لاس رسیدونکی لینک

 
په ګوانټانامو بی کې د امریکې په پوځي زندان کې د نیول شویو غېرقانوي کډوالو شمېره ۶۸ ته رسېدلې
تازه خبر

په ګوانټانامو بی کې د امریکې په پوځي زندان کې د نیول شویو غېرقانوي کډوالو شمېره ۶۸ ته رسېدلې


د امریکې د قومي سلامتیا وزیرې کرېسټي نوم د تېرې جمعې په ورځ د حراستي مرکز دوره او د نیول شویو کډوالو د دریم پرواز کتنه يې وکړه او نیول شوي کسان يې د قاتلان، د وېنزوېلا د ګېنګونو ظالمان غړي او د "بدترینو څخه بدترین" کسان وبلل
د امریکې د قومي سلامتیا وزیرې کرېسټي نوم د تېرې جمعې په ورځ د حراستي مرکز دوره او د نیول شویو کډوالو د دریم پرواز کتنه يې وکړه او نیول شوي کسان يې د قاتلان، د وېنزوېلا د ګېنګونو ظالمان غړي او د "بدترینو څخه بدترین" کسان وبلل

په ګوانټانامو بی کیوبا کې د امریکې په پوځي زندان کې د امریکې نه د ویستل شویو غېر قانوني کډوالو شمېره ۶۸ ته رسېدلې ده.

په ګوانټانامو بې کې د نیول شویو کډوالو دغه شمېره د کانګرس غړو ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکايي پوځ جنوبي کمانډ ورکړه. د امریکايي پوځ دا څانګه په ګوانټانامو بی کې د امریکې د سمندري پوځ د مرکز ذمه واري په غاړه لري.

د امریکې د ټرانسپورټېشن کمانډ وي او ای ته د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل تر اوسه ګوانټانامو بی ته د کډوالو لږ تر لږه پينځه پروازونه تللي دي او په هر پرواز کې د ۱۰ نه تر ۱۵ کډوال بوتلل شوي دي.

د امریکې د قومي سلامتیا وزیرې کرېسټي نوم د تېرې جمعې په ورځ د حراستي مرکز دوره او د نیول شویو کډوالو د دریم پرواز کتنه يې وکړه او نیول شوي کسان يې د قاتلان، د وېنزوېلا د ګېنګونو ظالمان غړي او د "بدترینو څخه بدترین" کسان وبلل.

مېرمن نوم په سوشل میډیا یو پېغام کې وویل ګوانټانامو بې ته لېږل شوي لږ تر لږه یو کډوال د قتل اعتراف کړی او ځینې نور د قتل، اقدام قتل، د وسلو د سمګلېنګ او جعل سازۍ په الزاماتو مطلوب وو.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د شهري حقونو تنظیم امېرېکن سېول لېبرټیز یونین، ای سي اېل یوو، او د کډوالو د حقونو ځینو نورو تنظیمونو د ډپارټمنټ اف هوم لېنډ سېکیورټي خلاف عدالت ته خواست وکړو او الزام يې ولګولو چې په ګوانټانامو کې نیول کسان وکیلانو ته لاس رسی نه لري.

د ای سي اېل یوو وکیل لي ګېل اېرنټ په یو بیان کې وویل په بېړا کې کډوال لرې جزیرې ته د لېږلو دلارې چې د وکیلانو، د کورنۍ غړو او د نورې دنیا سره يې رابطه منقطع شوې، د ټرمپ حکومت دا واضحه پېغام ورکول غواړي د قانون عملداري دوی ته هېڅ معنا نه لري.

هغه وویل دا خبره اوس په عدالتونو انحصار لري چې دا خبره یقیني کړي چې په دې ملک به د قانون حکمراني وي.

د ای سي اېل یوو او د نورو ډلو ترمخه په مقدمه کې یوې ښځې ویلي چې هغه د ورور د نیول کېدو نه هله خبر شوه چې د هغه تصویر يې ولیدلو او دا چې په هغه د یو ګېنګ سره د تعلق الزام لګول شوی دی.
ډي اېچ اېس په مقدمه کې لګول شوي الزامات در کړل.

د ادارې یو چارواکي وي او ای سره شریک کړی شوي یو بیان کې وویل وکیلانو ته د لاس رسي دپاره د ټیلې فون یو نظام موجود دی.

د ډي اېچ اېس چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وویل که چېرې ای سي اېل یوو د بهرنیو قاتلانو او د ګېنګ د بې رحمه غړو د امریکایانو نه زیات خیال ساتي نو بیا دې خپل نوم بدل کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG