لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ او افغان طالبانو تر منځ نښتو کې د مرګ ژوبلې دعوې شوي


د ډیورنډ کرښې ته نزدې، د افغانستان خوست او د پاکستان کرمې سیمې ته څېرمه، د افغان طالبانو اؤ پاکستاني ځواکونو تر منځ د اتم سپټمبر د نښتې په اړه ځینو پاکستاني مطبوعاتو افغان طالبانو ته دمرګ ژوبلې اړولو رپوټونه ورکړي دي خو د پاکستان پوځ یا افغان طالبانو په مرګ ژوبله څه ویلي نه دي.

د پاکستان خبري ادارې ډان د نامعلومه سرچینو له خولې ویلي چې وروستۍ نښتو کې اته افغان طالبان وژل شوي اؤ 16 نور ژوبل شوي دي.

امریکا غږ ته يوشمېر سرچینو ویلي چې یادو نښتو کې د پاکستان د یو پوځي افسر په ګډون، پينځه پاکستاني پوځیان ژوبل شوي دي.

د افغان طالبانو د مرګ ژوبلې رپوټ یوازې يو څو پاکستاني خبري ادارو د “سرچینو” له خولې ورکړی.

‎په پاکستان کې چې عموماً پوځ کومه خبره پخپله نیغ په نېغه نه کول غواړي نو پاکستاني رسنۍ بیا زیاتره وخت هغه خبره د "سرچېنو "په نوم مخې ته راولي.

پاکستان خوا ته د خېبر پښتونخوا ناارامه سیمو ته او یا د ډیورنډ کرښې ته نزدې د نښتې ځای ته بې طرفه خبریالان اکثره ورتللی نه شي. افغانستان لور ته هم کوم بې طرفه خبریال تر اوسه د نښتې ځای ته د ورتګ یا د هلته نه د سترګو لیدلی حال ورکړی نه دی.

سرچېنو ویلي چې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې د افغان طالبانو دوه مهم کمانډران خلیل اؤ جان محمد هم وژل شوي اؤ دعوه یې کړې ده چې د افغان طالبانو یو ټینک هم تباه کړل شوی دی.

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د شنبې په ورځ سختې نښتې شوې وي ، چې د راپورونو له مخې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د امنیتي چارواکو او دواړو غاړو د اوسېدونکو له قوله ویل شوي دي،د جګړې سیمه د افغانستان په سویل ختیځ کې د خوست ولایت او د پاکستان پولې ته څېرمه د کورمې ضلعې تر منځ پرته سیمه ده.

د راپورونو له مخې جګړه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو هڅه کوله افغان لوري ته یوه امنیتي پوسته جوړه کړي خو وایي چې پاکستاني پوځیانو په هغوي ډزې پیل کړې اؤ د پوستې جوړولو مخه یې ونیوله.

پاکستاني چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د نږدې 2600 کلومیټره اوږدې پولې په اړه د دوه اړخیزو هوکړو له مخې هیڅ یو لوری نه شي کولی په یو اړخیزه توګه نوې پوستې جوړې کړي.

تېره ورځ هم ګڼو سرچینو خبر ورکړی ، چې په روانو سختو نښتو کې د یوه افسر په ګډون لږ تر لږه پنځه پاکستاني پوځیان او څلور افغان پوله ساتونکي ټپیان شوي دي.

د پاکستان او افغانستان چارواکو په سمدستي توګه د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په څو ورځو کې دوهم ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان پولې په اوږدو کې د لانجمنو پوستو جوړولو پر سر نښتې کېږي.

د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ دا تازه تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال په افغان خاوره کې پټنځایونه لري او د پولې هاخوا د ترهګریزو بریدونو د پلانونو په جوړولو کې د دغه هیواد د طالب مشرانو له خوا ورسره مرسته کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز بلوچ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار کړی ؤ چې "مونږ په څو مواردو کې د دغو ترهګرو ډلو د فعالیتونو شواهد وړاندې کړي، چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري"

هغې په اسلام اباد کې یوې اونیزې خبري غونډې ته وویل، «مونږ د افغانستان له حکومته غواړو چې د دغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي او دا یقیني کړي چې دغه ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه ونه کړي»

په افغانستان واکمن طالب چارواکي په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون د نورو بهرنیو وسله والو ډلو د شتون تورونه ردوي او وایي، هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دوی له خاورې د ګاونډي هیوادونو په ضد استفاده وکړي.

د ملګرو ملتونو وروستیو ارزونو د طالبانو دعوې رد کړي او د پاکستان د دې اندیښنو ملاتړ یې کړی چې د ټي ټي پي وسله والو په کابل کې د افغان حکومت په مرسته د پولې هاخوا تاوتریخوالی زیات کړی.

له هغه وخته چې طالبان درې کاله مخکې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پاکستان اؤ افغانستان دوه اړخیزې اړیکې په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي د زیاتیدونکو بریدونو او کله ناکله د سرحدي نښتو له امله خړې پړې شوې اؤ د روان تاو تریخوالي له امله سوداګریزې اؤ ټرانزیټي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG