لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

16:15 11.1.2024

د انصاف نړیوال عدالت د اسرایل خلاف د "نسل وژنې" په تور د مقدمې اورېدنه پیل کړې

د انصاف نړیوال عدالت نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ د هغې مقدمې په اړه دوه ورځنۍ اوریدنه پیل کړې ده چې سوېلي افریقا ورته وړاندې کړې ده او په هغه کې په اسرایل باندې په غزه پټۍ کې د نسل وژنې تور لګېدلی دی. اسرایل دا تورونه بې بنیاده بللي دي.

سوېلي افریقا له له نړیوال عدالته غوښتنه کوي چې په غزه کې د اسرایل پوځي عملیات دې په بیړني ډول وځنډول شي، خو اسراییل وايي د اکتوبر د اوومې د ترهګر برید په ځواب کې د حماس ډلې د ختمولو لپاره بریدونه کوي.

د سوېلي افریقا په لیکل شوې مقدمه کې له عدالته غوښتل شوي چې له اسرایل سره د "نسل وژنې" پر سر حساب وکړي او "په غزه کې دې د فلسطینیانو لپاره د بیړني او بشپړ ممکنه تحفظ ضمانت ورکړي چې د نسل وژنې په دوامدار او سمدستي خطر کې پاته دي ".

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، پوځ یې په غزه کې په "بېساري اخلاقي" بنیاد پوځي عملیات کوي او د اسریل د حکومت ویاند د سوېلي افریقا مقدمه د اسرایلي وګړو "د وینو سپکاوی" بللی دی.

16:40 9.1.2024

حزب الله د خپل کمانډر د وژلو په بدل کې د اسرایل پر پوځي اډه بریدونه کړي

په لبنان کې مېشتې وسلوالې ډلې حزب الله د نهې- سه شنبې په ورځ ویلي، د اسرایل پر یوه پوځي اډه یې ډرون برید کړی دی خو اسرایل وایي په برید کې یې اډاڼو یا چاته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.

حزب الله وایي دغه برید یې د اسرایل د هغو وروستیو هوایي بمبارۍ په بدل کې کړی دی چې لومړی یې د حماس ډلې مرستیال صالح العاروري او وروسته د ګل- دوشنبې په ورځ د دوی یو مهم کمانډر پکې و وژل شول.

حزب الله وایي د ډرون برید مقصد یې د اسرایل او لبنان له پولې شاوخوا لس کیلومیټره لرې په سفید سیمه د اسرایل یو پوځي مرکز په نخښه کول وو.

اسرایلي پوځ وایي دوی په هوا کې د هغو ډرون الوتکو مخه نیولې چې د لبنان له خاورې د اسرایل غاړې ته ور ویشتل شوي وو، خو وایي یو میزایل د اسرایل په شمال کې لګېدلی خو چاته یې مرګ ژوبله نه ده اړولې او نه یې بل څه تاوان کړی دی.

02:24 6.1.2024

د اسرایل او د حماس د جګړې په اړه خبرو دپاره د امریکې خارجه وزیر ترکي ته رسېدلی

بلېنکن به د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي صدر رجپ طیب اردوان سره ملاقات کوي
بلېنکن به د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي صدر رجپ طیب اردوان سره ملاقات کوي

واشنګټڼ (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) د اسرایل او حماس جنګ د خپرېدو مخنیوي او غزه ته د انساني امداد د زیاتېدو په اړه د خبرو دپاره د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر په وړمبي پړاو د جمعې په ورځ ترکي ته ورسېدو.

بلېنکن به د خالي، شنبې، په ورځ د ترکي صدر رجپ طیب اردوان سره ملاقات کوي.

سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې خارجه وزارت وویل بلېنکن به دا غوښتنې تکراروي چې غزه ته دې بشري امداد زیات کړی شي.

منځني ختیځ ته د بلېنکن د وروستي سفر هدف دا دی چې د اسرایل او حماس جنګ لبنان او وېسټ بېنک ته خپور نه شي په سور سمندر کې دې د تجارتي سمندي جهازونو لارې خلاصې وساتل شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې او د دې په جواب کې د حماس خلاف داسرایل جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن څلورم سفر دی.

د ترکې ته پس به بلېنکن اسرایل، وېسټ بېنک، یونان، اردن، قطر، متحده عرب اماراتو، سعودي عرب او مصر ته هم ورځي.
بلېنکن منځني ختیځ‌ ته سفر په داسې حال کې کوي چې د انساني امداد او د بيړني حالاتو دپاره د ملګرو ملتونو د مشر رابطه کار مارټن ګرفېتس د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په تېرو میاشتو کې غزه نه د "مرګ او مایوسۍ" ځای جوړ شوی دی.

16:33 2.1.2024

د غزه اوسېدونکي: په مرکزي او جنوبي غزه کې د اسرایل او د حماس ترمنځ درنه جګړه شوې

اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شورع کولو خبره وکړه
اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شورع کولو خبره وکړه

واشنګټن (وي او ای/روېټرز/ای پي/ای اېف پي) اسرایلي ځواکونو د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه هوايي بمباري کړې او د سیمې اوسېدونکو ویلي د غزه په مرکزي او جنوبي برخو کې د اسرایل او حماس ترمنځ درنه جګړه شوې.

د نهې، سه شنبې، په ورځ جګړه د غزه په مرکزي علاقه البریج او په جنوب کې په خان یونس کې شوې، چې د غزه دویم لوی ښار دی.

د اسرایلي پوځ په جنوبي لبنان کې د حزب الله وسله والو خلاف د هوايي حملو خبره کړې ده. حزب الله د حماس اتحادي ډله ده او د اسرایل او حماس جنګ د شروع کېدو راهسې یې په سرحد د اسرایلي ځواکونو سره د ډزو تبادله کړې ده.

اسرایل دا هم وویل چې د شام د خاورې نه د حملو په جواب کې یې په شام کې د شام د پوځي بنیادي اسانتیاوې په هدف کړي دي.

اسرایل د ګل، دوشنبې، په ورځ د حماس خلاف جنګ کې د نوي پړاو د شورع کولو خبره وکړه.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې وروسته چې په کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۴۰ پورې نور کسان یرغمال نیول شوي وو، اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف پوځي عملیات شروع کړي دي.

د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، په غزه کې تر ۲۲۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي. وزارت په وژل شویو کسانو کې د وسله والو او د ملکي کسانو تفریق نه کوي خو وايي ۷۰ فیصد کسان ښځې او ماشومان دي.

نور کتل

XS
SM
MD
LG