دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف په بيجنگ کې دخپل چيني سيال لي کيگيانگ سره ديوې ليدنې په مهال وئيلي دي چې دپاکستان اؤ چين اړيکې پياوړې اؤ مضبوطې دي.
دچين په پلازمينه کې ددغه ليدنې په مهال نواز شريف وئيلي دي ”زمونږ اړيکې دلوړو غرونو څخه لوړې، دژور سمندر څخه ژورې اؤ دشهدو څخه خوښې دي“
په دغه موقع لي وويل” ستاسو له لوري دچين داولس لپاره دزياتې قدردانۍ اؤ مينې ستائينه کووم“
په انتخاباتو کې داکثريت ترلاسه کولو وروستو دچين وزيراعظم لمړنى بهرنى مشر ؤ، چې دپاکستان سفر يې کړى ؤ.
ددواړو ملکونو دوزيراعظمانو ترمينځ دليدنې وروستو دپاکستان اؤ چين ترمينځ اقتصادي مرستې ته دودې ورکولو په اتوؤ منصوبو لاسليکونه هم شوي دي.
دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه په دغو تړونونو کې دکوئيلې څخه دبجلۍ پيدا کولو دمنصوبې ترڅنگ دخنجراب څخه راولپينډۍ پورې دفائبراپټک کيبل دغوړولو منصوبه هم شامله ده.
دواړو ملکونو دپوليو دمخنيوي دهڅو په اړه د مرستې سيوا کولو لړ کې هم په يوه تړون لاسليک کړى دى.
همدغه شان دپاکستان مسلم ليگ(ن) اؤ د چين دکميونسټ پارټۍ ترمينځ دهمکارۍ لړ کې هم په يو تړون لاسليک شوى.
له دې وړاندې دوزيراعظم نواز شريف لپاره دبيجنگ په اولسي هال کې دهرکلي دستوره هم جوړه کړل شوې وه.
وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې هغه ددواړو ملکونو اړيکې نورې هم لوړول غواړي.
دچين اؤ پاکستان تجارت تير کال ١٢ بلينو ډالرو ته رسيدلى ؤ اؤ هيله ده په راتلونکو دوؤ ، دريوؤ کلونو کې به دا پينځلسو بلينو ډالرو ته ورسيږي.
دزيارت په ورځ نواز شريف دچين دصدر شي جنگ پنگ سره ليدنه کړې وه.
شي ، چې نواز شريف يو زوړملگرى اؤ ښه ورور گڼي وئيلي ؤ اسلام اباد سره سټريټجک مرسته سيوا کولو دچين دسفارت کارۍ په ترجيحاتو کې شامله ده.
نواز شريف وئيلي دي چې دهغه هيواد دچين دسرمايه کارۍ هرکلى کوي اؤ ددې لپاره به ددوستانه ماحول پيدا کولو په اړه کار کوي.