افغانستان کې سږ کال ۱۴.۳ میلنه افغانان چې زیاتره یې ماشومان او ښځي دي روغتیايي مرستو ته اړتیا لري: اوچا
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي چې سږ کال لږ تر لږه 14.3 افغانان چې زياتره يې ماشومان او ښځې دي، روغتيايي مرستو ته اړتيا لري. د اقتصادي چارو پوهان وايي د طالبانو د واکمنیدو وروسته رامنځته شوي اقتصادي بحران، بېروزګارۍ او پرله پسې وچکالۍ له کبله د خلکو مالي ستونزې سېوا شوي چې په نتيجه کې يې د ملکي وګړو په بهرنيو مرستو ته اړتيا ورځ تر بلې سېوا کېږي.