لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وایي د جنوبي وزیرستان په نښته کې څلور پوځيان اؤ شپږ ترهګر وژل شوي


د پاکستان پوځ منلې ده چې په جنوبي وزیرستان کې د ټي ټي پي وسله والو سره نښته کې یې څلور عسکر وژل شوي اؤ وایي د ډزو په تبادله کې شپږ خوارج( د ټي ټي پي وسله وال) هم وژل شوي دي.

د بر جنوبي وزیرستان انتظاميې هم د نهې په ورځ(پرون) ډیوه ته ددې برید پخلی کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ برید تېره شپه د تیارزه تحصيل په منتوی علاقه کې شوی دی.

د سیمې نه سرچینو ډیوه ته ویلي وؤ ، بريد د شپې يا سهار خواوشا په درې بجې شوی، دوه چيک پوستې پکې په هدف شوي کوم چې د بر او کوز جنوبي وزيرستان په مينځ کې پرتې دي.

د امنیتي سرچينو ترمخه، وسله والو اول د مامي خېل په چیک پوسته، او بیا یې په قلعه بريد کړی ؤ.

سرچينې په پېښه کې د څلورو امنیتي عسکرو وژل کېدو او 29 پورې نورو ژوبلېدو تاييد کړی ؤ خو ویلي وؤ په ژوبلو کې ګڼ د معمولي نوعيت ژوبل دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې د ژوبلو پوځيانو په اړه هیڅ نه دي ویلي.

پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ پوځیان نومونه د ناییک عرفان الله،حوالدار نثار حسین ، ناییک رشید ګل اؤ سپاهي عثمان رفاقت په نومونو سره ښودلې ده.

پوځ ویلي "امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ نوغي ویستو ته پرعزمه دي اؤ زمونږ د زړورو پوځيانو داسې قربانۍ زمونږ ولولې نورې هم پياوړې کوي"

په پینځم اګست د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرال احمد شریف چودري یو مبطوعاتي کانفرنس ته ویلي وو، د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي.هغه ویلي وو، د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر تر خاتمې پورې روانه وي.

پاکستان کې د څېړنې او امنيتي مطالعې مرکز سېنټر فار ریسرچ اېنډ سیکيورټي‌ سټديز نومې غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل تازه رپورټ کې ويلي، پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ 79 پېښې شوي، 81 کسان پکې وژل شوي او 71 ژوبل شوي وو.

د رپورټ ترمخه، تيره میاشت پاکستان کې ترهګریز بریدونه 14 فيصده او ځاني تاوان 80 فيصده سېوا شوی دی.

د پيکس د شمېرو ترمخه، "د خېبرپښتونخوا په بندوبستي علاقو کې 36 حملې شوي، 60 کسان پکې وژل شوي او 27 ژوبل شوي دي، او قبايلي ضلعو کې 26 حملې شوي، 30 کسان پکې وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي".

د پيکس په رپورټ کې ويل شوي، د جولايۍ په میاشت کې په بلوچستان صوبه کې 12 حملو کې 12 تنه وژل شوي او 18 ژوبل شوي، سیند صوبه کې په پينځو حملو کې شپږ تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG