نېشنل ډېموکرېټېک مومنټ، اېن ډي اېم، ویلي یو فعال يې د خېبرپښتونخوا په ډيره اسماعیل خان کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په "هدفي" حمله کې ووژل شو.
عمرشېراني د ډیره اسماعیل خان په ډرابڼ سیمه کې په ډزو ووژل شو.
د درازیندې د پولیسو مشر شریف الله مشال رېډیو ته وویل یو حمله کوونکي په عمر شېراني ډزې وکړې، هغه يې زخمي کړو او پولیس هغه هسپتال ته منتقل کړو خو ساه يې ورکړه.
د اېن ډي اېم فعالانو وویل شېزانی په "ټارګېټېډ" یا په هدفي حمله کې ووژل شو. د غورځنګ ترمخه شېرانی د پارټۍ د خېبرپښتونخوا د تنظیمي کمېټۍ غړی و.
د اېن ډي اېم، یا د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ په اېکس، پخواني ټوېټر، د شېراني په قتل د افسوس اظهار وکړو.
داوړ وویل شېراني د اېن ډي اېم قیمتي اثاثه وه او د هغه وژنه د دې خبرې یادونه کوي چې خېبرپښتونخوا د "ترهګرو په رحم" پرېښودل شوې ده او وسله والو د "بې ګناه خلکو وژلو ته دوام ورکړی دی."
د شېراني د قتل په اړه په پاکستان کې د انساني حقونو غېر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمېشن او پاکستان، اېچ ارسي پي، وویل په خېبرپښتونخوا کې د وسله والو د "دوامداره موجودګۍ" له امله شهري او سیاسي فعالیتونو دپاره ساهې ته سنګین نقصان رسېدلی دی.
اېچ ار سي پي په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل بیان کې وویل ریاست دې په ترجيحي بنیادونو نه یوازې په شېراني حمله کې ککړ خلک د قانون سره مخامخ کړي بلکې وسله والو او انتهاپسندۍ ته دې په هېڅ شکل کې نور ځای ور ونه سپاري.
د خېبرپښتونخوا حکومت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي. د صوبې وزیراعظم امین الله ګنډاپور چې خپله هم د ډيره اسماعیل خان دی، ویلي په صوبه کې امن او امان په ځای کولی يې اولنۍ ترجیح ده.
د اېن ډي اېم فعال شېراني په داسې حال کې وژل شوی چې په خېبرپښتونخوا او په خصوصي توګه د صوبې په جنوبي ضلعو کې د امن او امان صورتحال د تشویش وړ بلل کېږي.
Forum