د وزیراعظم عمران خان په دې بیان چې حکومت به یې ټولې وسله والې ختموي، وتلي سیاسي کارکونکي بشره گوهر ویلي حکومت یو خوا د وسله والو ډلو د ختمولو خبره کوي او بلخو دارالعلوم حقانيي ته پېسې ورکوي چې په جار ځان د طالبان "پلاران" گڼي.
خو ځینې نور څېړونکي بیا وايي داسې ښکاري چې اوس د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو ته احساس شوی دی چې وسله والې ډلې یې په مفاد کې نه دي.
تیره ورځ د خارجي خبریالانو سره په یوه غېر رسمي ناسته کې عمران خان وویل حکومت یې ژمنه کړې ده چې ټولې وسله والې ډلې به ختموي او پوځ یې په دې لړ کې مکمل ملاتړ کوي.
عمران خان وویل د پاکستان دغه ډلې د ١٩٨٠ په لسیزه کې په افغانستان کې د روس خلاف د جنگ په وخت جوړې کړې وې.
د بي بي سي خبرې ادارې سره مرکه کې عمران خان وویل حکومت د جېش محمد په شمول د ټولو وسله والو خلاف د اقداماتو ژمنه کړې ده.
سیاسي کارکونکي او د پوځ په تگلاره تنقید کونکي بشره گوهر وايي یو خوا خو موجوده حکومت د وسله والو ډلو د ختمولو خبره کوي او بلخوا دیني مدرسو ته پېسې ورکوي.
بشره گوهر وویل د خېبر پښتونخوا حکومت په اکوړه خټک کې دارالعلوم حقانيي ته پېسې ورکړې دي چې د هغې په وینا حکومت وايي دا مالي مرسته یې ځکه کړې ده چې دینې مدرسې په قامي بهیر کې شاملې شي. خو بشره گوهره د دې تگلارې مخالفت وکړو او زیاته یې کړه "که دا پالېسیانې (تگلارې) وي نو دې سره خو به انتهاپسندي ډیرېږي کمېږي خو به نه."
بشره گوهر وویل پکار ده د خېبرپښتونخوا حکومت دغه پېسې سکولونو ته ورکړی وی چې په بد حال دي خو یوې داسې مدرسې ته یې ورکړې چې "کهلاو (په ډاگه) وايي چې مونږ د طالبانو سرپرسته یو او پلاران یوو."
څېړونکي زاهد حسین وي او ای ډیوه ته وویل پاکستان د کال ٢٠٠١ وروسته یوازې د هغو تنظیمونو خلاف عملیات وکړل چې د پاکستان خلاف وو خو د نورو تظیمونو په ضد یې څه واضحه تگلاره خپله نکړه.
د عمران خان د بیان په اړه عمران خان وویل اوس په پاکستان هم واضحه شوي چې دا تنظیمونه یې په مفاد کې نه ده. "ځما په خیال د پوځ اود انټلېجنس اېجنسیو (استخباراتي ادارو) هم دا باور شوی دی چې دا څېزونه نشي چلېدی."
زاهد حسین وویل د حکومت ترلاسه کولو نه وړاندې به عمران خان د طالبانو د دفتر پرانېستلو خبره کوله خو "ځما په خیال اوس د وزیراعظم جوړیدو وروسته په دې خبره پوهه شوی دی چې دا څېزونه په هغه ډول نشي چلېدی څه رنگ یې چې سوچ کولو."
په اسلام اباد کې د وي او ای ډیوه خبریال اورنگزیب خان په خپل رپورټ کې وايي د پوځ او د وسله والو ډلو په اړه لکه د عمران خان په رنگ بیان د پخواني وزیراعظم نواز شریف هم په مطبوعاتو کې راغلی و خو د تنقید سره مخامخ کړی شوی و او د هغه وخت د پنجاب وزیراعلا شهبازشریف په اړه هم یو بیان مخې ته راغلی و چې د رپورټونو ترمخه شهبازشریف پکې د ااستخباراتی ادارې ايي اېس ايي مشر ته ویلي وو چې سویلین حکومت د وسله والو ډلو کوم غړي ونیسي نو پوځ یې ازاد کړي. د شهبازشریف دغو خبرو ته ډن لېکس نوم ورکړی شوی و.
د نواز شریف حکومت د دفاع وزیر خواجه اصف په یو ټېلې وژن که کې وویل په تېرو وختونو د عمران خان په رنگ خبره کول داسې وو لکه چې څوک د مذهب سپکاوی کوي او داسې خبرې نشوې کېدلی. هغه ویل "ما دوه کاله وړاندې ویلي وو چې پکار ده چې مونږ خپل کور سم کړو."
خواجه اصف وویل عمران خان دغه خبرې د اېف ای ټي اېف د فشار دلاندې کړې دي. اېف اېټ ټي اېف په نړيواله کچه د وسله والو تنظیمونو د مالي وسیلو مخه نیولو دپاره کار کوي او په دې لړ کې د مناسب گامونو نه پورته کولو په سر ادارې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې شامل کړی دی.