لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د پاکستان سفیر: د افغان سولې پروسه کې د پاکستان په رول افغان حکومت خبر دی


په کابل کې د پاکستان سفیر په خپلو خبرو کې د افغان سولې په اړه خوشبینی هم ښودلی او زیاته کړې يې ده چې امکان دي د اګست میاشتې په ۱۳مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې تړون لاسلیک شي.

افغانستان لپاره د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ویلي د افغانستان روانې جګړې د حل او د افغان طالبانو د خبرو اترو مېز ته راوستو کې پاکستان مهم رول لوبولی او دا چې افغان حکومت یې د خپلو دغه کوششونو نه څو وارې خبر کړی هم دی.

د وي او ای اشنا څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د پاکستان سفیر هیله څرګند کړې چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ روانو خبرو اترو کې به دواړه اړخه د سولې یو تړون لاسلیک کړي. نوموړي ویلي چې د امریکایانو سره د ریشتونې او ګټه ورو خبرو لپاره يې طالبان هڅولي چې دغه خبرو اترو ته کښیني.

په کابل کې د پاکستان سفیر په خپلو خبرو کې د افغان سولې په اړه خوشبینی هم ښودلی او زیاته کړې يې ده چې امکان دي د اګست میاشتې په ۱۳مه نېټه د امریکا او طالبانو تر منځه د سولې تړون لاسلیک شي.

نوموړي په دغه مرکه کې دا هم منلي چې پاکستان په افغان طالبانو محدود اثر لري خو دغه اثر په بده معنا نه، بلکه دا د دواړه هیوادونو د ښو اړیکو د اهمیت له اړخه دی.

د پاکستان او افغانستان اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي ویلي چې د پاکستان موجوده حکومت د خارجه چارو وزیر خپل لومړی سفر تیر کال د ستمبر په میاشت کې هم د افغانستان نه پېل کړی وو او د دغې وروسته یې څو څو وارې د کابل سفر کړی چې افغان حکومت د پاکستان لخوا د افغان سولې لپاره پورته شوي ګامونو نه خبر کړي. نوموړي د سولې لپاره پورته کړی شوي ګامونو کې د پاکستان لخوا د افغان طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر د خوشي کولو خبره هم کړې او زیاته کړې يې ده چې نوموړی دا مهال په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشري کوي.

خو نوموړي زیاته کړې چې دوي په قطر کې د طالبانو په سیاسي دفتر لږ یا محدود اثر لري خو زیاتوي چې په افغانستان کې د راتلونکي حکومت جوړیدل، په افغان ټولنه او حکومت کې د طالبانو ورګډیدل، د دغې ټولو فیصله به په خپله د افغانستان اولس کوي.

د پاکستان وزیراعظم لخوا د افغان طالبانو سره د رابطو په اړه د پوښتنې په ځواب کې پاکستاني سفیر زاهد نصرالله خان ویلي چې د افغان طالبانو سره د پاکستان رابطې هم هغه شان دي لکه څنګه چې نور سیمه ایز هیوادونه لکه چین، روس، ایران، ازبکستان او یو شمیر نور هیوادونه لري.

د قطر په دوحه ښار کې د افغان طالبانو او امریکايي استازو تر منځه روانو خبرو اترو په اړه د دي پوښتنې چې ایا په قطر کې په دغه خبرو اترو کې د پاکستان پلاوی هم شته؟ نوموړي ویلي چې نه، دا مهال په دوحه کې زمونږ کومه رسمي ډله نشته خو وايي دوي د قطر دغه خبرو اترو ته د نژدې نه ګوري ځکه پاکستان د افغانستان تر ټولو نژدې او مهم ګاونډي هیواد دی.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر دا خبرې په داسې وخت کړي چې په دوحه کې د افغان طالبانو او امریکایي استازو تر منځه د سولې خبرو اترو ۸ او مهم پړاو روان دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG