د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د جنورۍ په ۲۵ خبرداری ورکړی که چرې ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر ښودل شوې شمېرې زیات امریکایي وګړي بندیان دي نو ددې ډلې د مشرانو په سر به تر اسامه هم "ډیر غټ انعام"وټاکل شي.
ښاغلي روبیو په ټولنیزه رسنۍ ایکس لیکلي ، هغه ته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي وګړي هم بندیان دي.
خو د بهرنیو چارو وزیر بیا په دغه اړه نور هیڅ جذیات مخې ته نه دي راوړي.
هغه لیکلي" که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوي ( طالبانو) په مشرانو ډیر لوړ انعام وټاکو، ښیي دا انعام تر هغه (انعام) لوړ وي چې په بن لادن مو ټاکلی و".
مارکو روبیو دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د طالبانو حکومت تیره اونۍ وویل د امریکا له یو زندان څخه د خان محمد په نوم د یو افغان بندي د خوشې کیدو او افغانستان ته د انتقال په بدل کې یې دوه امریکايي بندیان ، ریان کوربیت او ویلیم مک کینټي خوشې کړي دي.
تر دې مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې درې امریکايي وګړي ریان کوربیت، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي د اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.
سي این این ټي وي ددغې تبادلې په اړه په خپل رپورټ کې ویلي چې د طالبانو لخوا د نیول شوي امریکايي ویلیم مک کینټي په اړه او دا چې هغه د څه لپاره افغانستان ته تللي وو، ډیر معلومات نشته.
د امریکې مخکني صدر جو بایډن د طالبانو څخه غوښتي و چې دوه امریکایي وګړي - ګلیزمن او محمود شاه حبیبي خوشې کړي چې ویل کیږي د طالبانو سره بندیان دي.
د سي این این د رپورټ مطابق له مخې ښاغلي بایډن د ټرمپ له حکومته هم غوښتي چې په "ناحقه بند شوي" امریکایان کور ته راستانه کړي.
محمود حبیبي په مخکني حکومت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند د ادارې مشر یا رئیس و او په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو پرمهال یې په یو خصوصي شرکت کې کار کولو.
د رپوټونو له مخې محمود شاه حبیبي د امریکا د پوځ له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په دویمه کابل کې په یو برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو یوه اونۍ وروسته د کابل ښار د شېرپور په سیمه کې نیول شوی ؤ.
د محمودشاه حبیبي پلار د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په یو لیک کې د طالبانو له مشرغوښتي وو چې زوی یې باید خوشې کړي.
د امریکا پخوانی صدر جو بایډن د جنورۍ په ۱۲مه د دغو دریو امریکایي وګړو د کورنیو غړو سره چې د ۲۰۲۲م کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان وؤ غږیدلی ؤ.
د امریکا حکومت د تیر ۲۰۲۴ کال د جولای د میاشتې راهیسې د طالبانو سره د بندیانو د تبادلې لپاره خبرې پیل کړې وې.
لا معلومه نه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د نوي وزیر هدف په خټه افغان امریکایي، محمود حبیبي دی که نه؟
خو امریکایي مطبوعاتو ویلي چې لا هم دوه امریکایي وګړي په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.
د سي این این ټيلي ویژن د طالبانو او امریکا تر منځ د بندیانو تبادلې په اړه پخپل راپور کې ویلي چې د جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په نوم دوه نور امریکايي وګړي لا هم د طالبانو سره بندیان دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغاني الاصله امریکايي محمود حبیبي ددغې ډلې سره بندي نه دی.
خو د محمود حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي چې د پخواني صدر بایډن سره یې د خپل ورور د خوشې کیدو په تړاو د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې، امریکا غږ ته ویلي وو چې طالبانو یې ورور نیولی او په ناحقه یې بندي کړی دی.
احمدشاه حبیبي د پخواني صدر سره د جنورۍ په ۱۲ د خبرو وروسته ویلي وو: " صدر بایډن په ډیر وضاحت سره مونږ ته وویل چې که طالبان زما ورور خوشې نکړي، رحیم ( محمد رحیم الافغاني) به خوشې نه شي. زما کورنۍ د هغه ( صدر بایډن) څخه منندویه ده چې زما د ورور لپاره دا دریځ څرګند کړی."
د طالبانو حکومت لا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر تازه څرګندونو په هکله څه ندي ویلي.
(د وې او اې اشنا په مننه)
Forum