دپاکستان پلازمينه کې اسلام اباد هائيکورټ دلال جومات کيس داوريدنې په مهال دپخواني پوځي صدر (ر) جنرل پرويز مشرف په ضد دايف ائي ار ددرج کولو احکامات جاري کړي دي.
دجمعې په ورځ دهائيکورټ جسسټس نورالحق قريشي دلال جومات دپخواني خطيب غازي عبدالرشيد دځوې هارون رشيد په درخواست اوريدنه وکړه.
عدالت پوليسو ته حکم کړى چې که چرې ٢٠٠٧م کې دلال جومات په ضد پوځي کارروايۍ په اړه دپخواني پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف په ضد کوم جرم جوړيږي ، نو دهغه په ضد دې مقدمه درج کړل شي.
داسلام اباد پوليس وائي چې په عدالتي احکاماتو به عمل درامد کولى شي.
ددرخواست ورکوونکي وکيل طارق اسد وئيلي دي چې دلال جومات په اړه دفيډرل شريعت کورټ دجج په مشرۍ کې جوړ شوي کميشن ددغه پيښې ذمه وار پرويز مشرف گرځولى.
هغه وويل موکل يې د٢٠٠٧ داپريشن څخه سمدستي وروستو په ابپاره پوليس سټيشن کې دمشرف په ضد دمقدمې درج کولو لپاره درخواست ورکړى ؤ، خو په دې کارروايۍ نۀ وه شوې.
په دې جسټس نورالحق قريشي دغصې څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل چې په درخواست دقانون مطابق کارروائي پکار وه.
هغه داړونده پوليس سټيشن مشر ته حکم وکړو چې ددرخواست ورکوونکي دريځ دې واوري ا دجرم دثابتيدو په صورت کې دې دمشرف په ضد مقدمه درج کړي.
٢٠٠٧م کې داسلام اباد لال جومات اؤ ورسره پيوست جامعه حفصه کې ديوې پوځي کارروايۍ په مهال نزدې ١٠٠ کسان وژل شوي وؤ.
دلال جومات دمرستيال خطيب عبدالرشيد غازي ځوې هارون رشيد پخپل درخواست کې دريځ خپل کړى چې دپوځ پخواني سرلښکر جنرال پرويز مشرف کمانډوز ته دکارروايۍ حکم کړى ؤ چې پکې په سلگونو کسان وژل شوي وؤ، چې پکې ښځې هم شاملې وې.
پوځي حکومت دريځ خپل کړى ؤ چې لال جومات ته دطالبانو ملاتړ ترلاسه دى.
دلال جومات داپريشن په اخرۍ ورځ قانون نافذونکو ادارو دلال جومات خطيب مولانا عبدالعزيز هاغه وخت نيولى ؤ ، کله چې هغه برقعه اغوستې وه اؤ دجومات څخه دتيښتې هڅه يې کوله
راپورونه وائي ٨ؤ ورځو پورې روانه دغه کارروايۍ کې داسلام اباد دپوليسو ترڅنگ پوځ هم برخه اخستې وه اؤ پکې ٥٨ طالب علمان اؤ ٥٨ پوځيان وژل شوي وؤ.