لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د منځني ختیځ بېنکونو نه ۴ ارب ډالره قرض لپاره خبرې کوي 

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب د خپلې اقتصادي‌ ډلې ترڅنګ د دوبۍ اسلامي بېنک مشر ډاکټر عدنان چلوان سره په آنلان بڼه لیدل کتل کړي. ښاغلي اورنګزېب ددې وړاندې وېلي د منځنې ختیز نه به د پاکستان کمرشل قرضې ډېر زر بېرته اخستل شروع شي

پاکستاني میډیا وايي د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف ۷ ارب ډالره قرض پروګرام منظورۍ نه وړاندې پاکستان روان مالي کال کې د بهرنیو قرضو ضرورتونو پوره کولو لپاره د منځني ختیز بېنکونو نه ۴ ارب ډالره ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي.

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب د خپلې اقتصادي‌ ډلې ترڅنګ د دوبۍ اسلامي بېنک مشر ډاکټر عدنان چلوان سره په آنلان بڼه لیدل کتل کړي. ښاغلي اورنګزېب ددې وړاندې وېلي د منځنې ختیز نه به د پاکستان کمرشل قرضې ډېر زر بېرته اخستل شروع شي.

پاکستان په خپل بجټ‌ کې د روان مالي‌ کال لپاره خواوشاه ۲۰ ارب ډالره بهرنیو قرضو اخستو هدف اېښودی. که چرته پاکستان دغه هومره بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي نو په روان مالي کال کې به د ملک زرمبادله ذخیرې د ۱۹نه تر۲۰ ارب ډالره پورې ورسي.

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب میډیا ته وېلي حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې سره په رابطه کې دی او دوي تمه لري چې د آي اېم اېف اېګزېکټیو بورډ به د ستمبر په میاشت کې پاکستان ته د ۷ ارب ډالره قرض تړون منظوري‌ ورکړي.

د دې وړاندې د خزانې وزیر تمه څرګنده کړې وه چې د آي اېم اېف اېګزېکټیو بورډ به د اګست په اخري هفته کې د پاکستان لپاره په دې شرط د قرضې منظوري ورکړي چې کله اسلام اباد د چین،‌ سعودي عرب او متحده عرب امارات لخوا د ۱۲ ارب ډالره قرضو موده غځولو پخلی وکړي.

د پاکستان سرکاري خبري اداره، ای پي پي وايي تراوسه پورې صرف متحده عرب امارات پاکستان ته د ۱ ارب ډالره قرض مودې غځولو پخلی کړی او د باقي پاتې ۱۱ ارب ډالره قرضو مودې غځولو پخلی تراوسه نه دی شوی.

اخوا د پاکستان خزانې وزارت او مرکزي بېنک د زیارت په ورځ‌ د اقتصادي چارو لپاره د سېنټ قاېمه کمېټۍ ته وېلي پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف نه په ۵.۰۹ فیصد سود شرحې سره د درې ارب ډالره قرضه اخستې وه کومه چې د دغه مالیاتي ادارې د معمول سود شرحې نه زیاته ده.پاکستان د منځني ختیز بېنکونو نه ۴ ارب ډالره قرض لپاره خبرې کوي.

پاکستاني میډیا وايي د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف ۷ ارب ډالره قرض پروګرام منظورۍ نه وړاندې پاکستان روان مالي کال کې د بهرنیو قرضو ضرورتونو پوره کولو لپاره د منځني ختیز بېنکونو نه ۴ ارب ډالره ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي.

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب د خپلې اقتصادي‌ ډلې ترڅنګ د دوبۍ اسلامي بېنک مشر ډاکټر عدنان چلوان سره په آنلان بڼه لیدل کتل کړي. ښاغلي اورنګزېب ددې وړاندې وېلي د منځنې ختیز نه به د پاکستان کمرشل قرضې ډېر زر بېرته اخستل شروع شي.

پاکستان په خپل بجټ‌ کې د روان مالي‌ کال لپاره خواوشاه ۲۰ ارب ډالره بهرنیو قرضو اخستو هدف اېښودی. که چرته پاکستان دغه هومره بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي نو په روان مالي کال کې به د ملک زرمبادله ذخیرې د ۱۹نه تر۲۰ ارب ډالره پورې ورسي.

د خزانې وزیر محمد اورنګزېب میډیا ته وېلي حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې سره په رابطه کې دی او دوي تمه لري چې د آي اېم اېف اېګزېکټیو بورډ به د ستمبر په میاشت کې پاکستان ته د ۷ ارب ډالره قرض تړون منظوري‌ ورکړي.

د دې وړاندې د خزانې وزیر تمه څرګنده کړې وه چې د آي اېم اېف اېګزېکټیو بورډ به د اګست په اخري هفته کې د پاکستان لپاره په دې شرط د قرضې منظوري ورکړي چې کله اسلام اباد د چین،‌ سعودي عرب او متحده عرب امارات لخوا د ۱۲ ارب ډالره قرضو موده غځولو پخلی وکړي.

د پاکستان سرکاري خبري اداره، ای پي پي وايي تراوسه پورې صرف متحده عرب امارات پاکستان ته د ۱ ارب ډالره قرض مودې غځولو پخلی کړی او د باقي پاتې ۱۱ ارب ډالره قرضو مودې غځولو پخلی تراوسه نه دی شوی.

اخوا د پاکستان خزانې وزارت او مرکزي بېنک د زیارت په ورځ‌ د اقتصادي چارو لپاره د سېنټ قاېمه کمېټۍ ته وېلي پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف نه په ۵.۰۹ فیصد سود شرحې سره د درې ارب ډالره قرضه اخستې وه کومه چې د دغه مالیاتي ادارې د معمول سود شرحې نه زیاته ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG