دپاکستاني وزيراعظم لپاره دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز به دخالي په ورځ دافغانستان په يوه ورځنۍ دوره کابل ته رسيږي.
په عين حال کې دافغانستان دصدر حامد کرزى يو نزدې ملگرى وائي چې په دوحه کې دطالبانو ددفتر پرانسته دافغانستان دماتولو يوه منصوبه وه چې انتظام يې يا خو دپاکستان اؤ يا امريکې لخوا شوى ؤ.
دحامد کرزي چيف اف سټاف وائي کابل دپاکستان اؤ امريکې ترمينځ د مخ په زياتيدو نزدې والي له امله انديښنه لرله.
څيړونکي وائي دافغان صدر ديو نزدې ملگري لخوا دغه څرگندونې دکابل اؤ واشنگټن اؤ کابل اؤ اسلام اباد ترمينځ دبې دباورۍ ژورتيا په ډاگه کوي.
دافغان صدر حامد کرزي په بلنه افغانستان ته ددورې دغه اراده سرتاج عزيز برطانوي خارجه وزير وليم هيگ سره دخبرو وروستو يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال څرگنده کړې ده.
دکابل اؤ اسلام اباد اړيکو کې تاؤتريخوالى افغانستان کې دامنيت ټينگښت کې دنړيوالو هڅو په وړاندې خنډ ثابتيږي اؤ نړيوال مشران په دواړو هيوادونو داختلافونو دهواري لپاره ټينگار کوي.
برطانوي خارجه وزير وليم هيگ وئيلي دي چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ ښې اړيکې دسيمې دامنيت لپاره بنيادي حيثيت لري اؤ زياته کړې يې ده چې برطانيه ددواړو هيوادونو ترمينځ دخلا کمولو لپاره مرستې ته تياره ده.
اسلام اباد ته دبرطانيې خارجه وزير خپل دغه دوه ورځنى سفر څو اوونۍ وروستو له هغې کړى چې دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون هم دسيمې دسفر په مهال ددواړو هيوادونو په مشرانو دښو اړيکو جوړولو غږ کړى ؤ.
کابل ته دسفر په مهال به سرتاج عزيز په هاغو څو مهمو معاملو خبرې کوي چې له امله يې اوس اوس ددواړو هيوادونو په اړيکو کې تاؤتريخوالى رامينځته شوى.
په داسې حال کې چې کابل ته دسرتاج عزيز سفر ته غوڅ شکل ورکړل شوى،په ريډيو يوه مرکه کې دهغه افغان سيال رنگين دادفر سپنتا په پاکستان نيوکه کړې اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان دسيمې دامن لپاره دالقاعده څخه ستر گواښ دى.
سرچينې وائي سرتاج عزيز به کابل کې دخپل دغه سفر په مهال دپرامنه اؤ متحد افغانستان په اړه دپاکستان ژمنه تکراروي اؤ ددوحې خبرو اترو کې به دمدد ورکولو وړانديز کوي.
په دوحه کې دامن عمل وروستو له هغې ځنډيدلى چې افغان حکومت دغلته دطالبانو دفتر ته په ورکړل شوي نوم اؤ بيرغ نيوکه وکړه.
دمطبوعاتي کانفرنس په مهال سرتاج عزيز اميد څرگند کړو چې ددوحې په عمل کې به مخې ته راغلي خنډان لري شي اؤ اؤ دطالبانو اؤ امريکا ترمينځ خبرې به زر پيل شي.
هغه په دې خبره باوري نۀ دى چې دافغانستان امنيتي شورا اؤ طالبان به کله ليدنه کوي خو وائي چې پاکستان، برطانيه اؤ امريکا ټول ددغه مقصد ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
څو اوونۍ دمخه دافغانستان سفير عمر داودزي سره ديوې ليدنې په مهال دسرتاج عزيز دې تجويز سره افغانستان کې غصه نوره هم سيوا شوې وه چې وئيلي يې ؤ افغان حکومت دې طالبانو سره اقتدار وويشي.
بلخوا دافغان صدر حامد کرزي يو نزدې ملگري کريم خرم يو مقامي ټي وي سره خبرو کې وئيلي دي چې” په کومه طريقه چې قطر کې دفتر پرانستل شو، هغه يوه منصوبه وه، افغانستان دغه منصوبه ناکامه کړه اؤ ددغه منصوبې مقصد دافغانستان ماتول يا ويشل ؤ“
خرم وويل” مونږ انديښنې لرو، اؤ دغه انديښنۍ دجنورۍ څخه راپديخوا دامريکا لخوا پاکستان ته دنزدې کيدو وروستو سيوا شوې، په ځانگړې توگه په هاغو معاملو چې تعلق يې دافغانستان سره ؤ“
خرم زياته کړه” په سل فيصده باور سره نۀ شم وئيلى، خو تاسو پخپله پوهيدلى شئ ، چې ددې دواړو هيوادونو څخه يو( ددوحې ددفتر) په منصوبه کې لاس لري“
خرم دکرزي دنزدې صلاح کارانو څخه يو دى.