پېښور اؤ مردان کې دغه ترهه ګريزې بريدونه يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوي چې دپاکستان دپوځ وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دعوه وکړه چې دترهه ګرۍ په ضد پوځ سترې لاسته راوړنې کړي او شمالي وزيرستان کې پيل کړى شوو ضرب عضب عملياتو کې يې په زرګونو ترهه ګر وژلي دي.
مردان کچرو کې ځانمرګي بريد

1
دخېبرپښتونخوا مردان په ضلعي عدالت کې په یو ځانمرګي برید کې د پولیسو او وکیلانو په شمول ۱۲ کسان وژل شوي.

2
چاودنه کې ګڼ شمير کسان ژوبل شوي چې دعلاج لپاره نزدې هسپتالونو ته رسول شوي دي.

3
دمردان ضلعي پولیس افسر وېلي يو ځانمرګي دضلعي کچهرۍ دګيټ سره نزدې ځان الوځولى دى.

4
دامدادي کارکوونکو وينا ده چې دغه چاودنه کې تر دې مهاله دولس کسان وژل شوي او ٥١ نور ژوبل شويدي.