لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپرلي کې به افغانستان کې زياتره امريکائي جنگي کارروايۍ ختميږي


Obama US Afghanistan
Obama US Afghanistan
دامريکا صدر براک اوباما او افغان صدر حامد کرزي په دې خبره رضامندي ښودلې ده چې افغانستان کې به په سږني سپرلي کې دامريکائي پوځ زياتره جنگي کارروايۍ ختمولى شي.
دافغانستان د صدر حامد کرزي او صدر براک اوباما ترمينځ سپينه ماڼۍ کې دليدنې وروستو دجنگي مشن په اړه اعلان شوى دى.
دواړو مشرانو دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ دوحه کې دخبرو اترو ملاتړ هم وکړو.
سپينه ماڼۍ کې د افغان صدر حامد کرزي ترڅنگ ميډيا سره خبرو کې صدر اوباما وويل دسپرلي دپيل څخه به زمونږ دپوځيانو يو مختلف مشن وي، هغوي به په تربيت، مشورې اؤ دافغان پوځ مدد کوي.
هغوي وويل دغه به يوه تاريخي شيبه وي او په مکمله توگه به ديو خپلواکه افغانستان په لوري يو بل گام وي.
ددې ترڅنگ دبنديانو افغان حکومت ته په سپارلو هم اتفاق شوى دى، له دې وړاندې به صدر کرزي ددې غوښتنه کوله ځکه چې دهغه په فکر دافغانستان دخپلواکۍ لپاره دبنديانو افغان حکومت ته سپارل زيات ارزښتناک دي.
صدر اوباما وويل هم دافغان حکومت په غوښتنه به امريکائي پوځيان افغانستان کې د2014م څخه ورستو ديو تړون لاندې پاتې کيږي چې پکې به هغوي ته دافغانستان دقوانينو څخه داستثنا ضمانت ورکول وي.
صدر حامد کرزي وويل په دې اوريدلو سره زيات خوشحاله دى چې سپرلي کې به افغان پوځ امنيتي چارې سمبالوي، بين المللي ځواکونه، امريکائي ځواکونه به اوس په کليو کې موجود نۀ وي او اوس به دغه کار دافغان پوځ په ذمه وي چې افغان اولس ته امنيت او تحفظ ورکړي.
صدر اوباما او کرزي ددې ارادې څرگندونه وکړه چې دامنيتي تړون تياري چې څومره زر وشي ممکنولى به شي.
دامريکائي پوځي کمانډرانو ترمخه افغانستان کې به دتندلاريتوب دمخنيوي او افغان پوځ ته دتربيت ورکولو لپاره به دشپږو زرو څخه تر پينځلسو زرو پورې عسکر افغانستان کې ساتل پکار دي.
صدر اوباما دجمعې په ورځ وويل دپوځي کمانډرانو درايې دجاج اخستو وروستو به په دغه اړه کومه غوڅه پريکړه کوي خوددې ترڅنگ هغه ددې ارادې څرگندونه هم وکړه چې امريکا افغانستان کې کومه مستقله اډه ساتل نۀ غواړي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG