لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف بې ګناه او د چا په خوښه جېل ته لیږل شوی: مریم نواز


Pakistan Muslim League Nawaz Press Conference July 06, 2019
Pakistan Muslim League Nawaz Press Conference July 06, 2019

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف لور او د مسلم ليګ (ن) ګوند مشرې مريم نواز ويلې پلار يې بېګناه دې او د احتساب عدالت کوم قاضي چې ورله سزا ورکړې هغه منلې چې دغه سزا يې د چا د فشار لاندې اورولې. خو د پاکستان د اطلاعاتو سلاحکارې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د مریم نواز دغه دعوه رد کړې او زیاتوي چې د مسلم لیګ ن مشران اوس په دې لارو ځان بېګناه ثابتول غواړي.

مریم نواز د مسلم ليګ ن ډلې مشر شهباز شريف سره يو ګډ خبري کانفرنس ته په پټه ريکارډ شوی یوه ویډیو هم ښکاره کړې او دعوه ي کړي ده چې په ويډيو کښې موجود تن د احتساب عدالت هغه قاضي ارشد ملک دې چي نواز شريف ته ي په يو مقدمه کښې د ۷ کاله قيد سزا اورولې.

دا ويډیو چې په پټه د مسلم ليګ ن ګوند یو غړي ناصرملک رېکارډ کړې پکښې جج ارشد ملک وايي چي نواز شريف سره زياتی شوی او ورته په غلطه سزا اورول شوې ده. قاضي ارشد ملک وايي چې په خپل دغه عمل(د نواز شریف پرضد فیصله) خفه دی.

د نواز شریف لور مریم نواز دعوه کړې چې په دغه ویډیو کې جج ارشد ملک دا هم مني چي د نوازشريف پرضد نه خو ثبوتونه وو او نه پرې په غیر قانوني توګه د هیواد نه بهر پېسو لېږلو تور ثابت شوی، خو دوي ورته سزا د چا د فشار له سببه ورکړې. د پخواني وزیراعظم لود دا په ډاګه نه کړه چې د احتساب عدالت په دغه قاضي نواز شريف ته سزا د ورکولو فشار چا او ولې اچولی وو.

د پاکستان مسلم لیګ مشر او پخواني وزیراعظم نواز شريف په پانامه سکېنډل کښې نامې راتلو وروسته د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ د وزيراعظم د څوکۍ نه لرې کړی وو او وروستو پرې د احتساب قامی ادارې یا نېب جوړې شوې قضیو له وجې احتساب عدالت د قيد سزا اورولې وه. نواز شریف دا مهال د لاهور په کوټ لکهپت جېل کې بندي دی.

نن دخبري کانفرنس په وخت د نواز شریف لور مريم نواز يوځل بيا د پاکستان په وزیراعظم عمران خان نېوکې وکړې او تور يې ولګوو چې عمران خان د خلکو په رایو( ووټونو) نه د چا په خوښه وزیراعظم جوړ کړی شوی. مریم نواز زیاته کړې چې دغه شان نورې ویډیو ګانې هم لري خو نه غواړي د ریاستي ادرو سره په ډغره ورشي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اطلاعاتو سلاحکارې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د مريم نواز دغه دعوه رد کړې او ویلي يې دي چې د دغه ویډیو جاج به اخلي چې معلومه شي دغه ویډیو ریشتیا ده او که نه. فردوس عاشق اعوان تور لګولی چې مسلم لیګ ن ګوند اوس د خلکو همدردۍ ترلاسه کولو لپاره داسې کارونه کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG