لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې ملتپالو ګوندونو د چمن پرلت په ملاتړ په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي


د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې ملتپالو ګوندونو د چمن پرلت سره د يووالي لپاﺭه احتجاجونو کې له حکومته په صوبه کې د امنيت خوندي کولو، پر چمن پوله ځايي خلکو ته د تېر په څېر په شناخت کاﺭډ او افغان تذکره د تګ راتګ اجاﺯه وﺭکولو غوښتنه کړې ده. د دې غوښتنې د پاره په چمن کې احتجاجي پرلت روان دی.

د ستمبر پر 13 په ږوب ښار کې د څلورو ملتپاله ګوندونو ګډې احتجاجې غونډې ته د عوامې نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزي وويل، په بلوچستان کې امنتیي حالت وﺭځ په ورځ خرابیږي او وایي د امنيت لپاﺭه پوليس او ليويز ته اختياﺭات وﺭکول پکاﺭ دي:

"ﺯه له ﺭياسته پوښتنه کوم ﺯما د ﺯﺭونو کلونو وطن چې ﺯه یې مالک يم ته وماته د مزدوﺭ په نظﺭ ګوﺭې، اﺭبونه کربونه ته وهې ګټي ته وهې او خوله ﺯما پکې تویيزي که ﺯه بیرته د خپل حق غوښتنه کوم ته ﺯما ګاډي ﺭاسوځې ته ﺯما ډﺭايوﺭ ﺭا سوځې".

دغو ملتپاله ګوندونو پښتونخوا نيشنل پاﺭټۍ، عوامي نېشنل پاﺭټۍ، نېشنل ډيموکريټيک موومنټ او پښتون ژغوﺭنې غوﺭځنګ په ګډه دغه احتجاجونه د صوبې په دوکۍ، ږوب، چمن او هرنایي کې د چمن پرلتوالو د غوښتنو د ملاتړ لپاﺭه اعلان کړې چې پر حکومت د دغې غوښتنې منلو لپاﺭه فشاﺭ زیات کړي.

حکومت تر اوسه د ملتپاله ګوندو پر احتجاجونو باندې خپل غبرګون نه دی ښکاﺭه کړی خو په چمن کې د ﺭوان پرلت د غوښتنو په هکله د صوبې اعلی چاﺭواکو مخکې ويلي چې بې له پاسپوﺭټ او ويزې هيچاته د پاکستان حکومت پر خپلو سرحدونو د تګ ﺭاتګ اجاﺯه نه ورکوي.

د پرلت ویاند عبدالصادق اڅکزي د حکومت دغه دعوې ردوي چې د چمن په زرګونو خلکو پاکستاني پاسپورټونه جوړ کړي او د کرښې دواړو غاړو ته پرې تګ راتګ کوي:

"دا دعوې بې بنياده او دﺭوغ دي، اوس هم په لکونو ﺭوپۍ پاسپوﺭټونو جوړيزي او په لکونو ﺭوپۍ بې له پاسپوﺭټ خلک افغانستان ته ځي ﺭاځې چې انساني قاچاق شروع دی، تر څو پوﺭې دغه فيصله ون ډاکومنټ رجیم حکومت واپس نه وي اخستي ﺯموږ احتجاجي پرلت به ﺭوان وي ".

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند يو مشر اعظم خان وایي، په حکومت د چمن پرلت د غوښتنو منلو لپاﺭه به ددغو ملتپاله ګوندونو د احتجاجونو سلسله په صوبه کې ﺭوانه وي:

"دغه پرلت له [څه کم] يو کال ﺭاهیسې شروع دی، مخکې موږ شاوخوا 45 مظاهرې او احتجاجي غونډې د صوبې په مخلتفو ښاﺭونو کې وکړې، اوس په دوکۍ او ږوب کې جلسې وشوې، پر 17 ستمبر به په چمن او 20م باندې په هرنایي کې ﺯموږ جلسې وي، ﺯموږ يواځینۍ غوښتنه دا ده چې حکومت د چمن خلکو ته بې له پاسپوﺭټ پر پوله د تګ ﺭاتګ اجاﺯه وﺭکړي".

تېر کال په اکتوبر کې لنډمهاله حکومت له افغانستان سره پر پوله د پاسپورټ شرط نافذ کولو مخکې له چمن ښاره هره ورځ په زرګونو کارګر او کوچني سوداګر د افغانستان سرحدي بازارونو ته په پاکستاني شناختي کارډ او له چمن سره څېرمه د افغانستان د سرحدي سیمو خلک په افغان تذکره پاکستان ته تګ راتګ ﺭاکاوه.

د هغه وخت حکومت ددې پرېکړې پر ضد د تېر کال د اکتوبر له 20مې د روان کال د جولای تر 21مې په چمن ښار کې نهه میاشتنی اوږد احتجاجي پرلت وشو او د صوبایي حکومت په ډاډ پرلت ختم کړل شو، خو پرلتوالو ځکه بیرته پرلت پیل کړ چې وایي حکومت له خپلې ژمنې پر شا شو.

  • 16x9 Image

    نعمت الله سرحدي

    نعمت الله سرحدي له 2006م کال راهیسې په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي او له دې سره سره یې له ځینو پاکستاني رسنیو سره هم کار کړی دی. هغه د سیمې له روانو حالاتو سره سره له افغانستان او ایران سره د پاکستان پر تجارتي اړیکو، د پولې پر مسایلو، ادبي او کلتوري غونډو او بېلابېلو موضوعاتو باندې رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG