لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د این ایف سي ایوارډ ټاکلو اؤ قبایلي ضلعې ته پکې د برخې ورکولو لپاره عدالت ته خواست شوی


د این ایف سي ایوارډ زر تر زره د ټاکلو اؤ په هغه کې قبایلي ضلعو ته د برخې ورکولو لپاره پېښور هایکورټ ته عریضه شوې ده.

دا عریضه چې د پښتونخوا د خزانې پخواني وزیر تیمور سلیم جګړه د وکیل علي ګوهر دراني په لاس کړې ده، پکې ویل شوي چې قبایلي سیمو ته پنګې ورکول د وفاقي حکومت ذمه واري وه خو کله نه چې قبایلي ضلعې صوبه کې شاملې شوې دي نو وفاقي حکومت دغو سیمو ته د خپلې برخې پېسې نه ورکوي.

په درخواست یا عریضه کې ویل شوي چې اوس هم په صوبه کې ورګډې کړل شوې قبایلي ضلعې د وفاق په ذمه ۱۵۰ اربه روپۍ لري.

تیمور سلیم جګړه ویلي چې د این ایف سي ایوارډ په غیر موجودګۍ کې د قبایلي ضلعو مالي اړتیاوې پوره کول د وفاقي حکومت ذمه واري ده خو وفاق د داسې کولو نه ځان په ډډه کړی دی.

درخواست کې دریځ خپل کړل شوی چې له تېرو ۱۴ کالو راهسې این ایف سي ایوارډ نه دی ټاکل شوی ځکه نو عدالت دې زر تر زره د ایف ایف سي ایوارډ د ټاکلو امر وکړي اؤ په دغه ایوارډ کې دي قبایلي ضلعو ته هم برخه ورکړل شي

د پاکستان وزیراعظم ښاغلی شهباز شریف د تېرې میاشتې په وروستیو کې د پارلیمان غونډې ته ویلي وؤ چې د ترهګرۍ نه اغېزمنې صوبې خېبر پښتونخوا ته په کال ۲۰۱۰ کې د این ایف سي ایوارډ لاندې ۵۹۰ اربه روپۍ ورکړل شوې دي خو په دغه صوبه کې تر اوسه د ترهګرۍ ضد محکمه یا سي ټي ډي هم نه ده بشپړه شوې.

وزیراعظم شهباز شریف ویلي وؤ این ایف سي ایوارډ په ۲۰۱۰م کال کې ټاکل شوی ؤ اؤ په هغې د هغه وخت د وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني مشرۍ کې څلور واړه صوبې متفق شوې وې.

د وزیراعظم وینا وه چې د پښتونخوا ولس د ترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړې دي همدا لامل دی چې په کال ۲۰۱۰م کې د ټاکل شوي این ایف سي ایوارډ په اساس دې ترهګرۍ ځپلې سیمې ته ۵۹۰ اربه روپۍ ورکړل شوې دي.

هغه ویلي وؤ صوبې ته د دومره لوي رقم ورکړی کېدو باوجود تر اوسه پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمه هم نه ده بشپړه کړل شوې.

د شهباز شریف وینا وه، "مونږ سیاست کول نه غواړو خو د خېبر پښتونخوا په څېر نورې صوبې هم د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې دي خو د ترهګرۍ په مد کې نورو صوبو ته هیڅ نه دي ورکړل شوي".

خو د خېبر پښتونخوا حکومت بیا د وزیراعظم شهباز شریف دا دعوه د حقیقت نه لرې بللې وه اؤ ویلي یې وؤ چې شهباز شریف د دروغو په دعوؤ د خېبر پښتونخوا د برخې د پیسو نه سترګې نه شي پټولی.

د پښتونخوا حکومت ویاند اؤ د اطلاعاتو لپاره د وزیر اعلا سلا کار بېرسټر سیف وي او ای ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ،د ترهګرۍ په ضد جګړه کې چې پښتونخوا صوبې سره کومې ژمنې شوې دي "مونږ د هغې په اساس د وفاقي حکومت نه غواړو چې زمونږ صوبې ته دې د خپلې برخې پېسې ورکړل شي".

هغه ویلي وؤ د هګرۍ خلاف جګړه یوه هر اړخیزه بڼه لري اؤ د هغې لګښتونه بیخي ډير دي.

ویاند ویلي وؤ کله چې قبایلي سیمې په صوبه کې ورګډولی شوې په هغه مهال وفاق پښتونخوا لپاره د ځانګړي فنډ یا پنګو اعلان کړی ؤ اؤ مونږ ترې دا ځل د قبایلي سیمو لپاره د ۱۴۰ اربو روپو نه زیات ترقیاتي فنډ غوښتی دی خو وایي وفاق صوبې ته یوازې ۶۶ اربه روپۍ ورکړې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG