د تعلیم په نړیواله ورځ، ۲۶مه جنوري، ملګرو ملتونو او د تعلیم یا زده کړو فعالانو په افغانستان کې د ښځو په تعلیم د روان بندیز د ختمولو لپاره غږ کړې او د جینکو په تعلیم باندې د طالبانو په نزدې څلور کلني بنديز یې افسوس ښکاره کړی دی.
د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصې استازې روزا اوتنبایوا د تعلیم په نړیواله ورځ په خپل پېغام کې ویلي "دا یوه خواشینونکې غمیزه ده چې میلونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې دي. "
په ټوله نړۍ کې د جنورۍ ۲۴ نېټه د تعلیم د نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کېږي. افغانستان په دنیا کې یوازنی اسلامي ملک بلل کېږي چې طالبانو په کې د جینکو په تعلیم يې پابندي لګولې ده.
د يوناما خپور شوی بیان وايي په افغانستان کې د ښځو په تعلیم د پورې کړل شوي بنديز ۱۲۲۵ ورځې وشوې او وايي ډېر زر به د دغه بنديز څلور کاله پوره شي.
افغان مېرمنې د طالبانو د بندیز غندنه کوي. وي او ای ډیوه سره د بندیز په اړه خبرو کې شینکۍ کړوخېل احساساتي شوه.
په اسلامي ملکونو کې د جینکو د تعلیم په اړه په اسلام اباد کې دا میاشت یوې نړیوالې غونډې ته نوبل انعام ګټونکې او د جینکو د تعلیم مبارزې ملاله یوسفزۍ وویل طالبان ښځو ته د انسانانو په څېر نه ګوري او د تعلیم حق يې ترې تروړلی دی.
د ملاله يوسفزۍ پلار ضیاالدين يوسفزي هم په نن ورځ په اففانستان کې د ښځو د بنديز په اړه په یو ټويت کې ویلي افغانستان یوازی ملک دی چې د "بدقسمتۍ" نه په کې په میلنونو جینکو د شپږم ټولګي نه پورته د تعلیم پابندي ده. "نن د افغانستان او د هېواد ۲۰ مېلین ښځو دپاره توره ورځ ده."
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د شپږم جماعت نه پورته او د یونېورسټۍ په کچه د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده. په وروستي وختونو کې طالبانو د طبي تعلیم ادارې هم جینکو ته د داخلو نه منع کړي دي.
ملګرو ملتونو، اسلامي ملکونو او د انساني حقونو فعالانو د ښځو په تعلیم د طالبانو د قدغنونو غندنه کړې او غواړي چې طالبان دې دغه اقدامات بېرته واخلي.
طالبانو ښځې د کار روزګار، یوازې د سفر او په ټولنیز ژوند کې د شرکت نه هم منع کړي دي خو طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي دا د دوی د اسلامي تعلیماتو د تشریح او د افغان دود دستور سره سمون خوري.
د تعلیم د نړیوالې ورځ په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما د جعمې په ورځ په خپل بیان کې وویل دا مهمه شېبه د هغو میلونونو افغان نجونو لپاره د ژورې خواشینۍ او اندیښنې سره نمانځي چې لا هم د زده کړې له بنسټیز حق څخه محرومې دي.
د یوناما د بیان ترمخه چې ادارې د فېس بک په خپله پاڼه شایع کړی دی اوتنبایوا وویل: "هیڅ یو هیواد د خپل نفوس نیمایي برخې په بې واکه کولو او شاته پریښودو سره پرمختګ نه دی کړی. واکمن چارواکي باید د زده کړې پر وړاندې دا بندیز سمدلاسه پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ته راستنې شي. "
یوناما وویل د زده کړې نړیواله ورځ، چې هر کال د جنوري په ۲۴مه نمانځل کېږي، د سولې، پرمختګ او برابرۍ د لاسته راوړلو لپاره د زده کړې پر مهم رول ټینګار کوي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي هم ویلي وو چې د نجونو او ښځو د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده، بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.
ستانکزي د جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۹) د ایکس پر خپله پاڼه د خپلې هغې وینا یوه برخه خپره کړې چې د خوست په ولایت کې د یوې دیني مدرسې د فارغونو د فراغت غونډې ته یې په همدې ورځ کړې ده.
هغه ویلي: "په افغانستان کې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو د تړلو لپاره هیڅ بهانه او دلیل وجود نلري".
شیرمحمد عباس ستانکزي د طالبانو له مشر وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیځي.
د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي وویل چې د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو له ډلې د نیمايي ۲۰ میلیونو پر وړاندې د طالبانو بې عدالتي روانه ده. هغه وویل چې هغوی د قیامت پر ورځ په دې اړه نجونو او ښځو ته ځواب ورکوونکي دي.
خو د طالبانو مشر تر اوسه د نړیوالې ټولنې او پخپله د طالب چارواکو دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
په اسلامي ټولنو کې د نجونو زده کړې، فرصتونه اؤ ننګونې تر عنوان لاندې په اسلام اباد کې نړیوال کانفرنس ته خپله وینا کې ملالې یوسفزۍ د هم ویلي وو چې په پاکستان کې هم ۱۰ میلیونه نجونې ښوونځیو ته د تلو څخه محرومې دي.
د کانفرنس د کوربه، د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په ګډون ویناوالو او د بېلابېلو هیوادونو استازو، افغانستان یاد نه کړ، چې په نړۍ کې یواځینی اسلامي هیواد دی چې د سخت دریځو واکمنو طالب مشرانو یې تر شپږم ټولګي پورته نجونه له تعلیمه منع کړې دي خو ملالې یوسفزۍ بیا پخپله وینا کې د نجونو په زده کړو د بندیزونو لګولو له امله د افغان طالبانو په حکومت کلکې نیوکې کړې وې.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د وي او ای د اشنا څانګې نه اخیستل شوي دي
Forum