لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د یو قبایلي مخور له شخصي بند څخه ٢٥ افغانان آزاد شول


آرشیف
آرشیف

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې امنیتي چارواکو ویلي، ٢٥ افغان وگړي چې د بلوچستان د چاغۍ په سیمه کې د یو چا په شخصي بند کې قید ول، خوشې شوي دي.

د چاغۍ مرستیال کمېشنر (ډیپټي کمېشنر) فتح خان خجک، وي او اې ډېوه ته وویل چې دغه افغانان د یو قبایلي مخور د کور له یو شخصي بند څخه راخلاص شوي دي. د هغه په وینا، د دې افغان وگړو په اړه هغه وخت پته ولگېده چې په سیمه کې د دوو سیالو ډلو ترمنځ وسله واله نښته وشوه او په نښته کې دوه کسان مړه او درې نور ژوبل شول.

دا نښته سبب شوه چې د لیویز چارواکو پام هغه ځای ته واوړي. د ډیپټي کمېشنر خجک په قول، د نوکونډۍ د لیویزو تحصیلدار نجیب الله کامراني چې کله ورغی هلته یې پلټنې پیلې کړلې، او ویې موندله چې د یو کور په شخصي بند کې ٢٥ کسان تړل شوي و. دا ټوله د افغانستان اوسېدونکي و چې د پاکستان له لارې دوی ایران، ترکیې او اروپایي هېوادونو ته په غېرقانوني توگه باندې د تگ هڅه کوله.

دوی له تېرې یوې نیمې میاشتې څخه دلته تړل شوي و. دغه افغانان د ایران او پاکستان د سرحد په حدودو کې وسله والو تښتولي و چې د ایران سرحد ته څېرمه، د نوکونډۍ ښارگوټي ته نږدې، په یوه کلا کې موجود و.

اوس دوی د لیویزو په ولکه کې دي. چارواکي وایي چې پر دغو افغانانو باندې تشدد هم شوی دی او یرغمل کوونکو، د هغو کورونو ته د شکنجې ویډیوگانې وراستولې او له هغو څخه یې د پېسو غوښتنې کولې.

په بلوچستان کې د اېف آی اې پخوانی ډیپټي ډایرکټر سلطان افریدی وایي چې دا د بشري قاچاق لړۍ ده. هغه وي او اې ډیوه ته وویل: "اوس هم دا اجنټان چې کوم دي، دوی په مختلفو غیرقانوني لارو باندې دوی په گاډو کې واچوي، او هغوی بیا د ایران له سرحده تیریږي. نو بعضې اوقات دا مقامي خلک دوی ونیسي او په کورونو کې یې بند کړي او بیا د هغو له کورنیو نه پیسې غواړي، پر هغو تشدد کوي."

د پاکستان او ایران پر سرحد هر کال زرگونه کسان د بشري قاچاق له لارې نورو هېوادونو ته د تگ هڅه کوي. د پاکستان د مرکزي حکومت تحقیقاتي اداره، اېف آی اې، وایي چې هر کال پر دغه سرحد باندې تر ١٥٠٠٠ پورې کسان په غیرقانوني تللو باندې نیول کیږي، او په دې منځ کې داسې کسان هم وي چې په خطرناکو لارو د تگ هڅه کوي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د بشري حقونو سازمان د پاکستان له حکومت څخه غواړي چې د بشري قاچاق د مخنیوي لپاره دې عملي گامونه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG