې د لیدو د ۱۱۲و نه سېوا شهادتونو راغلي او دا چې د خیبرپښتونخوا حکومت ته هم د صوبې د بیلا بیلو برخو نه د شوال میاشت د لیدو شهادتونه ترلاسه شوي.

د پاکستان مرکزي رویت هلال کمیټي به نن د شوال د میاشتې لیدنې دپاره خپله غونډه د مفتي منیب الرحمان په مشرۍ کوي.

تیره شپه د پېښور د قاسم علي خان جومات دشوال دمیاشتې د ګڼ شمیر شهادتونو په اساس د نهې یا سه شنبې په ورځ د وړوکي اختر د نمانځلو پرېکړه کړې ده.

په پاکستان کې هرکال روژه اؤ اختر دمیاشتې دلیدنې پسر داختلافاتو ښکار کیږي اؤ دپښتنونخوا صوبې په زیاتره سیمو کې روژه اؤ اختر په یوه ورځ اؤ په پنجاب کراچۍ اؤ بلوچستان په بله ورځ وي.

تیر ماښام د نمونځ نه وروسته دپېښور په قاسم علي خان جومات کې د سیمه ییزې رویت هلال کمیټۍ غونډه د مفتي شهاب الدین پوپلزئ په مشرۍ وشوه چې پکې ګڼ شمیر دیني عالمانو برخه واخستله.

په قاسم علي خان جومات کې موجود د وائس اف امریکه خبریال مدثر شاه وایي کمیټې د ۲۲ شهادتونو په بنیاد د نهې په ورځ د وړوکي اختر پرېکړه وکړه چې اعلان یې په څو شیبو کې کیږي.

دقاسم علي خان جومات ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو اؤ قبائیلي ضلعو کې هم د وړوکي اختر اعلانونه شوي دي.

د ډیوه نیوز د خبریالانو له مخې د پېښور، بنو، کرک،اورکزو، چارسدې، خیبر ،هنګو، شمالي وزیرستان اؤ یو شمیر نورو سیمو څخه تر ۱۰۰ؤ زیات د شوال دمیاشتې د لیدلو شهادتونه ترلاسه شوي دي.

دخیبر ایجنسۍ په لنډیکوتل سیمه کې د پاکستان د مذهبي چارو د مرکزي وزیر مولانا نورالحق قادري دجومات نه هم سبا د نهې په ورځ داختر اعلان شوی دی.

نن په افغانستان، سعودي عرب، خلیجي ،هیوادونو، امریکا اؤ یو شمیر اروپائي هیوادونو کې هم مسلمانان د وړوکي اختر لمړۍ ورځ نمانځي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG