لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دروژې دمياشتې په رارسيدو مسلمانانو ته دصدر اوباما پيغام


صدر اوباما دتيرو څلورو کلونو راهسې هرکال په سپينه ماڼۍ کې دروژه ماتي دپارټۍ دمشرۍ کولو دنده لري اؤ سږکال هم ددې انتظار کوي چې دهاغو امريکائي مسلمانانو هرکلى وکړي ، څوک چې دکاروبار په څانگه کې اؤ دفعاله غړو اؤ فنکارانو په حيثيت کې دامريکا لپاره خدمات ترسره کوي
صدر اوباما دتيرو څلورو کلونو راهسې هرکال په سپينه ماڼۍ کې دروژه ماتي دپارټۍ دمشرۍ کولو دنده لري اؤ سږکال هم ددې انتظار کوي چې دهاغو امريکائي مسلمانانو هرکلى وکړي ، څوک چې دکاروبار په څانگه کې اؤ دفعاله غړو اؤ فنکارانو په حيثيت کې دامريکا لپاره خدمات ترسره کوي
دامريکا صدر براک اوباما وئيلي دي چې دروژې دمقدسې مياشتې په رارسيدو مشيل اؤ هغه په امريکا اؤ ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته دنيکو هيلو پيرزوئينه کوي.
اوباما وائي دنړۍ ديو ارب اؤ پنځوسو کروړو مسلمانانو لپاره د روژې میاشت دنورو خلکو دخيرښيگړې اؤ خوشحالۍ دعکاسۍ ، روژې نيولو اؤ عبادت موقعې برابروي.
صدر وائي دغه مياشت دکورنۍ غړو اؤ ملگرو ته هم پخپلو کې ديوځايې کيدو اؤ دهاغو اصولو په اساس دخوشحالۍ نمانځلو موقع ورکوي چې دمختلفو مذهبونو دخلکو ترمينځ اتحاد پيدا کوي ، کوم چې دامن، انصاف، يو والي اؤ دانسانانو لپاره مينه اؤ خواخوږي لرل دي.
صدر اوباما زياتوي چې دغه ياد شوي څيزونه دهاغو اختلافونو څخه څو چنده مضبوط دي چې اکثره مونږ ديو بل څخه بيلوي.
داوباما په وينا دغه مياشت دا خبره هم په يادوي چې ازادي، وقار اؤ موقعې څرگند بشري حقونه دي.
صدر اوباما دتيرو څلورو کلونو راهسې هرکال په سپينه ماڼۍ کې دروژه ماتي دپارټۍ دمشرۍ کولو دنده لري اؤ سږکال هم ددې انتظار کوي چې دهاغو امريکائي مسلمانانو هرکلى وکړي ، څوک چې دکاروبار په څانگه کې اؤ دفعاله غړو اؤ فنکارانو په حيثيت کې دامريکا لپاره خدمات ترسره کوي.
اوباما وائي په ټوله نړۍ اؤ امريکا کې دخپلو کورنو دخوشحالو، امن اؤ هم اهنگۍ سره دمسلمانانو لپاره ددغه مياشتې هيله کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG