اسرایلي پوځ وايي په تازه حملو کې يې په غزه کې د ۱۰۰ نه زیات هدفونه وېشتلې دي
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) اسرایلي ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې په یو شمېر مختلفو ځایونو هوايي بمباري وکړه او اسرایلي پوځ وویل د ۱۰۰ نه زیات هدفونه يې وېشتلي دي چې په کې د حماس د استعمال دلاندې څمڅې هم شاملې دي.
اسرایلي پوځ وویل په تازه بمبارۍ کې په هدف شوي ځایونه حماس په اسرایلي ځواکونو د حملو دپاره استعمالول.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې د اسرایل د تازه عملیاتو نه یوه ورځ مخکې د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو وویل په غزه کې به د حماس خلاف جنګ پراخوي.
نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپل ګوند لېکود پارټۍ غړو ته وویل د حماس خلاف جنګ لا ختم نه دی او په اینده څو ورځو کې به جګړه زیاتوي.
بلخوا، د اسرایل د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حماس خلاف د اسرایل په جنګ به په کال ۲۰۲۴ کې ۱۴ بېلین ډالر خرچه کېږي. د وزارت د اندازې ترمخه، د حماس خلاف جنګ به د فېبرورۍ په میاشت کې هم دوام ولري.
د غزه اوسېدونکو په النصیرت، مغازي او البریج سیمو کې د بمبارۍ او هوايي حملو خبرونه ورکړل.
اسرایلي وزیراعظم وايي د حماس خلاف جنګ به پراخوي
واشنګټن (وي او ای/ روېټرز/ای پي/ای اېف پي) د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي په غزه کې به د حماس خلاف جنګ پراخوي.
نېټن یاهو د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپل ګوند لېکود پارټۍ غړو ته وویل د حماس خلاف جنګ لا ختم نه دی او په اینده څو ورځو کې به جګړه زیاتوي.
بلخوا، د اسرایل د خزانې وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د حماس خلاف د اسرایل په جنګ به په کال ۲۰۲۴ کې ۱۴ بېلین ډالر خرچه کېږي. د وزارت د اندازې ترمخه، د حماس خلاف جنګ به د فېبرورۍ په میاشت کې هم دوام ولري.
د اتوار، يکشنبې، او د ګل، دوشنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونو په مرکزي غزه بمباري وکړه. په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت وویل د غزه په مغازي مهاجر کېمپ کې د اسرایلي حملې په نتیجه کې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شوو.
د اسرایل پوځ وویل د هغو رپورټونو تحقیقات کوي چې مغازي کېمپ په هوايي برېد کې لګېدلی دی. اسرایلي پوځ وویل کوښښ کوي چې د حماس خلاف جنګ کې ملکي کسان د نقصان نه بچ کړي.
واشنګټن: د پراخو عملیاتو په ځای دې اسرایل د حماس په ضد زیاتې کره حملې وکړي
واشنګټڼ (وي او ای/روېټرز/ای اېف پي/ای پي) د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون ویلي واشنګټن غواړي چې په پراخه کچه د بمبارۍ او ځمکني عملیاتو په ځای دې اسرایل د حماس مشران په نخښه کولو دپاره زیاتې کره حملې کوي.
د اسرایل د دورې په مهال سولېون د جمعې په خبریالانو ته وویل جنګ به بلې مرحلې دا داخلېږي چې پکې به استخباراتي معلوماتو په بنیاد د حماس د مشرانو په ضد زیات کره عملیات کولی شي.
سولېون وویل د جنګ دغه پړاو به کله او په کومو حالاتو کې شروع کېږي، په اړه د اسرایل او د امریکې خبرې اترې دوام لري.
د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ سولېون ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د حماس په ختمولو کې به څو میاشتې وخت لګي.
سولېون د جمعې په ورځ په د دې پوښتنې په جواب کې د څه وېلو نه ډډه وکړه چې ایا امریکا به اسرایل سره پوځي امداد بند کړي که ملکي خلکو ته یې نقصان کم نه کړو؟ هغه وویل غوره لار دا ده چې د اتفاق ترلاسه کولو دپاره په خاموشۍ کې خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو عمومياسمبلۍ غزه کې د سمدستي بشري ډزبندۍ قرارداد منظور کړ
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غزه کې د سمدستي بشري اوربند په اړه یو قرارداد منظور کړی دی چې د عملي کېدو پابند نه دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۱۹۳ کسیز پارلیمان کې ۱۵۳ غړو د دغه قرارداد په حق کې رایه ورکړې، د امریکا او اسرایل په ګډون ۱۰ هېوادونو دقرارداد مخالفت کړی او ۲۳ هېوادونه د رایې اچونې له بهیر څخه بهر پاتې شوي.
د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د غزې په تړانګه کې د اوربند په اړه د قرارداد پر ضد رایه ورکوونکو کې د امریکې اؤ اسرایل ترڅنګ دچیک جمهوریت، اسټریا، ګوټی مالا، پیراګوئی،پاپوا نیوګیني،لایبریا، مایکرونیشیا اؤ نؤرو په څېر هیوادونه شامل دي
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې دغه قرارداد د امنيت په شورا کې د اوربند په اړه د متحده عرب اماراتو د وړانديز شوي قرارداد له ناکامېدو وروسته منظور شوی دی.