لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مېتیو میلر: د پاکستان د بېلسټک میزایلو پروګرام په اړه د امریکا اندېښنې واضح او مستقل دي


د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي، مونږ تل د پاکستان د بیلسټک میزایلي پروګرام مخالفت کړی اؤ هم په دې پالیسۍ ولاړ یو.

واشنګټن کې د پریس بریفنګ په مهال ښاغلي میلر ویلي، امریکا به د خطرناکه وسلو د ملاتړ کوونکې شبکې خلاف کارروایۍ دومداره ساتي چې نړۍ اؤ مونږ ددې مهلکه وسلو نه خوندي پاتې شو.

ویاند ویلي په خطرناکو وسلو بندیز په اصل کې زمونږ د قامي سلامتۍ ضمانت دی ځکه نو په دې به د بندیزوو اؤ نورو اقداماتو لړۍ دوامداره وي.

هغه ویلي د پاکستان په بیلسټک میزایل پروګرام زمونږ ژور نظر دی اؤ د څو کالو راهسې ددې په اړه زمونږه اندېښنې واضحه اؤ مستقلې دي.

د بهرنیو چارو د محکمې ویاند ویلي پاکستان د امریکې د اوږدې مودې شراکت دار هم پاتې شوی دی.

د امریکې خارجه محکمې په دې وروستیو کې په یوه تحقیقاتي اداره، یو چینایي وګړي اؤ په دریوؤ چینایي کمپنیو د خطرناکو وسلو خورولو په تور بندیزونه لګولي دي.

د خارجه محکمې ویاند مېتیو میلر ویلي، د چین تحقیقاتي ادارې په مبینه ډول د پاکستان شاهین ۳ اؤ بابیل میزایلي نظام لپاره د الاتو په اخستو کې د پاکستان سره کومک کړی دی.

پاکستان د خپلو بېلسټک میزایلو په اړه د امریکې وروستي بندیزونه جانبدارانه اؤ په سیاسي مقصدونو ولاړ بللي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر پخپل بیان کې یې ویلي وؤ چې په تېرو وختونو کې هم د تجارتي ادارو داسې فهرست جوړ کړل شوی ؤ چې هغه یوازې په شبهاتو یا شکونو ولاړ ؤ.

د بهرنیو چارو د دفتر بیان کې ویل شوي وؤ د امریکې له لوري بندیزونو کې د داسې شیانو یادؤنه شوې چې د برامدي کنټرول د هیڅ یو نظام لاندې نه راځي خو بیا هم د عمومي دفعو په بنیاد حساس ګرځول شوي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د بیان له مخې "دا په عامه توګه منل کیږي چې څو هیوادونه چې د نه خورېدنې په اصولو په سختۍ سره د عمل کولو دعوې کوي هغوي خپلو خوښو هیوادونو ته د عصري پوځي ټيکنالوجۍ د ورکړې په معامله کې د لایسنسنګ شرطونه په اسانۍ سره له پامه غورځولي"

د خارجه دفتر د ویاندې اشاره د باییډن انتظامیې له لوري د هند لپاره د جدیدو ابدوز ضد وسلو د منظورۍ لوري ته وه.

بیان کې ویل شوي وؤ چې داسې دوه مخیزه معیارونه اؤ توپیري رویه د نه خورېدنې د نړیوال نظام وقار ته زیان رسوي، نظامي عدم توازن سیوا کوي اؤ نړیوال امن اؤ سلامتي په خطره کې اچوي

واشنګټن تېر کال هم د اکتوبر په مياشت کې په چين کې درېو هغو کمپنيانو باندې بنديزونه لګولي وؤ،چې د پاکستان ميزايل پروګرام ته یې سامانونه ورکول.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG