لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوبل جایزه ګټونکی محمد یونس د بنګله دېش د لنډمهالي حکومت مشر وټاکل شو


په بنګله دېش کې د احتاج کوونکو طالبعلمانو په غوښتنه د دې هېواد د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د لنډمهاله حکومت مشر ټاکل شوی دی. وړمه ورځ د بنګله دېش وزیراعظمې شیخ حسینه د خپل حکومت خلاف د پراخ پاڅون په نتیجه کې استعفی ورکړې او له ملکه تښتېدلې وه.

دا اعلان د چارشنبې- شورو په سهار وختي د صدر محمد شهاب الدین د مطبوعاتو سیکرټري جویال عابدین کړی دی. عابدین له اسوسیېټیډ پریس سره په ټیلیفون خبرې کړې دي.

ښاغلي عابدين دا هم ویلي چې د محمد يونس په مشرۍ د حکومت د نورو غړو د ټاکل کېدو په اړه به ډېر زر له سياسي ګوندونو او نورو اړخونو سره تر خبرو وروسته پرېکړه وشي.

د احتجاج کوونکو طالبعلمانو مشرانو، د بنګله دېش د درو پوځونو مشرانو، د مدني ټولنې غړو او د ځینو تجارتي تنظیمونو مشرانو د سه شنبې- نهې په ورځ د شپې تر ناوخته د ملک له صدر سره تر پینځه ګنټې زیات وخت خبرې وکړې چې د لنډمهاله حکومت مشر وټاکي.

د احتجاجي تحریک زده کوونکو مخکې د محمد یونس د ټاکل کېدو وړاندیز کړی وو او ویلي یې وو چې هغه ورسره پر دې خبره اتفاق کړی دی. ځایي رسنیو ویلي تمه کیږي هغه به ډېر زر له پېرسه بنګله دېش ته ستون شي.

تر دې مخکې محمد یونس د سه شنبې- نهې په ورځ اې اېف پي خبري ایجنسۍ ته ویلي، د لنډمهاله حکومت مشرۍ ته چمتو دی، دا بیان یوه ورځ وروسته له هغه مخې ته راغلی چې شیخ حسینه له استعفا وروسته له ملکه ووته او کنټرول پوځ په لاس کې واخیست.

له دې پرېکړې وروسته د طالبعلمانو د احتجاج مشران د سه شنبې- نهې د شپې له نیمایي وروسته د صدر له رسمي کوره رخصت شوي چې په ظاهره له دې فیصلې راضي ښکارېدل او هرکلی یې کړی دی.

تر دې مخکې د بنګله دېش صدر پارلمان تحلیل کړ او د نويو ټاکنو لپاره یې لاره هواره کړه چې له اوږدې مودې پر څوکۍ د ناستې مستعفي شوې او له هېواده وتلې وزیراعظمې شیخ حسینه پر ځای نوی وزیراعظم وټاکي.

د بنګله دېش یو عدالت د روان 2024م کال په جون میاشت کې د هېواد اقتصادپوه او د نوبل جایزې ګټونکی ډاکټر محمد یونس د لېبر له قوانینو په سرغړونه تورن کړی وو او هغه ته یې د شپږ میاشتو د بند سزا اورولې ده.

84 کلن یونیس او د هغه ادارې ګرامین بېنک ته په 2006م کال کې د هغوی د دې کار له کبله د نویل جایزه ورکړل شوې چې د بنګله دېش د کلیوالو سیمو خلکو ته یې تر 100 ډالرو کم واړه پورونه ورکړي وو او په میلینونو خلک یې له غربته را ایستلي وو.

وزیراعظمې شیخ حسینه پر محمد یونس تور لګولی وو چې وایي د غریبانو وینې زبېښي، خو د هغه پلویانو ویلي وو حکومت ځکه د هغه حیثیت ته تاوان رسوي چې یو ځل یې د حسینه د عوامي لیګ په ضد د بل ګوند جوړولو اراده کړې وه.

صدر محمد شهاب الدین د کور له نظربندۍ څخه د اپوزیشن د مشرې خالده ضیاء د خلاصون امر هم کړی دی. خالده ضیاء د شیخ حسینه د اوږدې مودې سیاله وه او په 2018م کال کې د حسینې حکومت د بډو رشوتو په تور سزا کړې وه.

د بنګله دېش د وزیراعظم له استعفی او تېښتې وروسته پوځ د کنټرول تر لاسه کولو وروسته د سه شنبې- نهې په ورځ پر ځینو لوړو پوسټونو تبدیلۍ کړې دي، خو احتجاج کوونکو طالبعلمانو ویلي دوی به د پوځ په ملاتړ هیڅ حکومت ته اجازه ورنه کړي.

د سر ښار ډهاکې سړکونه د سه شنبې- نهې په ورځ ارام ښکارېدل او د تشدد د کومې نوې پېښې خبر نه دی ورکړل شوی خو مظاهره چیان د شیخ حسینه د کور مخې ته را غونډ شوي وو او خوشحالۍ کولې او په دې مهال ځینو له امنیتي پوځیانو سره سیلفي عکسونه اخیستل.

د ډهاکې مرکزي هوايي ډګر له اتو ګنټو ځنډ وروسته بېرته خپل فعاليت پيل کړی او نړیوال پروازونه ځنې‌ پیل شوي دي.

د بنګله دېش د پولیسو اتحاد په ټول هیواد کې د امنیت د نشتوالي خلاف کاربندیز پیل کړی ځکه چې وایي د دوشنبې- ګل په ورځ پر اکثرو پولیس تاڼو باندې بریدونه شویي دي او "ډېر" افسران پکې وژل شوي دي خو وژل شویو پولیسو شمیر یې نه دی ښوولی.

شیخ حسینه د دوشنبې- ګل په ورځ په هیلیکاپټر کې هغه وخت ګاونډي هېواد هندوستان ته وتښتېده چې مظاهره چیانو په ډهاکه کې د احتجاج لپاره د پوځ د ګرځبندیز یا کرفیو امر ونه مانه او په زرګونو لاریون کوونکو د هغې پر کور او د هغې د ګوند او کورنۍ اړوند ودانیو باندې برید وکړ.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې پي او ځینې معلومات له اې ایف پي اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG