لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوی حکومت باېد د افغانستان په اړه خپلې ژمنې عملي کړي


نن په اسلام اباد کې د غېردولتي تنظيم سي-ار-اېس-اېس له سيوري لاندې د پاکستان او افغانستان ترمينځه د غېر رسمي سفارتکارۍ يا ټرېک ټو ډېپلومېسي په ترڅ کې غونډه اوشوه چې پکې د دواړو هېوادونو پارليماني غړو، سماجي کارمندانو، سياسي پوهانو او د خبريالانو ګډون اوکړو.

په غونډه کې شريکو پوهانو د پاکستان د نوي حکومت نه په افغانستان کې د مثبت رول لوبولو په اړه هيلې اوښودلې.

په دغه غونډه کې د افغانستان د اجريي رېس يا چيف اېګزېکټېو عبدالله عبدالله سلاحکار مزمل شينواري وېل وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قريشي د افغانستان په اړه ګټه ورې ژمنې کړي خو پکار ده چې عملي شي.

"د افغانستان حکومت او خلک دا غواړي چې باېد پاکستان خپل اخلاص اوښايي او طالبان مجبور کړي چې د صلحې مېز ته کېني او يا يي د پاکستان نه اوباسي چې له دغه ځايه د افغانستان په خلاف کار او نه کړی شي."

افغانستان وخت په وخت په پاکستان نيوکې کوي چې پخپله خاوره د حقاني شبکې وسله وال ساتي چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي دوي پخپله خاوره د ټولو ترهګرو په ضد عمليات کړي او اکثره ترهګر يي يا خو وژلي او يا د پولې پورې افغانستان پلو تښتېدلي دي.

هرڅه که پاکستان وايي يو پرامنه افغانستان د دوي په ګټه دی خو څيړونکي وايي د دواړو ګاوڼديانو ترمينخه د بې باورۍ کچه جګه شوې ده.

په اسلام اباد کې د غېر رسمي سفارتکارۍ په غونډه کې شريک خبريال طاهر خان وي او ای ډيوه ته ويلي افغانستان د عمران خان د حکومت نه ډېر خوشبينه دی.

" د دواړو هېوادونو ترمينځه د خبرو په يو نوي مېکنزم کار روان دی د پوځيانو او د اېنټېليجنس افسرانو پکې پينځه بېل بېل ګروپونه جوړ شوي دي او د خبرو په يو رسمي نظام اتفاق شوی چې عملي کېدل يي يو مهم کار دی او نوي حکومت لپاره د خبرو بنياد جوړ دی."

هرڅه که څيړونکي په دې خبره يو خله دي چې د عمران خان د حکومت لپاره د افغانستان سره د اړيکو سمولو ته ماحول برابر دی خو د افغانستان، هندوستان او امريکه سره د اړيکو پاليسي د پاکستان پوځ پخپلو لاسو کې ساتي او دا به د عمران خان لپاره يو لوي چېلنج وي چې د پوځي جرنېلانو نه دغه واک واخلي او د افغانستان او هندوستان سره د ښه ګاونډيانو په څېر ټولې تربګنۍ ختمې کړي دا به د ټولې سيمې په ګټه وي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG