لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین وایي خېبر کې یې د جرګې په انتظامي کېمپ پولیسو برید کړی


د پښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پښتین په ټولنیزو رسنیو دعوه کړې ده چې پولیسو خېبر کې د هغوي لخوا د رابلل شوې جرګې په انتظامي کیمپ حمله کړې ده چې پکې ګڼ کسان ژوبل شوي اؤ بې هوشه شوي دي.

د خیبر پولیسو یا د پښتونخوا حکومت لا د منظور پښتین دې دعوې ته هیڅ غبرګون نه دی ښکاره کړی.

ښاغلي پښتین د نهې - یکشنبې اؤ چهارشنبې په شپه کې ناوخته په ایکس رسنۍ له خپل رسمي اکاونټ نه لیکلي، پولیسو د جرګې د انتظاماتو لپاره خېبر ته په ورغلو ځوانانو ډزې کړي اؤ اوښلن ګیسونه یې پرې توغولي دي "چې له امله یې زمونږ ګڼ ملګري ژوبل اؤ بې هوشه پراته دي".

هغه خپل ټویټ کې د پي ټي ایم پر فعالانو غږ کړی چې د جمرود تر څنګ میدان ته ځانونه ورسوي.

منظور پښتین خپل دا ټویټ د شپې په ۳ بجې اؤ ۲۳ منټه کړی چې اکثره په دغه مهال پاکستان کې چارواکي اؤ عام خلک اوده وي نو ځکه د منظور پښتین د دعوې پخلی د ازادو سرچینو ،سیمه ییزه انتظامیې یا صوبایي حکومت څخه نه دی شوی.

وي او اې ډیوه د پېښې د نورو تفصیلاتو معلومولو لپاره د پي ټي ایم د خېبر رابطه کار افتاب شینواري سره د واټسپ د غږییز پيغام له لارې د تماس ونیولو هڅه وکړه خو د شپې په دغه مهال د هغه واټسپ غیر فعاله ؤ.

ډيوه د منظور پښتین په دعوه د صوبایي حکومت د نظر معلومولو لپاره د سهار په شپږو بجو د خېبر پښتونخوا حکومت ویاند ښاغلي بېرسټر سیف ته یو غږییز پيغام ولیږلو چې هغه ته ترلاسه شو، خو په سمدستي توګه یې لا دغه پېغام ته څه ځواب نه دی ویلی.

د منظور پښتین لخوا په ایکس رسنۍ شوی د پولیسو د حملې ټویټ ګڼو کسانو په ټولنیزو رسنیو شریک کړی اؤ یوه داسې ناتاییده ویډیو هم په ټولنیزو رسنیو خپره شوې چې پکې د شپې تیاره کې د ګڼو ګاډو یوازې لایټونه لیدل کیږي اؤ په دغه ویډیو کې د اپریدو په سیمه ییزه لهجه کې د یو تن غږ اوریدل کیږي چې "دا باقاعده پولیس راغلي، چالیس (څلویښت) ګاډي راغلي".

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي په پېښور کې د جیو ټي وي خبریال رسول داوړ په ایکس رسنۍ لیکلي چې د پي ټي ایم مشر منظور پښتین د صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډاپور سره د وزیراعلا په ماڼۍ کې لیدنه کړې وه اؤ تر هغې وروسته نن د منظور پښتین په وینا پولیسو خېبر کې د جرګې په کېمپ ډزې کړي اؤ اوښلن ګیس یې توغولی چې ګڼ کسان پکې ژوبل اؤ بې هوشه دي.

د وزیراعلا علي امین ګنډا پور اؤ د منظور پښتین د لیدنې په اړه لا صوبایي حکومت کوم رسمي بیان رسنیو ته نه دی جاري کړی اؤ نه پي ټي ایم د دغه لیدنې کوم جذیات مخې ته راوړي دي.

خو د کله نه چې پي ټي ایم په ۱۱م اکتوبر خېبر کې د قامي عدالت په نوم د پښتنو جلسه رابللې ده نو د پاکستان تحریک انصاف د پارلیمان زیاتره غړي، مشران اؤ فعالان ددغه جرګې په پلوۍ په ټولینزو رسنیو پوسټونه کوي.

د منظور پښتین د بیګاني ټویټ په غبرګون کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو فعالانو په صوبایي حکومت کلکې نیوکې کړې دي چې یو خوا د پي ټي ایم ملاتړ کوي اؤ بلخوا یې د پولیسو په ذریعه د جرګې په کیمپ حمله کړې ده.

د بختیار اپریدي په نوم فعال په ایکس رسنۍ لیکلي "علي امین یو لوري ته منظور ته بلنه ورکوي اؤ بل لوري ته د پولیسو په ذریعه د جرګې په مقام حمله کوي دا پریوتی اؤ د غندنې وړ عمل دی"

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي میر کلام وزیر په ایکس رسنۍ پوسټ کړی چې د خېبر ضلعه کې په پښتون قامي جرګه د شپې تیاره کې برید شرمناک عمل دی.

هغه لیکلي "یو لوري ته پښتون وطن کې روانه ترهګري اؤ بل لوري ته د ریاستي ادارو له لوري ظلم اؤ ستم د پښتنو سره د صوبایي حکومت دروغژنې خواخوږۍ بې نقابه کوي".

پښتون تحفظ موومنټ د روانې میاشتې په ۱۱مه نیټه د قامي عدالت په نوم خېبر ته د پښتنو یوه استازې جرګه رابللې چې ددغه جرګې لپاره پي ټي ایم د صوبې ټولو سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو اؤ د مدني ټولنو استازو ته بلنې ورکړې دي.

پي ټي ایم وایي د جرګې له لارې به نړۍ ته د پښتنو وطن کې په جنګونو اؤ ترهګرۍ کې د وژل شوؤ اؤ بې درکه کړل شوؤ پښتنو کره شمیرې وړاندې کړي اؤ نړۍ به له حقایقو خبر کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG