د پاکستان پوځ ویلي د خېبرپښتونخو په دریو مختلفو علاقو کې د امنیتي خواکونو او د وسله والو په جګړه کې درې عسکر او ۱۹ وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپله وېب پاڼه وویل د پېښور ضلعې په متنو سیمه کې يې د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د وسله والو خلاف عملیاتو کې اته مشکوک وسله وال ووژل.
ايي اېس پي ار وویل د مومندو ضلعې په بایزۍ سیمه کې په بل اپرېشن کې يې اته نور وسله والو د ډزو په تبادله کې ووژل.
د پوځ په قول دریم اپرېشن په کرک ضلعه کې وشو چې په کې درې نور خوارېچ او درې عسکر په یو بل د ډزو په تبادله کې ووژل شوو.
د پاکستان پوځ د خوارېجو اصطلاح په عمومي توګه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان ټې ټي پي د وسله والو دپاره استعمالوي او وخت په وخت يې په ضد د عملیاتو او د وسله والو د وژلو خبرونه ورکوي.
په وروستي وختونو کې ټي ټي پي هم په خېبرپښتونخوا او په خصوصي توګه د صوبې په جنوبي ضلعو کې د ځینو حملو ذمه واري منلې ده.
د مطبوعاتو دپاره په ازاده توګه د پوځ او د وسله والو د عوو تصدیق ممکن نه وي.
څېړونکي د خېبرپښتونخوا په جنوبي سیمو کې د امن او امان صورتحال کړکېچن بلي.
د ايي اېس پي ار د بیان نه مخکې د خېبر پښتونخوا په ټانک، لکي مروت، او ډېره اسماعیل خان ضلعو کې په درېو بیلا بیلو پېښو کې د ماشومانو او ښځې په ګډون لږ تر لږه د شپږو کسانو د وژل کېدو او د نورو شپږو کسانو د زخمي کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو.
ټانک
ټانک کې دوه وروڼه په هدفي برید کې وژل شوي دي.
د ټانک ضلعې پولیس وايي د ښار سره جوختې ګرا بډه سړک په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو دوه وروڼه، قاري اسحاق او مفتي ادریس، په ډزو وژلي دي. دواړه د سیمې دیني عالمان وو او خلکو کې یې ځانګړې درناوی درلود.
د ځايي خلکو په وینا، بریدکونکي له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي او په دې پېښه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
پولیس وايي د پېښې ځای څخه شواهد، پلټنې او عمليات پيل کړل شوي، خو تر اوسه د هیڅ کوم بریدګر نيولو نه دي ويل شوي.
لکي مروت
لکي مروت کې د بینک په ګاډي برید شوی دی.
د لکي مروت په منجیوالا سړک د یو شخصي بېنک په ګاډي برید شوی، په نتیجه کې یې د شخصي امنیتي کمپنۍ یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
پولیس وايي ژوبل ساتونکی په فوري توګه د لکي مروت ضلعې مرکزي ته انتقال شوی، خو د هغوی روغتیایي حالت مرګونی دی، او تر اوسه د بیان ورکولو توان نه لري.
پولیسو ویلي تراوسه مالومه نه ده چې دا پېښه د لوټ مار هڅه وه که بل کوم هدف یې درلود.
ډېره اسماعيل خان
ډېره اسماعیل خان کې د مسافر په بس ډزو کې د زنانو او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
پولیس وايي د ډېره اسماعیل خان او ږوب ترمینځ د درابڼ تحصیل په ګنډي عاشق سیمه کې تېره شپه د لوټ مار په یوه پېښه کې وسلهوالو د مسافرو په یو بس ډزې کړي، چې په نتیجه کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي، او دوه نور مسافر پکې ژوبل شوي دي.
پولیسو ویلي، د ډاکوانو د شپې په دې پېښه کې څو موټرې لوټلي، او د مسافرو د مزاحمت په جواب کې یې ډزې کړې دي.
Forum