دپاکستان صدر اصف علي زرداري وئيلي دي چې په مرکز اؤ صوبه کې دمنتخبو حکومتونو په موجودگۍ کې کراچۍ ته دپوځ وربللو هيڅ جواز نشته.
تيره ورځ دکراچۍ يوې لساني ډلې متحده قومي موومنټ په قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ کې غوښتنه کړې وه چې کراچۍ دې پوځ ته وسپارل شي ، چې په سندهـ صوبه کې واکمن گوند پيپلز پارټۍ اؤ ځينو نورو سياسي گوندونو ددغه غوښتنې په کلکه غندنه کړې وه.
دسندهـ وزيراعلي قائم علي شاه سره دکراچۍ په بلاول هاؤس کې ديوې ليدنې په مهال صدر اصف علي زرداري وويل دسندهـ حکومت ته دمجرمانو په ضد کوټلې کارروائي پکار ده اؤ دخلکو دژوند اؤ مال په تحفظ کې به هيڅ قسمه سستي ونۀ زغمل شي.
دسرچينو وينا ده په دغه موقع دسندهـ وزيراعلي صدر زرداري ته په ښار کې دامن دبحالۍ لپاره داخستل شوؤ گامونو په اړه احوال تير کړل شو، خو صدر زرداري په دغو اقداماتو دبې اطمينانۍ څرگندونه وکړه.
صدر زرداري وزيراعلي ته هدايت وکړو چې پوليسو اؤ نورو قانون نافذونکو ادارو ته دې دمجرمانو په ضد کارروايۍ لپاره اختيارات ورکړل شي اؤ دغه کارروائي بايد چې پرته له سياسي وابستگۍ ترسره شي.
دزيارت په ورځ قومي اسمبلۍ کې دخپلو څرگندونو په مهال دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي وؤ چې حکومت په کراچۍ کې دورانکارو په ضد هدفي عملياتو کولو ته تيار دى ، خو ددغو عملياتو مشري به دسندهـ دوزيراعلي په غاړه وي.
د تيرو څو مياشتو راهسې د پاکستان ترټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د امنيت وضعه سخته خرابه شوې ده اؤ متحده قومي موومنټ غوښتنه کړې ده چې کراچۍ دې پوځ ته وسپارل شي.
ټاکل شوې ده چې د کراچۍ د وضعيت په هکله په کوټلو گامونو د غورکولو دپاره د نهې په ورځ په کراچۍ کې د وزيراعظم ميانوازشريف په مشرۍ د اوچتې پايې يوه غونډه کيږي چې پکې د ټولو اړخونو رايې معلومولى شي چې کراچۍ کې دامنيت دپاره پوځي عمليات وکړل شي کۀ نور گامونه هم سودمن ثابتيدى شي؟