اسرایل: د غزه د لاندې نوي څمڅې موندل شوې ځکه یې حملې زایاتې کړي
واشنګټن (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) اسرایل د جمعې په ورځ وویل د غزه دلاندې نوي څمڅه (سرنګ)، وسله او د ځمکې دلاندې د حماس تاسیسات موندل شوي چې ښښي حماس د ملکي ابادۍ دلاندې سهولتونو نه خپل پوځي عملیات ترسره کوي.
اسرایلي پوځ په دې اړه د ثبوت دپاره نه خو څه وډیو او نه هم تصویر وړاندې کړو. وېل کېږي چې نوې موندل شوې څمڅه یو کلومیټر اوږده او په غزه کې د الاظهر یونیورسټۍ نه تر د یو سکول پورې غځېدلې ده. اسرایلي پوځ د وسلې تصویران شریک کړي او ویې وېل عسکرو یې دغه وسله، چاودېدوونکي مواد او د راکټونو پرزې په یونېورسټۍ کې موندلي دي.
اسرایل وویل پوځ یې د غزه په شمال کې د یو هسپتال د لاندې د بلې څمڅې داخلي لار او د حماس کنټرول روم یا د عملیاتو د چلولو مرکز هم موندلی چې په کې کېمرې، فونونه او وایرلسې ترلاسه شوې دي. اسرایلي پوځ یو تصویر ښکاره کړې چې په کې یوې څمڅې ته کوزه شوي لار او یوه زینه لیدل کېږي چې لاندې تللې ده.
اسرایل وویل دا موندنې ښښي چې حماس په ملکي علاقو کې ځان مورچه کړی دی او اسرایل هم دا شواهد په غزه د حملو پراخولو جواز بللي. اسرایل په غزه کې د نورو ځایونو نه ملکي خلکو ته د وتلو امر کړی دی. د ملګرو ملتونو جنرل سېکرېټري جنرل اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ وویل په غزه کې محفوظ ځای نه دی پاتې شوی.
ګوټېرېس د ملګرو ملتونو 15 رکني سېکیورټي کاونسل ته وویل د غزه ولس "د تیاره بې پایاوه غار کې ګوري." هغه وویل نړیواله ټولنه د غزه د ولس مشکل حل کولو دپاره هر ممکن ګام پورته کړي.
د ملګرو ملتونو د چارټر د 99 مادې دلاندې ګوټېرېس د شورو، چهاشنبې، په ورځ د کاونسل په غړو ملکونو ټینګار وکړو چې د اسرایل او حماس د جګړې په اړه دې څه ګام پورته کړي.
اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل په تېرو 24 ګنټو کې یې د ځمکې، سمندر او فضا نه په غزه کې 450 هدفونه وېشتلي دي.
د جګړې دوې میاشتې پوره شوې، جګړه د غزې د دویم لوی ښار خان یونس کوڅو ته ورسېده
اسرایلي پوځیانو او د حماس جنګیالیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د غزې د دوهم ستر ښار خان یونس د کنټرول لپاره کور په کور جګړه کړې.
له دې سره د فلسطین ملکي وګړي د سرپناه په موندلو او د بشري مرستو په ترلاسه کولو کې له زیاتېدونکو ستونزو سره مخ شوي.
د اسرایلو پوځ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دوی په تېره یوه ورځ کې د غزې پټۍ په کابو ۲۵۰ هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي او دا د تېرو دوو میاشتو راهیسې یوه له درنو جګړو څخه وه.
حماس ویلي، دوی په خان یونس کې لس اسرایلي پوځیان وژلي او ګڼ نور ژوبل کړي خو دغه ادعا په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.
ملګروملتونو په غزه باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې راهیسې د اسرایلو په بمباریو کې د پام وړ زیاتوالي خبر ورکړی چې ورسره ځمکنۍ جګړه هم زیاته شوې او حماس هم په اسرایلو باندې زیات راکټونه توغولي.
د ملګرو ملتونو مشر په غزه کې د عمومي نظم د بشپړ ماتېدو خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا په غزې پټۍ کې د بشري اوربند غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې عامه نظم ښايي ژر په بشپړه توګه مات شي او هلته بشري سیستم د سقوط له "جدي ګواښ" سره مخ دی.
ګوتېریش د ملګر وملتونو امنیت شورا ته په یو لیک کې ویلي، "د اسرایلو د دفاعي ځواکونو لخوا دوامداره بمباري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سرپناه او اړینو توکو د نشتوالي له امله زه فکر کوم چې عامه نظم به د خرابو حالاتو له امله ژر په بشپړه توګه مات شي او حتی محدودې بشري مرستې به هم نا ممکنه شي."
هغه زیاته کړه، "ښايي لا خراب حالت رامنځ ته شي چې په هغو کې به ساري ناروغۍ او همدارنګه ګاونډیو هېوادونو ته به په ډلیزه توګه د خلکو بې ځایه کېدل شامل وي." ګوټېریش وویل، اوسنيو ځمکنیو حالاتو د بشري عملیاتو ترسره کول "ناممکن" کړي دي.
اسرایل دعوه کړې په غزه کې یې د حماس 250 ځایونه په هدف کړي دي
د اسرايل پوځیان او د حماس جنګيالي په غزه پټۍ کې په سخته جګړه بوخت دي چې له کبله يې عامو فلسطينيانو ته د سرپناه موندل او بشري مرستو ته لاسرسی نور هم ګران شوی.
د اسرايل پوځ وايي د شورو په ورځ يې په نزدې 250 هوايي بريدونو کې په غزه کې هدفونه په نخښه کړي.
ملګرو ملتونو هم د اسرايل تېز کړل شوي بمبارونه رپورټ کړي او ورسره په څنګ کې يې زمکني عمليات هم سېوا شوي.
د فلسطيني وسلوالو لخوا په اسرايل د راکټونو ويشتلو لړۍ هم تېزه شوې ده.
اسرايلي پوځي چارواکو ويلي ځواکونو يې د غزه د دويم غټ ښار خان يونس نه ګېره اچولې ده.