لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د ټي ټي پي د څلورو وسله والو د وژلو دعوه کړې


امنیتي چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو د ځایي پولیسو په ملتیا عملیات کړي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان "څلور ترهګر" وژلي دي.

د خالي یا شنبې په ورځ د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دا عملیات د ترهګرو د شتون په اطلاع د چوره پولیس تاڼې په حدودو کې ساولډهیر نومې سیمه کې کړي دي.

سرچیني وایي د عملیاتو په مهال د وسله والو لخوا په امنیتي ځواکونو ناتاره ډزې وشوې اؤ کله چې امنیتي ځواکونو ځوابي ډزې وکړې نو په دغو ډزو کې د تحریک طالبان پاکستان څلور وسله وال ووژلی شول.

سرچینې د وژل شوؤ وسله والو نوره پېژندګلو ښکاره نه کړه خو وي ویل هغوي د ترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې لاس درلودو.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې د امنیت وضعه په چټکتیا سره خبره شوې اؤ په امنیتي ځواکونو د وسله والو بریدونو کې اضافه لیدل شوې ده.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي.

رپورټ وایي پاکستان کې تېره میاشت ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

خو د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري په 22مه جولای يوه خبري غونډه کې ویلي وو، سږ کال یې 137 پوځي افسران او عسکر وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG