واشنګټن (روېټرز) د فلسطیني سیمې غزه نه د غیرملکیانو د وتلو لړۍ دوام لري او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د حماس د انتظام لاندې علاقې نه نور بهرنیان ووتل او حماس ویلي د کډوالو په جبلیه نومې کېمپ د اسرایل په حملو کې لږ تر لږه 195 کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکو دغه حملې جنګي جرمونه بللي دي.
سفارتي سرچینو ویلي په دوو هفتو کې به 7500 غیر ملي پاسپورټ لرونکي خلک به د غزه نه ووځي. په غزه کې د اسټرېلیا، اسټریا، بلغاریه، چېک ريپبلېک، فېن لېنډ، انډونېشیا، اېټلي، جاپان، اردن، برطانيې او د امریکې پاسپورټ لرونکي خلک موجود دي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ 320 غېرملکیانو ډلوه د رفع دلارې غزه نه مصر ته ورسېده.
اسرایل ویلي د نهې، سه شنبې، او شورو، چهارشنبې، په ورځو په حملو کې د حماس دوه کمانډران په جبلیه کې وژل شوي دي. جبلیه په غزه د کډوالو د ټولو نه لوی کېمپ دی.
اسرایل ويلي حماس د کمانډ مرکزونه او د "ترهګرۍ " بنیادي اسانتیاوې د ملکي ودانیو ترمنځ او په شا او خوا کې جوړې کړي چې له امله یې د غزه اوسېدونکي د خطر سره مخامخ شوي دی.
په غزه کې د حماس په انتظام چلېدونکي مطبوعاتي دفتر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل په دوو حملو کې په جبلیه کې لږ تر لږه 195 فلسطینیان وژل شوي او 120 نور کسان بې درکه دي او ګمان کېږي چې د ملبې دلاندې شوي دي. د حماس مطبوعاتي دفتر په یو بیان کې وویل چې 777 کسان زخمیان شوي هم دي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو چارواکو ویلي دغه حملې جنګي جرمونه کېدلی شي.
اسرایل ویلي په غزه کې یې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو عسکر ووژل شو او 15 عسکر یې د نهې، سه شنبې، په ورځ وژل شوي دي.
د امریکې صدر جو بایډن ویلي په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په جګړه کې "وقفه" پکار ده، چې یرغمل کسان را خوشي کړی شي او د غزې اغېزمنو ته مرستې ورسېږي او د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل ځواکونو يې په غزه کې په دویم ځل ځمکني عملیات کړي او بېرته ستانه شوي دي.
د اسرایل ډېفېنس فورسز په غزه د حماس خلاف ځمکني برید کې ټېنکونه او توپخانه شامله وه او د حماس وسله والو سره یې جګړه وشوه. په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل په غزه کې د حماس په ضد هوايي بمباري شروع کړې ده.
صدر بایډن د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې په مینیسوټا ایالت کې شاوخوا 200 کسانو ته وینا کوله چې یوه ښځه ولاړه شوه او ورته ویې ویل، "د یوې ربي [یهودي استادې] په توګه زه له تاسو غواړم چې دا اوس د ډزبندۍ غوښتنه وکړئ."
که څه هم د غونډې ګډونوالو ځینو ښځو پر هغې ږغ کړل چې کښېني، خو بایډن هغې ته په جواب کې وویل، "زما په نظر موږ وقفې ته اړتیا لرو. د وقفې معنا دا ده چې د بندیانو وتلو ته وخت ورکړئ".
وایټ هاوس وروسته سپیناوی وکړو چې له بندیانو څخه د صدر جو بایډن مقصد هغه تر 200 زیات کسان دي چې د اکتوبر په اوومه حماس یرغمل کړي وو او په دې ورځ په اسرایل باندې د دې ډلې په برید کې 1,400 تنه وژل شوي وو
بلخوا روسي خبري ادارو خبر ورکړی چې حماس یرغمال کړي کسانو د ازادېدو په اړه خبرو دپاره د حماس یوه ډله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ماسکو ته رسېدلې ده. په یرغمال کسانو کې روسي شهریان هم شامل دي.
د غزه د صحت وزارت ترمخه په فلسطیني سیمه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه 7000 کسانو ته رسېدلې ده چې اکثریت په کې ښځې او ماشومان دي. وزارت د زیارت، پنجشنبې،په ورځ د وژل شویو کسانو د نومونو او شناختي کارډونو فهرست جاري کړو چې په کې 2900 ماشومان او د 1500 نه زیاتې ښځې دي.
د رایټرز خبري اداری ترمخه د نهې- سه شنبې په ورځ د حماس د کنټرول لاندې د غزه د روغتیا وزارت چارواکو ویلي دي چې د جبالیه په کډوالو کېمپ د اسرایل په برید کې لږترلږه 50 فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسرایل د پوځ ویاند ریر اېډمرل ډېنیل هاګري د سه شنبې په ورځ د جبالیه د کډوالو په کېمپ هوايي بریدونه تایید کړل او ویې ویل چې د "حماس یو مضبوط مرکز" ېې په نخښه کړې دی.
د اسرایل د پوځ یو بل ویاند لیفټیننټ کرنل رچرډ هیچټ د سی این این سره په خبرو کې د جبالیه په کډوالو پر کېمپ د اسرایل حمله تایید کړې ده او وویل چې په دې سیمه کې د حماس یو لوړپوړی کمانډر په نښه کړی دی. د اسرایل د پوځ ویاند زیاته کړه: "مونږ د دې معلومات کوو او مونږ به نور معلومات هغه وخت شریک کړو کله چې مونږ ته معلومه شی چې هلته څه پیښ شوي."
د اسرایل پوځي ویاند زیاته کړه چې د دوی ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس د وسله والو سره جګړه وکړه او د دې ډلې په ځمکه کې دننه سرنګونه باندې یې هوايي بریدونو وکړو.
واشنګټن (روېټرز) د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن د نهې، سه شنبې، په ورځ په کانګرس کې اسرایل او اوکراین سره د اضافي مرستې دپاره د بېلینونو ډالرو غوښتنه په داسې حال کې وکړه چې د اورېدنې په مهال احتجاج کوونکو په امریکايي چارواکو الزام ولګولو چې په غزه کې د فلسطینیانو د "نسل" وژنې ملاتړ کوي.
بلېنکن او اسټن د سېنېټ د اپراپرېشنز کمېټۍ نه اوکراین، اسرایل او د امریکې د جنوبي سرحد دپاره د ۱۰۶ بېلین ډالرو غوښتنه وکړه.
صدر جوبایډن ویلي چې د همکارانو مرسته د امریکې د قومي امنیت تحفظ کوي. هغه اوکراین دپاره د ۶۱ اشاریه څلور بېلین ډالرو، اسرایل دپاره ۱۴ اشاریه درې بېلین ډالرو، نهه بېلین ډالر په اسرایل او غزه کې د بشري امداد دپاره او د ۱۳ اشاریه شپږ بېلین ډالر د امریکې د جنوبي سرحد دپاره او څلور بېلین ډالر په اېشیا کې د چین د مخنیوي د کوښښونو دپاره غوښتي دي.
په کانګرس کې اورونه د شروع کېدو سره سم د احتجاج کونکو کسانو چې لاسونه یې په رنګ سره وو په قطار کې ودرېدل او د جنګ خلاف یې نعرې کولې او وېل يې "اور بند اوس" او د "غزه ماشومان وژغورئ."
بلېنکن وویل اوکراین سره د امریکې ملاتړ روس دپاره په اوکراین یرغل یوه لانجه جوړه کړې ده. هغه اسرایل سره د پوځي مرستې او اسرایل او غزه سره د بشري مرستې په اهمیت ټینګار وکړو.
بلېنکن وویل په بيړنۍ توګه د انساني امداد د نشت والي له امله جګړه زیاتېدلی شي، د خلکو مشکلات به زیات شي، حماس او د ډلې پلویانو به وايي چې دوی د مشکل نه راووتل.
په کال ۲۰۲۲ کې په اوکراین د روس د یرغل راهسې کانګرس اوکراین سره د ۱۱۳ بېلین ډالرو امداد منظور کړی دی.
امریکا اسرایل ته هر کال د درې اشاریه اته بېلین ډالرو ملایت پوځي امداد ورکوي او اسرایل سره د نور امداد په اړه د صدر بایډن په غوښتنه تنقید شوی او په نړیواله کچه دا مطالبې کېږي چې په غزه کې دې ملکي کسانو ته تحفظ ورکړی شي.
ا کتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف ځمکنۍ او هوايي حملې شروع کړي دي. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې کسان حماس یرغمال نیولي دي.
فلسطيني چارواکي وايي په غزه د اسرایل په مکمله محاصره کې د ۸۳۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې د ۳۴۰۰ نه زیات په کې ماشومان دي، په سیمه کې د خوراک، خشاک او د صفا اوبو کمی دی.