دپاکستان وفاقي حکومت دپخواني پوځي صدر جنرال(ر) پرويز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې چلولو په اړه څلور کسيزه تحقيقاتي کميټي جوړه کړې ده.
دغه کميټي به دمشرف په ضد دپاکستان دائين دارټيکل شپږم لاندې دغدارۍ دجرم پلټنې کوي.
وفاقي حکومت دمشرف په ضد ددغه مقدمې چلولو په اړه طريقه کار په ليکلي ډول سپريم کورټ ته وړاندې کړى اؤ بلخوا دپاکستان سپريم کورټ دپرويز مشرف په ضد دغدارۍ دمقدمې دچلولو په اړه په درخواستونو فيصله محفوظه کړې ده.
دپاکستان دکورنو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان دپارليمنټ ښکتني ايوان يعنې قومي اسمبلۍ ته دزيارت په ورځ خپله وينا کې وويل دوفاقي تحقيقاتي ادارې ايف ائي اى په څلورو افسرانو مشتمله يوه کميټي جوړه کړل شوې چې ددغه معاملې جاج به اخلي.
چوهدري نثار وويل کميټي به دپلټنو دمکملولو وروستو خپل رپورټ داخله وزارت ته ليږي.
په دغه څلور کسيزه کميټۍ کې دايف ائي اى ايډيشنل ډائريکټر جنرل خالد قريشي اؤ حسين اصغرترڅنگ دوه ډائريکټران محمد اعظم اؤ منصور الحسن شامل دي.
چوهدري نثار وويل دکميټۍ دجوړولو دغه فيصله د١٩٧٣ دائين دايکټ په رڼا کې شوې ده.
دحزب اختلاف څخه په قومي اسمبلۍ کې دپاکستان پيپلز پارټۍ سينئر مشر مخدوم امين فهيم وويل دارټيکل شپږ اطلاق داکتوبر ١٩٩٩ څخه راپديخوا پکار دى، هغه وويل چې يواځې دپخواني امر دنومبر ٢٠٠٧ داقداماتو لپاره دقانون اطلاق ددوه مخيز معيار برابر خبره ده.
په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف يو بل غړي دعوامي مسلم ليگ مشر شيخ رشيد وويل پکار ده چې ارټيکل شپږم د١٩٥٦ څخه راپديخوا دهاغو ټولو کسانو په ضد استعمال شي، چې غداري يې کړې ده.
بلخوا سپريم کورټ د پخواني صدر په ضد دغدارۍ دمقدمې چلولو په اړه په درخواستونو فيصله محفوظه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه فيصله به په مناسب وخت کې اورولى شي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف په روانه اوونۍ کې قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال دپرويز مشرف په ضد دائين دماتولو دمقدمې دشروع کولو اعلان کړى ؤ.
هم په دغه ورځ اټارني جنرل دمشرف په ضد په دغه اړه سپريم کورټ کې دجمع کړل شوؤ اپيلونو داوريدنې په موقع په تحريري توگه په ډاگه کړې وه چې حکومت دټولو سياسي حلقو په اعتماد کې داخستو سره دکارروايۍ اراده لري.
اټارني جنرل درايې داتفاق پيدا کولو لپاره دديرشو ورځو مهلت غوښتى ؤ، خو عدالت هغه ته ددريوؤ ورځو دوخت ورکولو په ترڅ کې دزيارت په ورځ دکارروايۍ دطريقه کار څخه دعدالت دخبرولو هدايت کړى ؤ.
اټارني جنرل منير اى ملک عدالت ته وويل دسختې غدارۍ دمقدمو دپلټنو اختيار ايف ائي اى لري اؤ په دې اړه داخله سيکرټري ته هدايات جاري کړل شوي دي.
بل لوري ته پرويز مشرف دځان په ضد دغدارۍ مقدمه کې دکارروايۍ په حکومتي پريکړه دجسټس ايس خواجه په مشرۍ کې دسترې محکمې ددرې کسيز بينچ په وړاندې خپل تحفظات جمع کړي دي.
دپخواني صدر دوکيل ابراهيم ستي له لوري جمع کړل شوي ليکلي ځواب کې وئيل شوي دي ، که هر څو دغه معامله په عدالت کې ده، خو په ميډيا کې دهغه ټرائيل کولى شي، عدليه دې دهغه دحقونو تحفظ وکړي.
داوريدنې په مهال ددرخواست ورکوونکو وکيلانو دمشرف دنيولو غوښتنه وکړه ، خو عدالت دغه غوښتنه رد کړه.
په دغه مهال جسټس اعجاز افضل پخپلو څرگندونو کې وويل دغدارۍ په مقدمه کې دشکايت ددرج کولو پرته نيونه نۀ شي کيدى.
دپرويز مشرف وکيل ابراهيم ستي سپريم کورټ ته وويل وفاقي حکومت ددريم نومبر ٢٠٠٧ گامونه يواځې دهغه دموکل پورې محدودول غواړي.
هغه په بينچ کې دموجودو ججانو په مخاطب کولو سره وويل دهغه دموکل ژوند اؤ مرگ دهغوي په لاس کې دى، په دې جسټس خلجي عارف حسين وويل دپرويز مشرف سره به هم انصاف کولى شي.