په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او د حماس د وسله والو تازه جګړه
واشنګټن (ای پي/ای اېف پي/روېټرز) په غزه کې اسرایلي ځواکونه د نهې، سه شنبې، په ورځ د حماس وسله والو سره جنګېدلي، د جګړې زیات زور د غزه په جنوبي برخه کې و او نړیوالو امدادي ادارو تشویش څرګند کړی چې د جګړې نه بچ کېدو دپاره ملکي کسانو سره محفوظ ځای نه دی پاتې شوی.
اسرایلي ځواکونه او ټېنکونه د غزه جنوبي ښار خان یونس ته ور نږدې شوي او اسرایلي جنګي جهازونو د غزه په جنوبي برخه کې بمباري کړې.
په تېرو څو ورځو کې اسرایلي پوځ د خان یونس شا او خوا سیمو کې اوسېدونکو خلکو ته محفوظو ځایونو ته د تګ وېنا کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري امداد څانګې یو اېن افس فار ډی کوارډېنېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز ویلي د اندازې ترمخه یو اشاریه اته مېلین خلک په غزه کې دننه بې کوره شوي دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایل د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوی او تر ۲۴۰ پورې کسان حماس یرغمال نیولي وو. تراوسه حماس یو سل یرغمال او اسرایل یو شمېر فلسطيني قېدیان ازاد کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د حماس خلاف د اسرایل په عملیاتو کې ۱۵۸۹۰ کسان په غزه کې وژل شوي دي. وېل کېږي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې ۷۰ فیصد ښځې او ماشومان دي
اینټني بلینکن: اسرایل دې په جګړه کې د نړیوال قانون درناوی وکړي
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن په غزه کې د ډزبندۍ تر ختمېدو یوه ورځ مخکې له اسرایل غوښتي چې په جګړه کې نړیوال قانون په پام کې ونیسي او عام خلک په هدف نه کړي.
بلینکن اسرایل ته د سفر په مهال د پنجشنبې- زیارت په ورځ په تل ابیب کې خبري غونډې ته وویل، اسرایل باید په غزه کې تر "لویو پوځي عملیاتو" شروع کولو مخکې فلسطیني وګړو ته خوندي ځایونه جوړ کړي.
د امریکې خارجه وزیر دا هم وویل چې په دغو خوندي سیمو یا زونونو کې د غزې پټۍ په جنوب او مرکز کې د هغو سیمو او ځایونو ټاکل شامل دي چې خوندي او د جګړې له لیکې بهر وي.
په غزه کې اووه ورځنۍ وقفه ختم شوه، په تازه جګړه کې لسګونه کسان وژل شوي
د لنډمهاله اوربند له پای ته رسېدو وروسته د اسرایل او حماس ترمنځ د تازه جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
له ډزبندۍ ختمېدو څو ساعته وروسته په غزه کې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په تازه بمبارۍ کې 32 تنه وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دواړو خواؤ ترمنځ اوربند د جمعې په ورځ پر ځايي وخت د سهار په اوو بجو پای ته رسېدلی او هېڅ لوري د اوربند د غځولو اعلان نه دی کړی.
اسرایل تور لګوي چې د اوربند پای ته تر رسېدو لږ مخکې له غزې څخه د اسرایل پر لور توغندي توغول شوي وو چې په هوا کې له منځه وړل شوي دي.
د اسرایل پوځ ویلي دي چې د اوربند د پای ته رسیدو نه څو دقیقې مخکې غزې ته نزدې د اسرایل په سیمو کې بیا د خطرې جرس یا الارم اوریدل شوی دی.
اسرایل او حماس ډز بندې اوومې ورځ ته و غځوله
واشنګټن (وي او ای/ای اېف پي/ای پي/روېټرز) اسرایل او حماس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ معاهدې ته ورسېدل چې ډز بندي اوومې ورځ ته وغځوي.
د عارضي ډز بندۍ اعلان په داسې حال کې شوی چې نړیواله ټولنه د ډز بندۍ د زیاتېدو غوښتنه کوي چې دا ډول حماس په غزه کې نیول شوی نور یرغمال کسان ازاد کړي او غزه ته انساني امداد ور ورسوول شي.
د اسرایل پوځ په هیبروو ژبه کې په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل چې د منځګړو د کوښښونه په رڼا کې د تښتول شویو کسانو د ازادېدو لړۍ دوام ولري او د معاهدې د شرایطو د لاندې به ډز بندی دوامداره وي.
اسرایلي پوځ په اور بند کې د اضافې اعلان د مخکنۍ شپږ ورځنۍ ډز بندۍ معېاد د ختمېدو نه 15 منټه وړاندې وکړو.
قطر او مصر د اسرایل او د حماس په اور بند کې بنیادي کردار ادا کړی دی او مصر ویلي دواړه عرب ملکونه اوس کوښښ کوي چې ډز بندي نوره وغځېږي.
د ډز بندۍ د معاهدې دلاندې اسرایل فلسطیني قېدیان ازاد کړی او حماس یو شمېر هغه کسان ازاد کړې چې د اکتوبر په اوومه نېټه یې په اسرایل حمله کې نیولي وو. حماس تر اوسه 97 یرغمال کسان ازاد کړي دي.
په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او د حملې په مهال حماس څه 240 کسان یرغمال کړي وو. د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف جنګ اعلان کړو او د ډلې خلاف یې په غزه کې پوځي عملیات شروع کړل. د فلسیطيني چارواکو په قول په غزه کې د 15000 نه زیات کسان وژل شوي دي او 6500 پورې بې درکه دي او ګمان کېږي چې د تباه شویو ودانیو دلاندې دي.