لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شامي کردانو د شام پوځ سره د ترکي پرضد جګړې لپاره لوظنامه کړې


شامي کردانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ اعلان کړی چې د ترکي لخوا په شمال شرقي شام کې پېل شوو عملیاتو وروسته یې د شام حکومتي عسکرو سره یوه لوظنامه کړې.

ددغه لوظنامې ترمخه به شامي کردان د شام حکومتي عسکرو سره په ګډه د ترکي د عملیاتو ځواب ورکوي.

د شامي کردانو او شام ترمنځه دغه غیرمعمولي لوظنامه چې پکې د شام ملګری هیواد روس هم شامل دی، څلور ورځې وروسته د هغې شوې چې ترکي پوځ په شمالي شام کې د کردانو پرضد عملیات پېل کړي.

ترکي دغه عملیات د دغه سیمې نه د امریکايي ځواکونو د وتلو ورسته شورو کړي.

ترکي شامي کردي ځواکونه یا کردېش سیرین ډیموکرېټک فورسز ترهګر ګڼي او تور لګوي چې دغه ډله په ترکي کې د هغه کردانو ملاتړ کوي څوک چې د ترکي نه بیلتون غواړي.

په تیرو څلورو ورځو کې د ترکي عسکرو لخوا پېل شوو عملیاتو ځايي څارونکي وايي په دغه سیمه کې تر ۶۰ پورې عام خلک وژل شوي او په زرګونو نور په خپلو کورونو پرېښودو مجبوره شوي.

د شامي کردانو لخوا خپور شوي یو بیان کې وېل شوي ٫٫ د ترکي پوځ لخوا د بریدونو مخه نیولو لپاره د شام حکومت سره یوه لوظنامه شوې، دا د شامي حکومت ذمه واري ده چې د خپلې پولې او حاکمیت خوندي وساتي او پوځ دې د شام او ترکي ګډې پولې ته دننه او ځاې پرځاې شي.٬٬

شامي کردانو ویلي چې د شام پوځ به د اتوار/ یکشنبې د ورځې نه په دغه پوله ځاې پرځاې کیدل پېل شي او په دوو ورځو کې به دغه کار په مکمله توګه سره ته ورسي.

د شامي کردانو لخوا دغه بیان وروسته د هغې راغلی چې د شام حکومتي خبري ادارې په یو خبر کې ویلي چې شامي عسکر د ترکي یرغل ته ځواب ورکولو لپاره لیګل شوي.

شامي کردان وايي د امریکايي عسکرو سره د خود سره اسلامي ریاست یا داعش پرضد جنګیدو وروسته په مکمله توګه پرېښودل شوي دي. دوي د عرب نړۍ تر څنګ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا لخوا د پامه غورځول کیدو ګیله هم کوي.

د کردستان کوباني ښار د دفاع وزیر عصمت شیخ حسن د اتوار یا یکشنبې په ورځ ویلي ٫٫ مونږ به څه حل ګورو، تاسو وینۍ چې مونږ سره څه وشول او دوي زمونږ هیڅ مرسته هم نه کوي.٬٬ نوموړي ویلي: ٫٫ بیا، مونږ باېد په هیڅا باور وه نه کړو. مونږ باېد په ځان باور وساتو. هر یو کرد دې وسله راواخلي او ځان دې تیار وساتي.٬٬

عصمت حسن په کرد ځوانانو غږ کړی چې دوي دې په کورونو کې پاتې شي او د مشر عمر او تنکي ماشومان دې کورونه پریږدي که دوي غواړي.

د ترکي پوځ لخوا پېل شوو عملیاتو وروسته په کرد سیمه کې د بندي خانو ساتونکي هم د جګړې میدان ته تللي او د داعش نیول شوي وسله وال يې داسې پرېښودي. د شام کردي چارواکو ویلي چې د دغه بندي خانو او کیمپونو نه په سوونو د داعش جنګیالي سره د خپلو کورنیو د غړو تښتیدلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG