دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په دنوښار ضلعې په جلوزو دکډوالو کيمپ کې مقامي اؤ نړيوالو امدادي تنظيمونو دجمعې په ورځ وروستو له هغې خپل دفترونه تړلي چې امنيتي ايجنسو ورته دممکنه ترهه گريز بريد خبردارى ورکړى.
دحکومتي چارواکو ترمخه دغه دفترونه دجمعې په سحر دامدادي تنظيمونو دپه نخښه کولو په اړه دخطرو له امله تړل شوي دي.
دجلوزو دکيمپ مشر عثمان خليل پخلى کړى چې دملگرو ملتونو دډبليو ايف پي، يو اين ايچ سي ار اؤ ډبليو ايچ او پشمول دنورو مقامي اؤ مدني اؤ روغتيا په اړه غيرحکومتي تنظيمونو دفترونو ته دخطرې له امله دتړل کيدو وينا شوې.
هغه وئيلي دي چې دغه ټول دفترونه به دراتلونکو هداياتو پورې تړلي وي.
سږکال دمارچ په مياشت کې دجلوزو کيمپ کې يوه موټري بم چاؤدنه شوې وه چې پکې اووۀ کسان وژل شوي وؤ.
جلوزو کيمپ په پاکستان کې دافغان کډوالو لپاره دجوړ کړل شوؤ سترو کيمپونو څخه يو دى.